د تېلو بادشاهان (۵۴ برخه)

 
نهم فصل
د هینري جګړه
 
« د اوپیک د تېلو د بیو په اړه غلي پاته کېدل ډېر خطرناک دي»
ولسمشر جیرالډ فورډ ،۱۹۷۵
 
«شاه فرانسوي ډآکټرانو لیدلی او خبر کړی یې دی»
ریچارډ هلمس ،۱۹۷۵
 
په ځینو هېوادونو کې باید موږ د ټولنیزو نا ارامیو تمه ولرو
 
د لویدیځوصنعتي هېوادونو مشران د کار په برخه کې کېدای شي له دې کبله وبښل شي چې د دوی تر شا د تېلو ستربحران روان و او د تېلو بیې اسمان ته ختلې وې. د ۱۹۷۵ کال اوړی د بړبوکۍ سترګه وه او داسې برېښېده چې طوفان په ځینو سیمو را تاو شي او هرڅه به له ځانه سره فضا ته پورته کړي. یو کال دمخه، د خزانې وزیر بیل سایمون پر ولسمشر نیکسون ټینګار کړی و چې له شاه سره د تېلو د لوړو بیو پرسر جدي مبارزه او خبرې وکړي چې هغه باور کاوه دغه مسئله به په لوېدیځ کې په ژوره توګه بانکي سیستم وځپي او مالي ناورین ته به لاره هواره کړي. د تېلو د اخیستونکو د تقاضا وروستي کموالي د امریکا د خزانې د وزارت د خطر اټکلونه را کم نه کړل. چارواکي په دې پوهېدل چې په لویدیځ او یا ان ټوله نړۍ کې ډېر هېوادونه له مالي کبله یوازې په هغو پورونو خپله ګذاره کوي چې د پور په ډول یې له نړیوالو مالي ادارو او شخصي بانکونو څخه اخیستي دي. په ځینو برخو کې داسې اندېښنې هم په ډېرېدو وې چې بلاخره ددغو پورونو او د هغو د سود یا ګټې ورکړه هم پر دغو هېوادونو را تلونکې ده او ډېر هېوادونه به ونه شي کولی چې ان خپل پورونه بیرته ادا کړي. د لویدیځ جرمني صدراعظم هلمت سچمیډیټ په دې پوه شو او یا یې د تېلو د لوړو بیو له اړخه نړۍ او په ځانګړي ډول لوېدیځ ته د ورپیښ خطر پراخوالی درک کړ او هڅه یې وکړه چې د تباهۍ کندې ته له ور غورځیدو دمخه باید د نړۍ د اقتصاد لپاره یو خوندي لاره او ځای پیدا شي. هلمټ سچمیډیټ دارنګه په ژوره توګه له دې اندیښنه درلوده چې اقتصادي ناورین به په اروپا کې سیاسي او ټولنیز ټیکاو لا نور هم دړې وړې کړي او کېدای شي په ډېرو هیوادونو کې دولتونه ور سره له منځه ولاړ شي. د ۱۹۷۵ کال د مې میاشتې په وروستیو کې د امریکا ولسمشرپه بروکسل کې د جر مني له صدراعظم سچمیډیټ سره وکتل چې له وضیعت څخه خپل یاداښتونه او باورونه سره مقایسه کړي او په حل  لارو خبرې وکړي. فورډ په محتاط ډول د اقتصادي بیا رغیدا د عواملو او لاملونو په اړه خوشبینه و. هغه سچمیډیټ ته وویل چې « زموږ ټول اقتصاد پوهان، ان هغه چې له موږسره موافق هم نه دي ــــ هغوی دا مني چې موږ په پراخه کچه د لست په پای کې نه یو. داسې ښکاري چې بدو علا یمو پر ځای مثبتې نښې  او علایم ډیر  دي . . . . د بیکارۍ احصايې، نویو وړاندیزونه او دروان بهیر حالت ټول په ښه لوري روان دي.»
سچمیډیټ د فورډ له خبرو سره ډېر موافق نه وو:« خوله بده مرغه په جرمني کې  حالات دومره خوندور نه دي لکه چې تاسو یې په خپل هیواد کې تصویروی».
