
یوه برخه میلیاردرانو واقعا له داسې برخو پیسې پیدا کړې چې د هر چا ور فکر نه کېږي. ډېلوري یا د روسونې خدمات په لومړي نظر واقعا داسې نه ښکاري چې سړی دې تر میلیاردرۍ ورسوي، خو د پياوړې ارادې او منظم پلان پر مټ د پیسو پیدا کولو پر یوه غوره سرچینه بدلېدای شي. د چینايي میلیاردرانو ترمنځ وانګ وي له همدې لارې پیسې پیدا کړې دي.
دی یو له هغو کسانو دی چې نوم یې په سېلف مېد بېلونرز یا هغو میلیاردرانو کې راځي چې د خپلو هڅو په پایله کې شتمن شوي دي.
نوموړی د چین په شنګهای کې زېږېدلی دی. لا ماشوم و چې له کورنۍ سره هانګ کانګ ته کډوال شو. دی د هانګ په څېر په یوه کاروباري چاپیریال کې را لوی شو.
د اېس. سي. اېم. پي په نوم د یوې چینايي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې نوموړي په ۱۹۹۳ کال کې د « SF Express» کمپنۍ چې د رسونې او وېش چارې یې ترسره کولې جوړه کړه.
وي د کمپنۍ د جوړولو لپاره له خپله پلار څخه چې په پوځ کې یې د روسي ژبې د ژباړن په توګه دنده ترسره کوله ۱۳ زره ډالره پور واخیست.
د کار په لومړنیو کې د ده په ګډون شپږ تنو د وېش چارې پر مخ وړلې. د وي د هڅو په پایله کې د پور له پیسو پیل شوی کاروبار اوس د رسونې پر یوه ستره کمپنۍ اوښتی چې نوموړی یې له برکت میلیاردر شوی.
د اېس اېف اکسپرېس پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې له دې کمپنۍ سره د ۲۰۱۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې ۳۴۰۰۰۰ زره کسانو کار کاوه. د دې ترڅنک کمپنۍ د رسونې د خدماتو لپاره ۱۶ زره مورټر، ۱۸ الوتکې او په چین او ګاونډیو هېوادونو کې ۱۲ زره د خدماتو مرکزونه لري.
نوموړي د دې ترڅنګ د تېر کال په لومړنیو کې د هایک په نوم د هټیو یوه کړۍ هم رامنځته کړې ده.
وانګ وي په ۲۰۱۱ کال کې د لومړي ځل لپاره د فوربس مجلې د میلیاردرانو نړیوال نوملړ ته لاره پیدا کړه او په دغه کال کې د نوموړي پانګه یو نیم میلیارده ډالره بلل شوې وه.
د فوربس مجلې د اوسنیو شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې د ۳۸۴ ام او په چین کې ۱۹ ام ځای لري.
نوموړی یوازې د چین تابعیت لري او د دغه هېواد په شنګهای کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.