بلومبرگ: د اپل(APPLE ) نړېوال شرکت برقي موټر به بازار ته راووځي

د Bloomberg خبرپاڼې په یو خبر کې لیکلي دي، چې د اپل نړیوال شرکت په یو برقي موټر، چې "iMove"به نومیږي، کار روان کړی دی، چې ډیر ژر به بازار ته د پلورلو لپاره راووځي. نوموړي شرکت جدي پریکړه کړې ده، چې یو داسې برقي موټر بازار ته روباسي، چې په بازار کې به یې د ایفون په شان کوم ساری او سیال نه وي. دا په داسې حال کې ده، چې نن سبا په داسې موټر د نړۍ ډیر شرکتونه کار کوي، نو له دې پریکړې نه معلومیږي، چې اپل شرکت یوې سترې سیالۍ ته نیت ښه کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د Tesla Motors، چې د برقي موټرونو په جوړولو کې ښه پیاوړې تاریخچه لري، نو د اپل شرکت تر ټولو ښه او تکړه سیال به وي. لکه څرنګه چې د Tesla Motors شرکت په ډاګه کړې ده، چې په ۲۰۱۷ ز کال کې به یو داسې برقي موټر بازار ته وړاندې کړي، چې د چارچ نه پرته به ۳۰۰ کیلومتر مزل کوي او د ۴۰زرو ډالرو نه به ارزان وي، نو له دې نه معلومیږي چې د اپل او Tesla Motors شرکتنو تر منځ به یوه ستره سیالي روانه شي.
د اپل شرکت د ۲۰۱۵ ز کال په پیل کې دا دی ۱۸ ملیارده ډالر کټلی دي او بشپړه نغدې پیسې یې ۱۷۸ ملیارده ډالر کیږي، نو د شرکت مشر ټیم کوک وپتیله، چې د دغو پیسو نه یو څه پیسې په یوه داسې موټر مصرف کړي، چې په بازار کې به یې ساری نه وي.
د یادونې ده، چې اپل شرکت لومړی شرکت نه دی، چې بازار ته پلیر(Player) او یا سمارټفونونه(smartphone) وړاندې کړي، خو دا ټولو ته معلومه ده، چې کله نوموړي شرکت بازار ته خپل شیان وړاندې کړل، نو خلک پارونکی بازار یې ګرم کړ، چې په پایله کې د نړۍ تر ټولو ډیر وګړي د اپل شرکت مواد کاروي. نو د نوموړي شرکت د ټولو موادو نه ښکاري، چې یو داسې موټر به بازار ته وړاندې کړي، چې په لیدلو به یې ټول خلک هک پک شي.