ښاغلي فورډ ورسره ومنله چې :«د کورونو کارو بار او د موټرجوړولو چارې ښې نه دي روانې.» ولسمشر فورډ د سایمون،ارتر برنز او الن ګرین سپن لخوا وهڅول شو چې د هیواد له اقتصاد څخه د انفلاسیون کمپله ور ټوله کړي  او داقتصاد رغول لومړی د لویو لګښتونو له اړخه ترمیم نکړي. فورډ وویل چې «انفلاسیون له ۱۰٪  څخه اوس ۶ نیم په سلو ته را ټیټ شوي دی، خو وېره یې وښوده چې که موږ مصارف ډېر کړو نو کېدای شي انفلاسیون بیرته لوړ شي»
 
سچمیډیټ له دې کبله وارخطاو چې د فورډ د اقتصادي ریاضت ټولګه کېدای شي اقتصادي وده راکمه یا وځنډوي او د اقتصاد د بیاغوړېدو غوټۍ له شنې کېدو مخ کې په ډنډر کې له منځه یووړل شي. هغه وویل:«ستاسو احصایې هڅونکې او تشویقي دي، خو دا له ۱۹۳۲ کال راهیسې تر ټولو زیات بد وضیعت دی او ان په ځینو هېوادونو کې موږ د دې علایم وینو چې کېدی شي ټولنیزې نا امنۍ را منځ ته شي. زه په ژوره توګه اندېښمن یم. ۱۹۷۵ کال له ۱۹۳۲ کال څخه ډېر توپیر لري، خو د حکومتونو چلند له دې لویې او مهمې ستونزې سره همغه ډول دی چې ۴ نیمې لسیزې مخکې حکومتونو ورسره خپل کړی و. موږ د وروستیو کلونو هغه کړنلاره چې موږ هېڅ یوه یې  پر اساس ژوند نه دی کړی، نه شو کولی ځانته غوره کړو، لکه څومره چې د ژوند کولو لارې توپیر کړی، له ستونزو سره د مقابلې لارو هم توپیر کړی. دغه وضیعت په بېساري ډول د مزدورۍ په برخه کې د کموالي لامل شوی. پر همدې اساس د پیسو د بدلون کچه تل په ډېر بد حالت کې د بدلون په حال کې وه چې د ډیرو ستونزو بنسټ یې جوړاوو.
سچمیډیټ ولسمشر فورډ ته وویل:«زه واقعا نه پوهیږم چې ولې داسې پیښیږي. جاپان نیویارک ته ګوري. برېتانیا او س د مرګ په یوه ګودال بدله شوې.» سچمیډیټ ولسمشر فورډ ته وړاندیز وکړ چې د خپل هېواد« د بهرنیو اسعارو او سروزرو پرېمانه زیرمې وکاروي. دا ټول د امریکا د متحدو ایالتونو د بدې ورځې لپاره دي.» هغه وروسته ومنله چې د اېټالیا د ناروغه اقتصاد لپاره د ده شخصي تر سره کړې هڅې نا کامه شوې او دی ونه توانیده چې ایټالیا له اقتصادي اړخه وژغوري .  « موږ له اېټالویانو سره یو لړ کارونه تر سره کړل، دوی نژدې وو چې خپل ټول سره زر له لاسه ورکړي.»
د سچمیډیټ لخوا د ۱۹۳۲ کال د وېرې یادونه خورا مهمه وه. د نړیوال وروستي لوی اقتصادي ناورین له کبله چې د ۱۹۳۹ مې لسیزې په لړ کې را برسېره شو، د جرمني ډیموکراتیک بنسټونه یې وشړول او او اډولف هیتلراو نازیانو را دبره کېدو ته او واک ته د رسیدو لپاره یې لاره هواره کړه. د سچمیډیټ د سوسیال ډیموکراټ حکومت د راتلونکي تندلاري نسل له تاوتر یخوالي سره  لاس ګریوان و چې د ځوانو جرمني متعصبو له ډلې په را پورته کېدو و. تر دې یوه میاشت دمخه د(بادیر منهوف ګنګ) په نوم د یوې وسله والې قاتلې ډلې غړو د سویډن په پلازمینې سټاکهولم کې د لویدیځ جرمني په سفارت برید وکړ او ۱۲ ډیپلوماټان یې ووژل. د لوېديځ جرمني سړکونه په اورجنو (اتشي) بمونو ولوځول شول. له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې، په وتلو سوداګرو، پانګوالو او سیاستوالو د وژونکو بریدونو یو څپه را خپره شوه او د ناوړه کارو باریانو بازار تود شو. لکه نیکسون او کیسنجر، سچمیډیټ په ژوره توګه د هغه  څه له کبله په تشویش کې و چې هغه  د ۱۹۳۰ مو کلونو په نیمايي او د ۱۹۷۰ موکلونو په نیمايي کې پیښ شوي وو او د یوه تاریخي تړاو په توګه یې ورته کتل. هغه له دې کبله اندېښنه درلوده چې یو ځل بیا هغه  د نوي زهرجنو خلقي سیاستونو او ضعیفه مشرتابه شاهد و اوسي چې اقتصاد ته د ودې پرځای زهر ورپیچکاري کړي.
