مدیرانو ته څنګه موبایل واخلئ؟!

 
د ګټې خبرې
په ادارو کې هر پوسټ خپلې ځانګړې بوختیاوې لري، خو مدیران تر ټولو ډېر بوخت کسان دي.
دا کسان کېدای شي ډېر وخت د خپل کار له محیطه بهر تېر کړي، په ناستو او رسمي مراسمو کې ګډون وکړي او تر ټولو مهمه دا، چې له ډېرو کسانو سره به په اړیکه کې وي. که په دفتر کې هم وي، د زنګونو به پرې باران وي!!
د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره نوي موبایلونه له موږ سره په چارو کې ډېره مرسته کوي.
د مدیرانو لپاره، چې موبایل اخلئ، لومړی باید دا په پام کې ونیسئ، چې دوه سیمکارته وي. مدیران له ډېرو خلکو سره په تماس کې وي. د دوو یوسیمکارته موبایلونو پر ځای دا غوره ده، چې یو دوه سیمکارته موبایل ولري. په دې سره به یو موبایل انتقالوي او په دوو پسې په نه ګرځي. پر یوه وخت په دواړو سیمکارتونو راتلونکې اړیکې کنټرول کولای شي.  
موبایل باید ډېر ښوی او داسې نه وي، چې له لاسونو وغورځي. اسانه نمبرې پکې ډایل شي او ژر پرې ځواب وویل شي. د ایمیل او ټولنیزو شبکو چک کول او یو څه ټایپ کول پکې اسانه وي. ډېر خلک د موبایلونو ظاهر ته ارزښت ور کوي، خو نور کیفیت نه ګوري. دا ښه خبره ده، چې په ناستو کې مو خلک د ښه موبایل څښتن وګڼي، خو دې ته مو پام وي، چې تاسې ټېلېفون د اړیکو لپاره کاروئ او مهم شی دا دی، چې موبایل مو څومره د اړیکو لپاره مناسب دی. دویم موبایل که ګرځوئ نوکیا دوه سیم کارته ساده موبایل وکاروئ او یوازې یې ټیلیفوني اړیکو ته وکاروئ.
هغه مدیران، چې په د فترونو کې اوسېږي، د ټېلېفون بيټرۍ ورته ښايي دومره مهمه نه وي، خو هغوی، چې ډېر کار یې له دفتره بهر دی، لکه د مارکیټنګ د برخې مدیر، موبایل یې باید داسې بيټرۍ ولري، چې چارج ډېر وساتي. واړه او ژر انتقالیدونکي چارجرونه هم دویم لومړیتوب دی.
دلته به ستونزمنه وي، چې یو متحدالمال موبایل وښودل شي، خو نوکیا او ایفون موبایلونه د استعمال د مواردو په پام کې نیولو سره د مدیرانو لپاره مناسب موبایلونه دي. یو شمېر کسان Sony Xperia Z3 Dual او داسې نور موبایلونه وړاندیز کوي، چې هم یې بيټرۍ دوامدارې دي او هم ډېر مقاوم دي.
په هرحال دا ستاسې د کار په چاپېریال او مدیر پورې اړه لري، چې څه کار کوي او څنګه ټېلېفون ورته مناسب دی. ( ژباړه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.