فرېدریک لوډبرګ؛  بریالی سویډنی سوداګر

 
د فرصتونو تشخیص او له هغو سمه ګټه پورته کول د بریالیو انسانانو خاصه ده. ډېری انسان لومړی خو فرصتونه نه شي تشخیصولی، کله یې چې بیا تشخیص کړي د امکاناتو د نه شتون په پلمه ګټه نه شي ترې پورته کولی.
له ډېرو لږ کسانو سره ښايي دا فکر پیدا شي چې په خپل کور کې داسې فرصتونه شته چې له لارې سړی ښه ژوند جوړولی شي. تر دې وړاندې مو هم ځینې داسې کسان چې په خپلو کورونو کې له پیل کړو خورا وړو کارونو میلیاردران شوي معرفي کړي او نن د همدې ډول یوه بل کس نوبت دی.
د سویډني فرېدریک لوډ برګ پلار په خپل اپارتمان کې د ساختماني چارو کاروبار پیل کړ. له اپارتمان څخه یې د دفتر په توګه کار واخیست.
ده په لومړنیو وختونو کې پر ساختماني چارو په ځانګړي دول د استوګنې د کورونو پر جوړولو تمرکز وکړ. په دې برخه کې له کار څخه د تجربې پربنسټ پو شو چې باید خپل فعالیتونه د ساختماني چارو ترڅنګ جایدادونو ته وغځوي.
د همدغه حرکت پر مټ د نوموړي کمپنۍ پراختیا وموندله چې وروسته یې فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځېدل او د پانګونې پر یوه بریالۍ کمپنۍ بدله شوه. په اویایمه لسیزه کې د فرېدریک پلار د خپلې کمپنۍ پر راتلونکي د غور په ترڅ کې فعالیتونه مالي برخو ته هم وغځول.
په ۱۹۸۳ کال کې د پلار تر مړینې وروسته په کمپنۍ کې ونډې فرېدریک ته پاتې شوې او په دې توګه نوموړی د کمپنۍ اجرایوي رییس شو.
فرېدریک د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د اګېسټ پر پنځمه نېټه زېږېدلی دی. تر ښوونځي وروسته یې د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د اقتصاد پوهنځی لوستی دی.
نوموړی د سوداګرۍ ترڅنګ د کورلېنګ په نوم د یوې لوبې قهرمان هم دی. دا یو ډول لوبه ده چې د یخ پر سر ترسره کېږي.
فرېدریک د ښکار شوقي هم دی او اوس چې سپينږیری دی د وخت ډېره برخه یې پر ښکار کولو تېروي. له نوموړي سره د هغه دوې لوڼې هم په کمپنۍ کې نیم میلیارد ډالره ونډه لري.
د فوربس مجلې د اوسنیو شمېرو له مخې چې د تېر کال په مارچ کې اپډېټ شوې د نوموړي پانګه دری اعشاریه اته میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیواله نوملړ کې ۴۴۵ ام او په سویډن کې ۱۴ ام ستر شمتن دی.
ده واده کړ، دوې لوڼې لري او د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې ژوند کوي.
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.