سچمیډیټ او فورډ وروسته بیا د جرمني په پلازمینه بن ښار کې د جولای په میاشت کې سره وکتل. د جرمني صدراعظم  اټکل وکړ چې کېدای شي د لوېدیځ لپاره د ۱۹۷۶ او ۷۷ کلونو ترمنځ ژمی ډېر خطرناک وي ،ځکه چې که اقتصادي وضیعت ښه شي، نو د تېلو غوښتنه به لوړه شي. دا کاربه د دې لامل شي چې د تېلو په اخیستو فشار زیات شي او له ګبله به یې بیا هم ممکن د تېلو عمومي بیې لوړې شي. سچمیډیټ په ازاده نړۍ کې د تېلو د لوړو بیو او دارنګه د سیاسي بې ثباتیو ترمنځ د کلکې اړیکې په شته والي ټینګار کاوه. د اقتصادي بحران سیاسي اغېزې، واقعا ځورونکې وو، چې په مختلفو هېوادونو کې یې سیاسي ټیکاو له ګواښ سره مخ کړی و. لکه په اېټالیا کې چې کریسشن ډیموکراټان کېدی شي کمونستان په حکومت کې له ځانه سره یو ځای کړي. هغه وویل:« په فرانسه کې هم د لوی کورني  بدلون بالقوه احتمالات قوي دي. په برېتانیا کې ستونزه د ټولنیزې بې ثباتۍ نه ده، خو حالت له پښو غورځونکی دی. دلته هم ستونزه د نظام د بدلون نه ده، خو د ټاکنو پر پایلو اغېز لري. د جاپان په اړه په ډېر څه نه پوهیږم.»
سچمیډیټ دا روښانه کړه چې د لوېدیځ پر وړاندې د تېلو د بیو له لوړوالي پرته بله هېڅ لویه ننګونه نه شته:« د لوېدیځ لپاره اقتصادي او نفتي ستونزې د شوروي اتحاد، منځني ختیځ  او یا د مدیتراني د سویل د ستونزو پرتله لوی ګواښ دی. ما او د فرانسې ولسمشر جیسکارډ ایستینګ داسې احساس کړه چې یو پیاوړی هېواد ــــ د امریکا متحده ایالتونه باید ددغو حالاتود کابو کولو مشري وکړي. دا یو ډرامټیک وضیعت دی.»
زه ځینې وخت حیران شم  چې  هغه په رښتیا یو طبیعي سخت زړی انسان دی 
د روان وضیعت راتلونکي ټکانونه لا له وړاندې را برسېره شوي وو. په ایران کې د مذهبي پلوه سیاستوالو بغاوت او خوځښتونه او د اقتصادي بحران نښې لا دمخه را پورته شوې وې. د ۱۹۷۵ کال په  اوړي کې د تېلو نړیوال مارکیټونه په ډېر بد حالت کې وو. د تېلو تولید را کم شوی و او په ورځ کې د ۸۴،۹ میلیون بېرلو پر ځای اوس په ورځ کې ۶۴،۹ بیرله تېل مارکیټ ته را تلل. د کال په لومړۍ نیمايي کې د ایران د تېلو تولید ۱۲ ٪  را کم شو (په ورځ کې له ۶،۲ میلیون بیرلوڅخه ۵،۴ میلیون بېرلو ته را ټیټ شو.)
 په جون میاشت کې دغه کمښت ۱۷،۷ ٪ ته ورسېد. سعودي عربستان رپوټ ورکړ چې د دوی تولیدات په ورځ کې له ۸،۱ میلیون بیرلو څخه ۶،۶ میلیون بېرلو ته را ټیټ شوي دي. په کوېټ کې د تېلو تولید ۲۷ په سلو کې او په لیبیا کې ۴۱ په سلو کې د تېلو تولیدات کم شول. د شاه لپاره لویه ستونزه د نورو پرتله دا وه چې د ایران نفوس ډېر و، صنعت یې پراخ او لګښتونه یې هم ډېر وو او د کوېټ او سعودي یا لیبیا پرتله د تېلو د نه پلور او د عوایدو او تولید له کبله ډېر اغېزمن و.
د ایران د اقتصاد له لارې د تېلو د میلیاردونو ډالرو وینځلو ته د اجازې ورکولو د خطر په اړه د شاه د اقتصادي سلاکارانو طرحه دا وه چې کېدای شي دا کار د ایران اقتصاد ته اور واچوي. د پورونو کچه او انفلاسیون لوړ کړي او د توکو  اخیستونکي کم شي. د حکومت خپل اقتصادي پلان جوړونکو وروسته تایید کړه چې له ۱۹۷۴-۷۵ کاله پورې د حکومت د تېلو د عوایدو ۲۷۰ په سلو کې زیاتوالي د ایران اقتصادي ودې ته زیان ورساوه او لاره یې هغو کسانو ته برابره کړه چې بلاخره یې په دغه هیواد کې اسلامي انقلاب وکړ. په ۱۹۷۵ کال کې د ایران اقتصاد له کنټرول څخه بهر شوی و  او ایران  په ۲ برخو کې ملت له لاسه ور کړ. دغه دوه عوامل یا برخې یو یې انفلاسیون او بل یې د پرمختیايي پروژو د لګښتونو د پورته تلو له کبله د ریښتینو عوایدو له لاسه تلل (د تولید شویو تېلو بیلرونه) وو.
