څېړنه : که خپل عقل مالوموئ نو پر یوه پښه ودریږئ

 
پر یوه پښه  ودریدل او دبدن توازن ساتل  ځینو خلکو ته سخت کار وي، خو دجاپان  په کیوټو پوهنتون کې څیړونکي وايي : پر یوه پښه د ودریدو توان  او وړتیا  دروغ او سالم عقل  نښه ده .
نوې څیړنه  وايي :  پر یوې پښې دریدل  ددې نښه ده، چې  عقل او دماغ مو سالم او له  ښې روغتیا څخه برخمن دي.
دا څېړنه وايي :  که یو سړی د20 ثانیو لپاره پر یوه پښه نه شي ودریدای  ددې مانا داده، چې دنوموړي کس  په دماغ کې ستونزه لري او ځینې وخت خو دا هم ویل کیدای شي،چې دماغ کوم ټکان خوړلی دی ، ځینې نور بیا د دماغي سکتې  له ګواښ سره مخ دي  .
دبدن توازن ساتل په لومړي سر کې  دسترګو پر لید ډډه لګوي  او بیا دبدن پر عضلاتو  همدا لامل  دی کله، چې دچا  عمر ډېر شي پر یوه پښه د ودریدو وړتیا او توان  نه لري.
څیړونکي وايي : دا اړینه ده، چې هره ورځ دبدن دتوازن ساتلو  وړتیا وارزوو، پر یوه پښه  د ودریدو  موده  له عمر سره  تړاو لري  ، که څوک  څلویښت کلن وي  دوی باید لږ تر لږه  د45 ثانیو لپاره پر یوه پښه  د دودریدو وړتیا او توان ولري  او  که شپیته کلن  30 ثانیې ودریږي نو د دوی عقل سالم او روغ دی .  
اتیا کلن  سړی که چیرې وتوانیږي او د9 ثانیو لپاره پر یوه پښه ودریږي  ددې مانا داده،چې دنوموړي  بدن او دماغ  جوړ او روغ دی .  
د ټولو دروغتیا په هیله