د حضرت نبي کریم (ص) له نبوت څخه مخکې شیطانانو آسمان ته نیږدې یو تمځای جوړ کړی وو ، هغه ځای ته به تلل ، د پرښتو خبرې به یې اورېدې او له هغو خبرو سره به یې ډېر درواغ یو ځای کول ، کوډګرو او فالبینانو ته به یې ویلې او کوډګرو به د ځمکې پرمخ هغه خبرې خلکو ته کولې ، دا وو چې حضرت رسول الله (ص) را ښکاره شو او الله (ج) هغه (ص) ته نبوت ورکړ ، نو په ناڅاپي ډول شیطانان او پېریان یې له آسمان څخه منع کړل ، نو چا جرئت درلو ، چې د آسمان لوري ته لاړ شي ، که چېرې څوک به لاړه نو د اور په سکروټو به ویشتل کېده . یوه ورځ ټول شیطانان او پېریان شیطان ته ورغلل او ورته وې ویل ، څه پېښ شوي ، چې اوس موږ آسمان ته نشو تللی ؟ شیطان وویل : ضرور د ځمکې پرمخ کومه پېښه را منځته شوې ، چې تاسو آسمان ته نه شئ تللی ، اوس تاسو ځمکې ته لاړشئ او د ځمکې پرمخ له هر ښار ، هرې کوڅې او له هرې آبادۍ څخه یوــ یو موتۍ خاوره را واخلئ ماته راشئ ، ترڅو زه تاسو ته ووایم ؛ چې په کوم ځای څه خبره او تازه پېښه را منځته شوې ده ، شیطانانو د دې خبرې په اورېدو سره د ځمکې پرمخ تیت شول او د ځمکې له هرې برخې څخه یې خاوره را واخیسته او شیطان ته راغلل . شیطان د هرځای خاوره لومړی بوی او وروسته به یې پرځمکه غورځوله او ویل به یې ، چې په دې ځای کې کومه تازه پېښه نه ده را منځته شوې . کله چې یوه پېري تهامه یانې د مکې معظمې د یوه ځنګله خاوره شیطان ته وروړه ؛ شیطان خاوره بوی کړه او وې ویل : هره پېښه چې ده په همدغه ځای کې ده . هغه ځنګله ته ورشئ او ماته یې خبر راوړئ ، چې په هغه ځای کې کومه نوې پېښه را منځته شوې ده ، کېدای شي کوم پیغمبر مبعوث شوی او د ځمکې مخ ته راغلی وي . شیطان د نوي خبر د راوړلو له پاره هغه پېریان ، چې په خپل قوم کې سرداران ول د مکې معظمې هر لور ته ولېږل او ورته وې ویل : تاسو لاړ شئ او خبر راوړئ ، چې هلته څه پېښه را منځته شوې ده . کله چې پېریان د عکاظ بازار ته څېرمه د حجاز په میدان کې د خرماوو ونو ته ورسېدل ، ګوري چې یو کس ، چې ښکلې او نوراني څېره لري له څو نورو کسانو څه لولي ، پېریان هغوی ته ورغلل او په خپل منځ کې یې وویل ، چې د همدې خبرو له امله مونږ له آسمان څخه منع شولو ، یوه پېري وویل : چپ شئ او غوږ شئ ، چې دوی څه وایي . هغه کس حضرت محمد (ص) وو او له خپلو صحابه کرامو (رض) سره یې یوځای د سهار لمونځ ادا کاوه ، د قرات پر مهال پېریان حاضر او په ډېرې خاموشۍ او ډېر ادب سره یې تلاوت واورېده . د سهار مهال د قرآن عظیم الشان ښکلی او نوراني تلاوت او هغه هم د حضرت نبي کریم (ص) په خوږه ژبه په پېریانو یې ډېره اغېزه وکړه ، هغوی د دې له پاره راغلي ول ، چې شیطان ته د دې پېښې په اړه خبر ورکړي ، خو دلته کیسه بل ډول شوه ، د شیطان له لوري را لېږل شوو ټولو پېریانو د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمانان شول ، چې الله (ج) په قرآن عظیم الشان کې داسې فرمایلي دي :
قل اوحی الی انه استمع نفر من الجن فقالوا انا سمعنا قراناً عجبا یهدی الی الرشد فامنا به
د پېریانو یوې ډلې د قرآن پاک د تلاوت په اورېدو سره وویل : موږ هېڅکله داسې تلاوت نه دی اورېدلی ، دا هدایت خامخا د الله (ج) په کلام کې دی ، موږ پر الله (ج) ایمان راوړ .
د شیطان جاسوسانو ایمان راوړ او مسلمانان شول . د حضرت نبي کریم (ص) حضور ددې لامل شو ، چې دوی مسلمانان شي او نبي کریم (ص) دوی خپل قوم ته د تبلیغ له پاره ولېږل .
نور بیا .....
وروستي