د تېلو د عوایدو کمېدل او د خپلو پروژو او لګښتونولپاره د پیسو د ورکړې په برخه کې د ایران د پاتې راتلو مسئله،  په تهران کې د امریکايي ډیپلوماټانو لپاره لا دمخه د پراخې اندېښنې وړ موضوع وه. د ایران اقتصاد د ترانسپورټي ستونزو او مسلکي کار کونکو د کموالي له سختو ننګونوسره مخ و. لکه چې تمه کیږي د هېواد بندرونه، سړکونه،د اورګاډي لارې او هوايي ډګرونه ټول د تېلو بیو د لوړتیا له کبله په ډېر لړزیدلي وضیعت کې و. د تېلو ټانکرونه او بېړۍ چې بندرونو ته را رسیدلې وې او په متوسط ډول له ۲۵۰ ورځو را هیسې د تېلو بارولو ته په تمه خالې ولاړې وې. د یوه اټکل له مخې ۱۰ په سلو کې ماشینونه او نورمهم توکي په بندري لنګرونو او زېرمتونونو کې د ډېر وخت لپآره د پاتې کېدو له کبله خراب شوي او زنګ وهلي وو. خراب شوي توکي ټول په بندر کې وغورځول شول. په دولت باندې فشار راوړل شو چې ۲ میلیارد ډالره د زډیمریج د جریمې په ډول ور کړي چې د لېږد را لیږد د بیړیو کمپنیو د تم کیدو او د کارونو د ځنډیدو تاوان ورته جبران شي. کله چې د را وړل شویو توکو کانټینرونه له بیړیو د بندر په څنډو کې را کښته کړل شو، نوبیا کافي لارۍ نه وې چې دغه کانتینرونه نورو سیمو ته ولیږدوي.
بندرونه د کانتینرونو د یوې هدیرې په ډول برېښیېده او په هکتارونو ځمکه په زنګ وهلو ماشینونو  او خرابوخوشې کړی شویو توکوډکه وه .
بلاخره ایران تصمیم ونیوچې په بندرونو کې دغه پراته توکي یوه بل ځای ته یوسي . حکومت په بیړې سره تصمیم ونیوچې ۴۰۰۰ لارۍ په سملاسي ډول واخلي . خو بله ستونزه داوه چې که دغه لارۍ اخیستل شوې وای نو په کوردننه ورته د چلونکو موندل بله ستونزه وه .
لویې لارې د لاریو او موټرونود ګڼې ګوڼې له کبله بندې وې. د امریکا سفارت رپوټ ورکړ چې په کرار کرار دغه حالت بهتر شو. د دې پر ځای چې په بهر کې ۷۲۱ زره ایراني کارګر چې د پنځم پلان د عملي کولو لپاره به یې راولي په کور دننه وموندل شو. د ایران د اقتصاد د پراختیا ټوله تکیه اوس په هغو ضعیفه روزل شویو ایرانیانو وه چې په کوردننه یې کارکا وه، خو لا هم هره میاشت په زرګونو بهرني کارګر ایران ته راتللو دوام در لود. دغه ټول مسايل د کورونو د شته والي او نورو لومړنیو اسانتیاوو په برخه  کې د ډېر سخت فشار لامل شوي وو  او حالات نور هم د خرابیدو په خوا روان وو.
یوه امریکايي څارونکي وویل:« حکومت  ۲۰۰۰ نجارانو، معمارانو او نورو مسلکي ایرانیانو ته اړتیا درلوده چې په هغو ۲ اتومي بټیو کې کار وکړي چې د لوېدیځ جرمني لخوا د ایران په سویل کې جوړې دې .» خو پوښتنه دا وه چې د را تلونکو نورو پروژو لپاره به دغه ډول کسان له کومه کیږي؟ او د برېښنا داسې کومه شبکه نه وه موجوده چې د اتومي بټیو څخه تر لاسه کیدونکې برېښنا د ایران ښارونو او کلیو ته واستوي. پر دغو شبکو په خپله د اتومي بټیو په اندازې پانګونې او پراخ کار ته اړتیاوه.
        سناتیا هلمس چې په ایران کې د امریکې د سفیر مېرمن وه وايي چې  د ۱۹۷۵ کال د اوړي په لړ کې ډیک او ما دا درک کړه چې مالي بحران په ایران کې واکمن وو. سوداګرو شکایت کاوه چې  دوی د خپلو تر سره کړو تړونونو او پروژو ایله یوه برخه پیسې تر لاسه کړې دي. او د یو شمېر امریکایانو لخوا ورته داسې تېلیفونونه او رپوټونه ور ورسېدل چې هغوی وویل دوی ته د پروژو د کار په بدل کې تر اوسه هېڅ پیسې نه دي ورکړل شوې. د  کال په پای کې وضیعت تر دې هم خطرناک شو، ځکه چې ډیرې پروژې وځنډول شوې. له کلیو او بانډو او بهر څخه د راغلو خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله په پلازمېنه کې د کورونو موندل ډېر ګران شوي وو. د نړیوال بانک یوې ښځینه کار کونکې د امریکا په سفارت کې یو شمیر کډوال ولیدل چې ۲ شپې یې دغلته تیرې کړې وې.
