
روسی دیمتري کامنشچیک د عمر په لحاظ له کشرو میلیاردرانو څخه دی چې په لږ وخت کې یې میلیاردونه ډالره پانګه ترلاسه کړې ده.
نوموړی د ۱۹۶۸ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۶ نېټه د روسیې په «یکاترینبورگ» سیمه کې زېږېدلی دی.
له ښوونځي وروسته یې د مسکو پوهنتون د فلسفې او اقتصادي ټولنپېژندنې په برخه کې زده کړې کړې. لا د مسکو پوهنتون محصل و چې کاروبار یې پیل کړ.
په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې یې د سوداګرۍ او کاروبار د پيل په توګه یوه الوتکه اجاره کړه. دې الوتکې به چې باري وه له چین څخه روسیې او له روسیې څخه چین ته سوداګریز توکي لېږدول. کاروبار یې ورځ تر بلې پراختیا موندله او په ترلاسه کړو پیسو یې د «Domodedovo » په نوم د مسکو په یوه خصوصي هوايي ډګر کې د توکو د لېږد یو ترمینل پرانیست.
دیمتري د خپلو هڅو په پایله کې بلاخره د دغه هوايي ډګر کنټرول ترلاسه او ځان یې ستر ونډه وال کړ. «Domodedovo » په روسیه کې لومړنی او تر ټولو ستر خصوصي هوايي ډګر دی چې دیمتري او والري کوګان یې مالکین دي.
په رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د مدیریت د هغې بڼې په برکت چې کامنشچیک د دغه هوايي ډګر لپاره وړاندې کړه، دا هوايي ډګر په روسیه کې تر ټولو پر ستر هوايي ډګر بدل شو چې ګڼ کسان یې له لارې تګ راتګ کوي.
دا نه یوازې په روسیه بلکې په ختیځه اروپا کې یو له سترو هوايي ډګرونو شمېرل کېږي. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې یوازې تېر کال د دغه هېوايي ډاګر له لارې ۳۰ میلیونه مسافرو تګ راتګ کړی دی. دغه کچه په ۲۰۱۲ کال کې ۲۸ میلیونه وه.
دیمتري یو له هغو میلیاردرانو شمېرل کېږي چې کاروبار یې په خورا چټکۍ پرمختګ کوي او پانګه یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د نوموړي پانګه د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې یو میلیارد ډالره وه او په دې توګه یې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۱۳۴۲ ځای درلود.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې چې د هر کال په مارچ میاشت کې ابډېټ کېږي او اوسنۍ شمېرې یې ښايي د تېر کال د مارچ وي، د دیمتري پانګه دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره ته رسېدلې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۴۹ ام او په روسیه کې ۶۸ ام ځای لري.
ده واده کړی، یو اولاد لري او د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.