
(هلمند مدني ټولنه)
کله چې په هلمند کې فساد خپل وروستي حد ته ورسېد، د مظلوم او بې وسه ولس پر سر معاملې پيل شوې، نو د هلمند ځينې ځوانان راپوروته شول او د فاسدو چارواکو د ظلم د مخنيوي لپاره يې هلمند مدني ټولنه جوړه کړه.
هلمند مدني ټولنې چې له جوړېدو يې دوه کاله تېر دي، د هر والي، ښاروال او نورو دولتي چارواکو سره چې په فساد کې يې لاس درلود، د دوی پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی، د فساد د مخنيوي، او ملي مسايلو په اړه تر ۹۰ ډېرې خبرپاڼې خپرې کړي دي، چې د سيمه ييزو رسنيو ترڅنګ ملي او نړيوالو رسنيو هم خپرې کړي دي.
ددې ترڅنګ يې سلګونه غونډې جوړې کړي دي، لسګونه مطبوعاتي کنفرانسونه يې ورکړي دي چې خپل ټول اسناد د ارشيف په ډول له ځان سره لري.
هلمند مدني ټولنه په هلمند هغه ټولنه ده چې هره ورځ ورته له بېلابېلو ولسواليو ډلې ډلې خلک راځي او خپلې ستونزې او مشکلات چې دولت نه ورته حلوي له دې ټولنې سره شريکوي او دولتي چارواکي يې ددې ټولنې له فشارونو وروسته حلوي.
هلمند مدني ټولنې چې څومره کارونه کړي دي، د فساد پر وړاندې يې څومره اوازونه پورته کړي دي همدومره د دولتي چارواکو لخوا له ډول ډول ننګونو او ستونزو سره مخ شوي دي، ددې ټولنې غړي تهديد شوي دي، ګواښونه ورته شوي دي، توطيې ورته جوړې شوي دي، چې له هر ستونزې او هرې توطيې خدای ج نجات ورکړی دی.
هلمند مدني ټولنې د داسې زورواکو او غاصبينو مخه هم ونيوله چې په رڼا ورځ يې دولتي ماموريتونو پر خلکو خرڅول او رهايشې نمرې يې ورکولې.
اوس چې د نوي ملي حکومت د ولسمشر لخوا د ټول هېواد واليان سرپرستان اعلان شوي دي له هغه وخته تر اوسه په هلمند فساد خپل وروستي حد ته رسېدلی دی، ځايي چارواکي دلته خپل شتون نه ويني او داسې فکر کوي چې د دوی سره حساب نه کيږي.
هره ورځ هلمند مدني ټولنې ته بېچاره ولس ور روان وي، په سرو سترګو خلک ژاړي، ډېری خلک له خپلو کورونو په زوره ايستل کيږي او کورونه يې د ولايت او ښاروالۍ د ګډې معاملې لخوا نورو خلکو ته ورکول کيږي.
هلمند مدني ټولنې د دوی پر وړاندې هره ورځ خبرپاڼې خپروي، مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي، غونډې جوړوي، څو ځل ولايتي ادارې د هلمند مدني ټولنې څخه په فساد کې د ښکېلتيا غوښتنه وکړي، هلمند مدني ټولنې داسې کره اسناد هم په لاس کې لري چې د ځينو غاصبينو لخوا ورته ويل شوي دي چې موږ به تاسې ته ونډه درکړو خو څه مه واياست، خو دا چې هلمند مدني ټولنه له بااحساسه ځوانانو او د پوهنتون له استادانو جوړه ده دوی ولايتي ادارې سره د جوړجاړي خبرې سره له دې چې په سختو ټکو رد کړي دي، د دوی پر وړاندې يې ګڼ مطبوعاتي کنفرانسونه هم ورکړي دي، دلته بله خبره هم بايد ياده شي چې بدبختانه په هلمند کې ځينې رسنۍ د دولتي ادارې تر اغېز لاندې دي، او پر حقيقتونو سترګې پټوي، داسې هم ويل کيږي چې ولايتي ادارې ځينو خبريالانو ته رهايشې نمرې ورکړي دي او د دوی خولې يې بندې کړي دي.
اوس د هلمند ولايتي ادارې په ځانګړي ډول د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار چې شاوخوا درې مياشتې کيږي هلمند ته راغلی دی، په پراخ غصب کې ژور لاس لري، له ځينو زورواکو سره يې معاملې کړي دي، ملي اوعامه ځايونه يې ټول خرڅ کړل، هلمند مدني ټولنې چې کله د دوی پر وړاندې خپل اواز پورته کړ نو ځايي ادارې هلمند ملي تلويزيون ته خبرداری ورکړ چې د هلمند مدني ټولنې خبرونه مه خپروئ.
هلمند مدني ټولنه د ملي حکومت له مشرتابه، څو وار غوښتنه وکړه چې هلمند ته دې يو پلاوی راوالېږي ترڅو په دې ولايت کې د فساد د مخنيوي لپاره اداره کې بدلون راولي، خو مرکزي ادارې هيڅ غوږ پرې ونه ګراوه.
هلمند مدني ټولنې دا مهال د ولايتي ادارې سره په لوی جنجال کې ښکېل ده، د دې ټولنې غړي د مدني ټولنو د هغږۍ له کميسون غواړي چې په ولسمشر دې فشار راوړي ترڅو په هلمند کې جدي بدلون راشي او زورواکي او فاسد چارواکي له دې ولايت ورک کړي.
يادونه: هلمند مدني ټولنه د ځايي دولتي چارواکو د فساد کره شواهد له ځان سره لري، د اړتيا په صورت کې يې رسنيو ته ښودلی هم شي.