کله چې الله (ج) شیطان له خپل دربار څخه وشاړه او لعنت یې پرې ووایه ، شیطان وویل: زه ستا د دې بنده ګانو د بې لارې توب په خاطر ستاسو د سمې لارې پر سر کېنم او ستا په بنده ګانو باندې به له مخکې او وروسته ، له ښي لوري او کین لوري به برید کووم . پرښتو،چې د شیطان دا خبرې واورېدې ، نو په زړونو کې یې وېره پیدا شوه ، هغوی عرض وکړ : ای الله (ج) ! رټلي شیطان د انسانانو له سمې لارې ایستلو هوډ وکړ او وې ویل ، چې زه به پر هغوی له څلورو لورو برید کووم ، خو یوازې دوه لوري پاتې دي ، چې هغه هم پاس او لاندې لوري دي ، الله (ج) وفرمایل : څلوري لوري د شیطان او دوه لوري زما ، هغه له څلورو لورو زما پر بنده باندې د هغه د بې لارۍ له پاره راځي ، کله چې زما بنده ستړی شو او پر ځمکه باندې په سجده پرېوت او خپل لاسونه یې د بښنې په موخه د آسمان لوري ته پورته کړل ، نو زه یې له ټولو ګناهونو تېرېږم او ورته بښنه کووم .
نور بیا .....
وروستي