تېرېن پېګولا؛ د پور له پیسو میلیاردر شوی

 
د نړۍ ډېره برخه وګړي سره له دې چې لوړې زده کړې لري شتمن نه دي. د نورو ترڅنګ یې یو لوی دلیل دا دی چې دوی تل پر معاش بسیا کړې او د کاروبار د پیل هڅه یې نه کړې. دغه ډول خلک ډېری یې د کاروبار لپاره ښې طرحې لري، خو د عملي کولو جرئت یې نه لري. سره له دې چې دوی د پانګې نه شتون د پلمې په توګه یادوي، خو اصلي خبره د جرئت ده. تجربو ثابته کړې چې په نړۍ کې ګڼ کسان د پانګې پر ځای د ښې طرحې او جرئت له برکته میلیاردران شوي دي. له دغه ډول کسانو یو یې امریکایی «Terrence Pegula» دی. دی چې په تېري پېګولا مشهور دی د پور له پیسو میلیاردر شوی.
نوموړی د ۱۹۶۱ زېږدیز کال د مارچ په ۲۷ مه د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په کاربونډل سیمه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د همدې سیمې په یوه ښوونځي کې کړې او وروسته یې د پنسلوانیا په پوهنتون کې د ګاز او پټرولیم د انجنیرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
له پوهنتون تر فراغت وروسته یې د ګېټي آیل په نوم له یوې کمپنۍ سره کار کړی. تر څه مودې کار وروسته یې د خپل کاروبار لپاره طرحه جوړه کړه، خو د عملي کار د پیل لپاره یې پیسې نه درلودې. له دې کبله چې د کار لپاره یې پياوړې اراده او د خپلې طرحې پر پلي کېدو یې باور درلود د خپلې کورنۍ له غړو او ملګرو یې اووه نیم زره ډالره پور کړل او د اېسټ ریسورس په نوم یې د ګازو یوه کمپنۍ جوړه کړه.
اېسټ ریسورس چې د پور پر پیسو جوړه شوې وه، یوه وخت د تېري د هڅو په پایله کې د تېلو او ګاز د اکتشاف پر یوه ستره کمپنۍ بدله شوه.
تېري د دې کمپنۍ ډېره برخه ونډې په ۲۰۱۰ کال کې د ډویچ شیل په نوم پر یوه کمپنۍ په ۴،۷ میلیارده ډالره وپلورلې. له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو یې د لوبو په برخه کې پانګونې وکړه. د بافولو ساربس په نوم د هاکي یو ټیم یې وپېره، وروسته یې د بوفالو بېلز په نوم د فوټبال یو ټیم هم واخیسته.
 نوموړي د دغه ټیم د پېرلو لپاره په داوطلبۍ کې د دوو نورو امریکايي میلیاردرانو یوه ګروپ ته ماتې ورکړه او په ۱،۴ میلیارده ډالره یې وپېره. په تېر کال کې د نوموړي یوه بله ستره معامله په ۱،۷ میلیارده ډالره د ۷۶ زره هکتاره ځمکې پېرل وو.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د نوموړي اوسنۍ پانګه دری اعشاریه اته میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۴۷ ام او په امریکا کې ۱۶۶ ام ځای لري.
ده دوه ځله واده کړی او له دواړو مېرمنو پنځه اولادونه لري او په فلوریډا کې ژوند کوي.
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.