پر ایران د امریکا لخوا د بې خرته وسلو د پلورلو د احمقانه کړنې ټول اړخونه اوس ښکاره و. د ۱۹۷۵ د اوړي پر مهال په تهران کې د امریکا سفارت د ایران په ملکي اقتصاد د امریکا د وسلو د پلورلو د اغیز په اړه یوه ارزونه تر سره کړه. سره له دې چې د ایران حکومت د نظامي وسایلو د اخیستو اړوندو احصایو لستونه نه خپرول، د سفارت اقتصادي تحلیل کونکو داسې اشارې ورکړې چې د ایران د پورونو او پیسو د اداکولو یا ور کولو شمېرې ښيي چې د لمریز کال په اوږدو کې چې د مارچ په ۱۰ نیټه پای ته رسیږي، ایران د ۱۰ میلیارد ډالره په ارزښت وسلې اخیستي دي. د امریکا خپلې شمېرې ښيي چې ددغو پیسو نیمايي یې ایران واشنګټن ته د وسلو په مقابل کې ورکړې دي. دقیق معلومات نه شته، ځکه چې ډېر ایراني مصارف په بل ځای کې په بودجې کې مصرفیږي، خو د روان کال لپاره  اوسنۍ اټکلونه داسې وايي چې د ایران ټوله نظامي بودجه د همدې کال لپاره تر ۱۰ میلیارد ډالرو لوړه وه چې فکر کېده د ایران د حکومت د ټولې بودجې یو پر درېیمه برخه یې جوړوله. د سفارت د شوې ارزونې رپوټ دې پایلې ته ورسېد چې « کېدای شي له دې کبله  د ایران ملکي اقتصاد ته جدي خطرته ورپېښ شي.» د اقتصاد هغه نورې برخې چې د پیسو د جذب وړتیايې درلوده په بېړه له مالي بحران څخه بچ وو. پر دې سربېره لا دمخه د ایران اقتصاد« نا شمېرل شوې ماتې» زغملې وې، ځکه چې یو زیات شمېر روزل شويو مسلکي کسانو په نظامي برخه کې کار کاوه په داسې حال کې چې په خصوصي سکتور کې د دوی لپاره  سخته اړتیاوه. د امریکا د سفارت  تحلیل کونکي وروسته د سیاسي ټیکاو او نازک اقتصادي حالت ترمنځ د اړیکو په اړه خپل نظر وړاندې کړ.
تقریبا دا د نه منلو او نه باور کولو خبره ده چې په اوږدمهال کې یوازې د ایران په څېر قوي او ثابت رژیمونه کولی شي چې خپل هېوادونه چې همدا څولسیزې مخکې له ډېرې بې وزلۍ، بې سوادۍ او په لویه کچه  له بزګرې ټولنې په یوه داسې هېواد بدل کړي چې تعلیم په کې تر اړتیا وړ اندازې پراخ شي، تر کافي اندازې عصري شي او د پرمختګ داسې پوړیو ته ورسیږي چې ډېر ملتونه یې په پیړیو کې نه شي تر لاسه کولی او په ژوره توګه ټولنه له محافظه کارو خوځښتونو را بهر کیږي او راډیکاله ټولنه په یوې عصري هغې بدلیږي. له بلې خوا اوسني ایراني مشر تابه له خپلو خلکو وغوښتل چې عصریتوب ومني، خو د همدغه واکمن، استبدادي سیاسي سیستم ته به احترام کوي چې د خلکو ډېرو بشري ازادیو ته یې اجازه نه ورکوله. په داسې حال کې چې ایران کې حکومت په ډېرو برخو کې د امریکا پېښې کولې او ځان یې د هغوی سیال ګاڼه، خو ایران د لوېدیځو ټولنو په څېر بیا له مدني ازادیو بې برخې و، خو هغه څه ته چې بهرنیو څارونکو  کتل او د ایران لپاره یې تمه لرله هغه په ایران کې سیا سي انقلاب و، نه بشپړ هر اړخیز انقلاب.
سفیر هلمز او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر ته یادونه وشوه چې « تاریخ موږ ته هغه د نا امیدۍ کلونه راښيي چې مستبد نظامونه واکمن وو.  زه نشم کولی چې داسې کوم مثال وړاندې کړم چې یو مطلق واکمن دې واک او ځواک له لاسه ور کړی وي. په دې وروستیو کې د یوې ډلې دولتي اداره له منځه ولاړه چې د شاه د یوه متحد  په توګه د هغه ستر مخالف و. »  هفه غیر فعال تحصیل کړي متخصیصین چې د شاه په کنټرول کې وو داسې ښکارېده چې د سوله ییز بدلون چانس په ډېر باریک ډول سره زیاتوي. ــــ« هېچا مرسته نه شوی کولی، دا وېره هم  رامنځ ته شوه وه چې کېدای شي شاه د اسلامپالو په غوښتنه له خپلې دندې استعفا وکړي . . . . ډېرې وژنې او نور ترهګریز فعالیتونه داسې ښکارېدل چې په زیاتېدو وو.» داسې کمې هیلې موجودې وې چې د امریکا متحد ایالتونه کېدی شي په ایران کې پر پیښیدونکو پېښو اغېز ولري. « موږ باید داسې هڅې وکړو چې له کبله یې د غوره کېدونکو لارو پر بنسټ  د ایران په پالیسیو اغېز وکړو، زموږ لومړۍ موخه کېدای شي دا وي چې د تېلو د بیو د ټاکنې او نفوذ کولو پوستونو ته مډرن ایراني سیاستوال او شخصیتونه ور وړاندې کړو او په دې برخه کې خپله انرژي وکاروو.
