د شیطان کیسې / اته ویشتمه کیسه

 
د شیطان کیسې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
اته ویشتمه کیسه :
   امام غزالي (رح) په خپل کتاب احیا علوم کې لیکلي : یو عابد ، چې د الله (ج) عبادت یې ډېر کاوه ، خلکو هغه ته وویل : دلته یو قوم دی ، چې د ونې عبادت کوي ، د دې خبرې په اورېدو سره ، عابد ډېر په غوسه شو او د ونې د له منځه وړلو په نیت روان شو . شیطان د یوه شیخ په څېره کې راغی او ترې پوښتنه یې وکړه ، ای عابده ! چېرته روان یې ؟ هغه په ځواب کې وویل : د هغې ونې ایستلو ته ځم کومه چې خلک یې عبادت کوي . شیطان وویل: تاته څه اړتیا ده ، چې خپل عبادت او ذکر دې پرېښود او دې کار ته راغلې ؟ عابد په ځواب کې وویل : دا هم زما د عبادت یوه برخه ده . شیطان وویل : زه به هېڅکله تا پرېنږدم ، چې دا ونه له منځ یوسې ، د دوی دواړو ترمنځ جګړه پیل شوه ؛ عابد ، شیطان را څملاوه او پر سینه یې کېناست . شیطان وویل : ما خوشې کړه ، زه تا ته یوه خبره کووم ، عابد د دې خبرې په اورېدو سره شیطان پرېښود ، نو شیطان وویل : الله (ج) د دې ونې له منځه وړل پرتا نه دي فرض کړي ، نو څه اړتیا ده ، چې خپله هم د دې ونې عبادت نه کوي او نور هم ورته نه پرېږدې ؟ آیا ته کوم نبي یې ؟ یا الله (ج) تاته امر کړی ، چې دا ونه له منځه یوسې؟ که چېرې د دې ونې له منځه وړلو کې د الله (ج) رضا وای ، نو خامخا به یې د دې ونې د لرې کولو او ایستلو له پاره خپل کوم نبي رالېږه ، عابد وویل : زه به ضرور دا کار ترسره کوم ؛ بیا د دوی ترمنځ جګړه پیل شوه ، یو ځل بیا یې شیطان را څملاوه او پر سینه یې کېناست . شیطان عاجز او د یوې بلې لارې د لټې په فکر کې شو او وې ویل : تاته یوه خبره کووم ، چې زما او ستا ترمنځ به پرېکړه کوي او ستا په ګټه به هم ده . عابد وویل : هغه څه دی ؟ شیطان وویل : ما خوشې کړه ، کله دې چې زه خوشې کړم ، نو درته وبه یې وایم ، شیطان وویل : ته یو فقیر سړی یې ، له تاسره هېڅ شی نه شته ، خواړه او کالي دې بل څوک درکوي ، آیا نه غواړې ، چې له تاسره هم شته او مال وي ، چې خپل خپلوانو ته یې ورکړې ، خپله هم د چا پروا ونه لرې او خپل ژوند ته دوام ورکړې ؟          عابد وویل : هو زړه مې غواړي . شیطان وویل ، نو د دې ونې له ایستلو او له منځه وړلو څخه تېر شه ، زه هره شپه دوه دیناره ستا سر ته ږدم ، کله چې سهار را پاڅېدې هغه واخله او خپلو اولادونو ، خپل خپلوانو او ګاونډیانو ته پرې ښه ښه څیزونه واخله ، دا کار به تاته هم ډېره ګټه در واړوي او مسلمانانو ته هم ، که چېرې دا ونه له منځه یوسې او په ځای یې بله ونه کېنوې ، نو تاته یې څه ګټه ؟ عابد له یوه ژور فکر وروسته وویل : شیخ رښتیا وایي، زه کوم نبي نه یم ، چې د دې ونې له منځ وړل پر ما لازم او یا الله (ج) پر ما باندې ددې ونې د له منځه وړلو امر کړی وي او که چېرې دا ونه ، ونه باسم ، نو ګناهګار به شم. هغه خبرې ، چې شیخ ماته وکړې ، نو بېشکه چې زما په ګټه دي ، د شیخ خبرې یې ومنلې، له هغه سره یې ژمنه وکړه او بېرته را وګرځېده . ویده شو ، کله چې سهار له خوبه را پاڅېد ، په دوه دینارو یې سترګې ولګېدې ، چې سر پورې یې ایښي وو ، ډېر خوښ شو . دویمه ورځ یې بیا خپل سر پورې دوه دیناره ولیدل ، ډېر خوشال شو ، خو درېیمه ورځ د عابد د سر ته څه شی نه و ایښي ، عابد ډېر په غوسه شو او د ونې پرې کولو په تکل له کوره را ووت ، نو شیطان په مخه ورغی او ترې وې پوښتل : اوس د څه شي اراده لرې ؟ وې ویل : غواړم ، چې هغه ونه له بېخه وباسم ، شیطان وویل : زه به دې هېڅکله پرېنږدم ، چې ونه وباسې ، د دوی دواړو ترمنځ یو ځل بیا جګړه پیل شوه . دا ځل شیطان عابد را څملاوه ، پر سینه یې کېناست او ورته وې ویل : که چېرې بیا راځې ، نو حلالوم دې ، عابد فکر وکړ ، چې زه ولې د تېر په پرتله دومره کمزوری شوم او وې ویل : تېره ورځ زه پر تاسو باندې زورور وم ، نن ولې ته پرما غالب شوې ؟ شیطان وویل : تېره ورځ تا یوازې د الله (ج) په خاطر هغه ونه له منځه وړله او نن ستا اراده د الله (ج) د رضا له پاره نه بلکې د پیسو د لاسته راوړلو له پاره وه ، نو ځکه زه پرتا غالب شوم .
نور بیا .....