
یوه نوې څېړنه دځوانانو له غوږه دا تیروي، چې الکول او شراب د ذکاوت او پوهې کچه راټېټوي او د زدکړې وړتیاوې له ګواښ سره مخ کوي ، ادارک کمزوری کوي .
دسویډن په طبي پوهنتون کې څیړونکو په خپلې تازه څېړنه کې ،چې تېره ورځ امریکايي مجلې American Journal ofMedicinetranslation مجلې هم خپره کړې ده وايي : پر الکولو او شرابو روږدي کېدل د ځوانانو پر پوهه او ذکاوت اغیز پریباسي .
څیړنې په سویډن کې 49 زره او 321 تنه، چې د 1949 - 1951 ترمنځ زیږیدلي دي او په 1969 ز کې عسکري خدمت ته جلب شوي دي راغونډ کړي دي د څیړنې پرمهال د دوی پوهه او ذکاوت ارزول شوې دی او په ورته وخت کې دالکولو او تمباکو اندازه مالومه شو ې ده، چې دوی دعسکري خدمت پرمهال مصرف کړې ده.
څیړونکو ته جوته شوه هغو ځوانانو د ذکاوت او پوهې په ارزونه کې دخپلو همزولو په پرتله،چې الکول او شراب یې نه دي کارولي کمې نومرې تر لاسه کړې دي،چې الکول یې کارولي دي.
د څیړونکو دګروپ مشره ساره سیولانډ وايي : د پوهې او ادارک کمزورتیا ، دذکاوت دکچې راټېټدلو لامل د الکولو او شراب څښل دي .
په انګلستان کې یوه ترسره شوې څېړنه بیا وايي : هر کال په نړۍ کې نږدې دوه میلونه او 500 کسان دشرابو څښلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي ان څومره کسان،چې دشرابو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي دومره بیا د ایډز او سل لامله نه مري .