 په دغو اویا نورو هغو برخو کې چې کېدی شي موږ په کې د ایران پر پالیسیو اغیز کولو ته لیوالتیا ولرو ، د ازاد مارکیټ د خپلو اصولواو او پریکړو پر بنسټ  مو دا کار نشو کولی او په دې برخه کې مومحدودیت درلود.»
د۱۹۷۵کال د جون په لومړۍ اونۍ کې د پهلوي دولت کورنۍ ټیکاو تر پوښتنې لاندې راغی او د قم په ښار کې د مذهب پالو شیعیه محصلینو لخوا سخت وننګول شو. دغو زده کونکو د خپل تبعیدي مشر ایت الله خمیني د نیول کېدو د ۱۲ مې کلیزې په مناسبت په بلوا لاس پورې کړ. دوی د شاه د دولت پر ضد شعارونه ورکول او هغه یې د لوېدیځ لاس پوڅی نظام ګاڼه« ایران لکه د رنډیو مېرمنو په څیر په لویدیځ پسې روانه ده.» شاه امنیتي ځواکونو ته لار ښوونه وکړه چې قم ته ولاړ شي او ژر تر ژره بلوا وځپي او وضیعت کنټرول کړي. د قم له پاڅون یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پلان او بودجې د ادارې مشرعبدالمجید مجیدي بله لانجه راپورته کړه. هغه اعلان وکړ چې حکومت په دویمه درجه پرمختیايي پروژو ډېر لګښت پیل کړی او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د پنځم پلان لپاره ځانګړي شوې ۶۹ میلیارد ډالرو ته بیا کتنه وکړي او له سره دې دغه موضوع وڅېړل شي. د شاه حکومت د همدې کال لپاره د  ۱۰ میلیارد ډالرو عایداتو له کموالي سره مخ وو، ځکه چې په ورځ کې یې ۱ اعشاریه ۳ میلیون بېرله تېلو پلوریا واردات  کم شوي وو. د ایرا ن د تېلو کمپنیو د دغه هېواد د ۷۷ په سلو کې تولیدیدونکو تېلو د تولید وړتیا درلوده «دا دومره ډېر تېل  نه وو چې په دغه دوره کې د ایران د بهرنیو اسعارو لګښت پوره کړي.» د اوړي په اوږدو کې د ایران په بانکونو فشار راوړل شو چې په سلګونو میلیون ډالره پور ورکړي چې د لګښتونو او عایداتو ترمنځ  په بیلانس شیټ کې رامنځ ته شوي واټن ته ځواب ورکړي. شاه خپلو خلکو ته روښانه کړه چې: «زموږ په عوایدو کې  کرار کرار پام وړ کموالی راځي.»
د ۱۹۷۵ کال د جون په میاشت کې په قم کې نا امنۍ د پهلوي دولت په دننه کې د نا ارامیو د زیاتېدو او پر شاه د فشار د پیل تر ټولو ښکاره نښه وه. ۳ میاشتې مخکې د شاه هغه تصمیم چې د یوې ډلې حکومت یې نافذ کړ، د شاه د حکومت  او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د سوله ییزو خبرو اترو وروستۍ دروازه هم ور وتړله. سیاسي ډلو هسې خوشې د ډیموکراسۍ تمثیل کاوه. شاه له ډېرو کلونو راهیسې په دې نظریې فکر کاوه چې د یوې ډلې حکومت جوړول به د هغه د سلاکارانو په خبره او باور د دې لامل شي چې شاهي کورنۍ  له خلکو سره نژدې کړي.
لکه چې د ۱۹۷۲ کال په اکټوبر کې یوه امریکايي ډیپلوماټ رپوټ ورکړ چې « داسې مبهمې نښې نښانې او علایم شته چې شاه کېدای شي وغواړي په ایران کې دوه ګوندونه سره یو ځای، تشکیلات یې سره کم کړي او بلاخره د یوه ګوند حکومت ته لاره هواره کړي.»
