
د مور درواغ:
یو چا د مور په درواغو فکر کړی او ځینې یې چې په یاد ورغلي داسې یې لیکلي: زویه وخوره زه وږې نه يم... زویه دا ټوټه مې تا ته ساتلې زما کله ورسره جوړه ده... زویه دا وڅښه زه تږې نه یم... نه زویه ستړې نه یم... زویه خپل شته دې وساته، زه لا هم یو څه لرم... زویه زما کله آرام خوښيږي... نه زویه درد نه احساسوم...
پلار:
یوه نوي زوم او ناوې پریکړه وکړه چې هیچا ته به دروازه نه پرانیزي، د زوم مور او پلار راغلل او له هر څه ډبولو سره سره يې دروازه پر مخ خلاصه نشوه بیرته لاړل، کلونه وروسته یو سړی د خپل زوی د کور د دروازې شاته په ریږدیدلو پښو ولاړ وو او په دستمال یې سترګې وچولې...
(ژباړه او لنډون)
خوبونه او کلی:
څو وخت کېږي چې د خوبونو په یوه خوندور راز پوهېدلی یم، هغه خټینې کوټې چې په ویښه يې لا په یاد نشم راوړلای په خوب کې هره پیښه په هماغو کې وینم...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ پنځه ویشتمه ، ډهلي – هندوستان
بې دلیلي:
ځینې وخت نشم کولای چې څه تشریح کړم چې ولې مې یو څه خوښیږي؛ کله به چې چا رانه پوښتنه کوله چې د ښونځي ټول زده کوونکي په ښکته لاره ځي او ته په بره لاره ځې دا ولې؟ دلیل مې نه درلود یواځې به مې ویل: خوښیږي مې بس...
د ښوونځي تصویر:
کله چې په ذهن کې د ښونځي انځور جوړوم په توره تخته د سولیدلي تباشیر سپین ګردونه، په ټولګي کې ګوډې او ماتې څوکۍ او د لیسې ټیټ سولیدلي دیوالونه انځورولای شم خو چې ډیر خوند ترې اخلم هغه وخت دی چې په باران کې یې انځور کړم...