شپږویشتمه کیسه :
یوه ورځ شیطان حضرت ایوب (ع) د عبادت پر مهال ولیده او د ډېر حسد او کینې له وجې سور و شین وخوټېده ، ډېره هڅه یې وکړه ، چې هغه د الله (ج) له عبادت څخه منع کړي ، خو ونه توانېد . یوه ورځ یې خدای (ج) ته وویل : یا الهي ! ایوب (ع) له دې کبله ستا دومره عبادت کوي ، چې تا ورته ډېر شته ، ډېر اولادونه او روغه سټه ورکړې ده ، که چېرې په هغه باندې کومه ستونزه او کړاو راشي ، نو هېڅکه به ستا عبادت ونه کړي .الله (ج) وفرمایل : رټلیه ! ستا دا خیال و فکر غلطه دی . ما تاته پر ایوب (ع) او مال و اولاد باندې بشپړ واک درکړ ، څه دې چې زړه غواړي پرې ترسره یې کړه ، بیا وګوره چې هغه څه کوي ، نو شیطان په لومړۍ ورځ د ایوب (ع) اولادونه له منځ وېوړل .په هغه ورځ ایوب سره له دې چې د صبر او د الله (ج) شکر یې ادا کړ عبادت یې لا پسې ډېر شو . شیطان بله ورځ د هغه ټول شته په اور کې وسوځول او برباد یې کړل ، بیا هم صبر وکړ ، د الله (ج) شکر یې ادا کړ او تر نورو ورځو زیات په عبادت بوخت شو ، تردې چې وې ویل : دا ټول څیزونه د الله (ج) له لوري ماته امانت راکړل شوي وو ، خپل امانت یې بېرته واخیسته ، نو زه څوک یم ، چې شکایت وکړم . درېیمه ورځ رټلي شیطان د هغه په مبارک بدن باندې یو پوکی وکړ ، چې ټول بدن یې ټپي شو ، مګر په عبادت کې یې توپیر را منځته نه شو . شیطان د دې حالت په لیدو ډېر خواشینی شو او وې منله ، چې د الله (ج) پر پیغمبرانو باندې زما هېڅ مکر اغېزه نه شي کولای ، نو الله (ج) حضرت ایوب (ع) ته بېرته بشپړه روغتیا ور په برخه کړه او ټول هغه څه یې چې له لاسه ورکړي وو بېرته یې ورکړل .
اوه ویشتمه کیسه :
حضرت معاویه (رض) ویده وو ، چې یوه کس پرې غږ وکړ او وې ویل : اې معاویه ! پاڅه چې د سهار د لمانځه وخت ، کنه نو د جمعې له لمانځه نه پاتې کېږې . هغه له خوبه را پاڅېده شاوخوا یې وکتل ؛ هغه څوک چې دی یې له خوبه را ویښ کړی وو ، شتون نه درلود ، هغه وپوښتل : څوک وو چې زه یې له خوبه را ویښ کړم ؟ شیطان ځواب ورکړ زه وم . حضرت معاویه (رض) وویل : له خوبه د یو چا را ویښول هغه هم د جمعې لمانځه د ادا کولو له پاره عجیبه ده ، لومړی تاسو دا ووایاست ، چې دا نېک کار دې ولې ترسره کړ ؟ شیطان په ځواب کې وویل : ما د جمعې لمانځه د ادا کولو په موخه ته را ویښ نه کړې ، بلکې تېره اونۍ له تا څخه د جمعې لمونځ قضا شوی ؛ تا ډېر وژړل او ما د پرښتو خبرې واورېدې ، چې په خپل منځ کې یې ویل : معاویه (رض) ته الله (ج) د هغې ژړا په بدل کې ، کوم چې د جمعې لمانځه د قضا کېدو له امله یې کړې وه ، اویا چنده ثواب ورکړ . ای معاویه (رض) ! نن هم ویده وې او زه وډار شوم ، که چېرې د جمعې لمونځ درنه قضا شي ، نو بیا ژاړې او الله (ج) یو ځل بیا تاته د دې قضا شوي لمونځ په بدله کې اویا چنده ثواب درکوي ، له دې کبله مې ته را ویښ کړې ، تر څو خپل لمونځ په جمع سره ادا او د یوې جمعې ثواب درکړل شي .
نور بیا .....
وروستي