په تهران کې د ایران سفیر ریچارډ هلمز ته د ۱۹۷۵ کال د مارچ په ۲ نېټه د یوې ډلې لخوا د حکومت خبر یا فرمان ور ورسېد او هغه یې په دې مانا وباله چې شاه غواړي هر څه په خپل کنټرول کې راولي. هغه داسې فکر نه و کړی چې د شطرنج وروستۍ لوبه به یې بریالۍ شي. هغه کیسنجر ته په یوه تېلیګراف کې په همغه اوړي کې په دې اړه معلومات ورکړل خو « رسنیو برعکس  رپوټونه ور کړل چې د شاه لخوا د ۲ ګوندونو د یوځای کولو  اعلان په  ډېرو سفارتونو  کې بد بیني او حساسیت را پارولی.»
ددغه اعلان له طبیعت څخه داسې برېښېده چې د ایرانیانو په منځ کې شک او بدبیني پیاوړې کوي او د هغو ټولوشیانو په اړه چې له سیاست سره تړلي دي اندېښنې پیاوړې کوي. له عامو ایرانیانو – لکه دوکاندارانو،وړو سوداګرو او نوروهغو خلکو سره چې (له سیا سي واکمنو او کسانو سره چې په حکومت کې یې ګټې نغښتي دي.) موږ خبرې وکړې د هغوی باور داوو چې پخوانۍ ډلې اغېزمنې نه وې او انګېرنه یې داسې وه چې دغه متحد شوې ډله به هم د هغوی په څېر وي او کېدای شي ډېر توپیر ورسره ونه لري ـــ د شاه لخوا دغه اخیستل شوي تصمیم هغه بهیر ته خنډ پېښاوه چې له مخې یې سیاسي ادارې په څه ډول له لارښوونو سره سم ګامونه پورته کولی شي.
په قم ښار کې  د زده کونکو له نا ارامیو څو وروځې وروسته د جون په ۱۰ نېټه، سناتور اډوارډ کینډي، چې تازه د ایران له سفر څخه را ګرځیدلی و، د یوې کاري ورځې په وروستیو کې د بهرنیو چارو د وزیر لخوا خبرو ته ور وِغوښتل شو. کینډي له کیسنجر سره په خبرو کې په لومړي ځل داسې اشارې ورکړې چې هغه د شاه د دویم ځلي تعقیبولو او له هغه سره د خبرو کولوچاره پیل کړې. ولسمشر د هغه د کابینې وزیرانو او کیسنجر ته چې د شاه لپاره ډېر وفادار او نژدې ملګری بلل کېده اوس داسې ښکارېده چې دوی ټولو د یوه قوي مشر په توګه د شاه په قضاوت، پرېکړو  او شخصیت شک پیدا کړی و. هغه له کینډي څخه وپوښتل:«تاسو شاه له وړاندې پېژانده، ایا نه مو پېژانده؟ ایا له هغه څخه متاثره شوئ؟»
کینډي ځواب ورکړ:«هو ، ما هغه تر دې دمخه هم پیژانده او زه باید دا هم درته ووایم چې اوس زه غواړم د هغه د تیرو کړنوپه اړه معلومات تر لاسه کړم چې هغه په څه ډول واک ته ورسید او پخوایې څه ډول ژوند در لود. ما دا هڅه پیل کړې چې په دې پوه شم چې پخوا شاه کومې دندې تر سره کړې دي او د شوروي اتحاد په وړاندې یې لېوالتیا  له کومه پیل شوې او په څه ډول وه ؟ »
کیسنجر وویل «زه ځینې وخت حیران شم چې که هغه په رښتیا او طبیعي ډول یو سخت زړی کس وي، نو په څه ډول په تهران کې د واشنګټن په اړه دومره ډېره لېوالتیا او خوږه مینه  موجوده ده. هغه وویل چې په دې اړه نه پوهیږي.»
کینډي ور سره موافق و او ویې ویل چې «ډېر ښه، یو لړ مسایل شته چې تر اوسه پرې ډېر حساب نه دی شوی. له موږ سره په خبر و کې هغه د تېلو د بیو او نورو اقتصادي برخو په اړه یو لړ زړې شمېرې وکارولې. د هغه نوم څه شئ دی ؟»
د کینډي یوه سلاکار منځ ته را ودانګل « اموزګار، ښاغلیه».
کینډي وویل:« اموزګارډېر وړ شخص دی، خو دوی یو شمیر داسې شمیرې لري چې دلته زموږ له شته شمیرو سره توپیر لري، او زه فکر کوم چې د زړه له تله باید له دوی سره کار وشي »
یو تصور داسې دی چې« ما له دوی دواړو شاه او سعودیانو سره ولیدل، د دوی دواړو احساس داسې دی چې فکر کوي د انزوا په حالت کې دي. شاه د اوس لپاره له لوېدیځ سره خواخوږي لري، خو هغه ډیر باریک او چالاکه کس دی. هغه تل د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ په اړه خبرې کوي.»
« د یو شمیر نورو خلکو خلاف زه پرې پوهیږم .» کیسنجر توف کړل او نورو ټولو وخندل.
