د شیطان کیسې / څلیریشتمه او پنځه ویشتمه کیسه

 
څلیریشتمه کیسه:
   حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي : کله چې الله (ج) شیطان له خپل دربار څخه وشاړه او وې ریټه ، نو شیطان الله (ج) ته وویل :
وعزتک یا رب لا ابرح امذی عبادک ما مامت اروا مهم فی اجسارهم .ای الله (ج) زما دې ستا په عزت قسم وي ، ترڅو چې ستا بنده ګان ژوندي وي ، نو هغوی به زه بې لارې کووم . الله (ج) د شیطان د دې بېځایه خبرې په ځواب کې داسې وفرمایل :    زما دې پرخپل عزت او جلال قسم وي ، چې هر وخت زما بنده توبه وباسي ، نو زه به یې توبه قبلوم .
پنځه ویشتمه کیسه :
   حضرت عامر بن ربیعة (رض) وفرمایل ، چې یوه ورځ زه له حضرت نبي کریم (ص) سره په مکه کې وم ، چې له غرونو داسې غږونه راتلل ، چې ویل یې : ای خلکو پر حضرت رسول الله (ص) باندې برید وکړئ ، حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل : دا شیطان دی . د شیطانان له لښکر څخه هر شیطان ، چې د نبي په اړه خبره وکړي ، نو هغه ژر تر ژره وهل کېږي ، څو شېبې وروسته هغه (ص) وفرمایل : یو غلام پېری ، چې نوم یې سبح وو او ما پر هغه باندې عبدالله نوم ایښی وو ، د هغه شیطان د وهلو په موخه لاړ هغه یې وواهه ، وروسته داسې غږ واورېدل شو : ما مسعر وواژه .
نور بیا .....