څېړنه : داوبو څښلو غوره وختونه

 
که غواړئ، چې بدن مو خپلې دندې په غوره او ښه توګه  ترسره کړي نو باید پوره وڅښئ، خو دورځې په جریان کې  ځینې وختونه شته، چې داوبوڅښلو لپاره غوره دي ځکه له بدن سره مرسته کوي،چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
اوبه دژوند اصل دی، دا مبالغه نه ده، بدن مو هغه مهال ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کوي، چې ډېرې او پر وخت اوبه څښي ، دا مهمه ده، چې داوبو څښلو وختونه وپيژنئ ځکه دا له بدن سره مرسته کوي.
فوکوس المانۍ مجله  وايي : له خوبه درا وېښېدو سره جوخت  او له سهارنۍ وړاندې باید ډېرې اوبه وڅښل شي ځکه دا بدن له زهري موادو څخه  ژغوري ، دښه هضم لپاره ډاکتران سپارښتنه کوي، چې  له درې وخته  ډوډۍ نیم ساعت مخکې  یو ګیلاس او یو ساعت وروسته  باید یو ګیلاس اوبه وڅښل شي.
له خوب  یو ساعت وړاندې باید یو ګیلاس اوبه وڅښل شي ځکه ډاکتران وايي : دخوب پرمهال بدن  پرته له دې، چې موږ پرې پوه شو ډېر مایعات له لاسه ورکوي.
په عامه توګه هر انسان باید هره ورځې لږ تر لږه دوه لیتره اوبه وڅښي .