کینډي کیسنجر ته وویل : «له هغو ایراني چارواکو سره چې ماخبرې وکړې داسې مې احساس کړه چې دوی یو شمېر ډېر سخت توکي او مسایل لري چې امریکا پرې چوخ کړي او هغه .... « د بهرنیو چارو او د خزانې د وزارت تر منځ د تېلو پر سر اختلاف دی.» د ایران باچا داسې احساس کړه چې هغه ته د ولسمشر فورډ له سپینې ماڼۍ څخه ګډوډ زیګنالونه وررسیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شاه ته شین څراغ ورکړ چې کولی شي د تېلو بیې پورته کړي. خو کله چې هغه دغه معامله راپورته کړه او غوښتل یې چې په خپله یې مخته یوسي نو د خزانې د وزیر بیل سایمون لخوا پرې کلکې نیوکې وشوې. شاه د دوی په منځ کې د یوه لارښوود او داسې کس په تمه وو چې ده ته سمې مشورې ورکړي. دغې لیدنې کتنې کېدای شي کیسنجر چې شاه ته یې د غیر موجهه مشورو په ورکړې سره د ایران په چارو کې لاس وهنه کوله حیران کړی وي . ورپسې داسې اندېښنې هم وې چې د اقتصادي مسئلو په اړه د شاه پوهه کمه ده او پر صنعتي نړۍ د تېلو د لوړو بیو د اغېزو په اړه هم د شاه سر پوره نه خلاصیږي. خو کیسنجر وویل چې:«زه فکر کوم چې دوی دلته په دغه هیواد کې زموږ جدي ستونزې نه ویني. دوی وايي چې موږ ډېر لوی  او بډایه هېواد یو او داسې جدي ستونزه به ونه لرو.»
کیسنجر دا هم ورپسې زیاته کړه :« دا سمه ده. زه فکر کوم چې د لوېدیځ په اړه د دوی تصور داسې دی چې لوېدیځ تر هغه چې ښکاري ډېر پیاوړی دی. دوی فکر کوي چې دوی کولی شي د هر بېرل تېلو بیه ۴ ډالره لوړه کړي، هغه هم بې له دې چې د نورې نړۍ ستونزو ته پام وکړي او فکر وکړي چې ټول لوېدیځ به دا کار په ژور بحران کې ډوب کړي .»
 کینډي له کیسنجر څخه په ټینګه وغوښتل چې له شاه سره په دې تړاو جدي خبرې وکړي .«په هر حال هغه تړون چې د انفلاسیون د شمېرو او د اقتصادي مسئلو په اړه له دوی سره لاسلیک شوی ډیر زیات مهم دی .»
سناتور کینډي لکه ډېرو نورو خلکو داسې فکر کاوه چې هنري له ایران او شاه سره له خپلو نږدې اړیکو خوند اخلي او د همدې لپاره دوی په پرله پسې ډول خبرې اترې تر سره کوي. د کیسنجر ددغو پرلپسې لیدنو موخه د یوه امریکايي سیاستوال په توګه د خپل اعتبار لوړول وو. خو د بهرنیو چارو د وزیر د تېلیفوني خبرو اترو متن ښيي چې په ۱۹۷۵ کال کې هغه  لادمخه دا هڅه کړې وه چې  له شاه سره خپلې رسمي اړیکې را کمې کړي، ځکه چې ښکارېده په دې وروستیو کې شاه د هغه لارښوونو ته غوږ نه نیسي او هغه هم ډېرې مشورې اوس نه ورکوي. کیسنجر په ځانګړي ډول له دې په اندېښنه کې و چې پر ایران د نظامي وسایلو د اخیستو چاره بنده نه شي. د همدې لپاره هغه د شاه پر هغه سپین چک لاسلیک وکړ چې د امریکايي وسلو د اخیستو لپاره یې وړاندې کړی و. د ا خبره کیسنجر خبریال جوزف کرافټ ته  وکړه اوهغه ته یې وویل چې «یوازې ستاسو د معلوماتو لپاره دا خبره کوم او بس.»
کیسنجر وویل:« په داسې حال کې چې زه ددې معاملې اصلي لوبغاړی بلل کېدم، خو زه اصلي تنظیمونکی کس نه وم. زه ډېر خیر غوښتونکی کس وم. ما په دغه برخه کې هېڅ ډول فشار پر چا نه دی راوړی.  . . . په دې برخه کې د شاه په اړه مشخصه او ښه تګلاره نه وه موجوده. زه له دې سره مخالف وم چې له ایران سره سیاسي او اقتصادي تقابل یا مخامختیا ولرو، ځکه چې زه په دې باور نه یم چې دا کار به د تېلو بیې را ټیټې کړي. په هغه قیمت چې دوی غواړي د تېلو بیې را ټيټې کړي هغه په دې نه ارزیده چې اقتصادي او سیاسي عوامل ورسره وتړل شي. زه په ډېر قوت د دې غوښتونکی یم چې داسې شرایط رامخې ته شي چې دوی مجبوره شي زموږ په لاره را سره روان شي او له کبله یې د تېلو بیې کښته شي او ورسره د امریکا ګټې خوندي شي.»