د ایډز(HIV) ناروغۍ پر وړاندې نوی واکسین جوړ شو

 
د سکریپس پوهنتون کارپوهانو دا په ډاګه کړې ده، چې د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د یوه داسې نوي واکسین په جوړولو بریالي شوي دي، چې په پایله کې یې خلک د نوموړې ناروغۍ نه په بشپړه توګه ایسار او بلکوي. د یادونې وړ ده، چې په دغه څیړنه کې د امریکا د بلابیلو پوهنتونو ډیرو کارپوهانو ونډه اخیستې ده.
سره له دې، چې د ایډز (human immunodeficiency virus) ویروس پر وړاندې دا دی څه نا څه دیرش کاله کیږي، چې په ټوله نړۍ کې ډول ډول درمل جوړیږي، خو دلته یو څو خبرې شته، هغه دا چې ویروس د نوموړو دوګانو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي او یا یې پر وړاندې خپل ځان ته بدلون او تغیر ورکوي(mutation)، چې په پایله کې ټولې دغه دواګانې پر ویروس تاثیر نه کوي؛ د ویروس دغه بدلونونه د همدې عامل دي، چې تر اوسه پورې داسې یوه ثابته دوا او درمل نه دي جوړ شوي.
د دغو نوو څيړنو په پایله کې، دغه نوي ازمایښي او تجربوي درمل چې eCD4-Ig نومیږي د ایډز ناروغۍ دواړه ویروسونه(HIV-1 او HIV-2) اساروي، بلاک کوي او په بشپړه توګه یې خنثی کوي. همدا ډول کارپوهان په دې بریالي شوي دي، چې د دغې نوې دوا په وسیله ټولې هغه بیزوګانې چې د څیړنو لاندې وې او هره ورځ یې وینې ته د نوموړې ناروغۍ ویروسونه پچکاري کولې بلک او اسارولو، چې دا په خپله په دې مانا ده، چې دغه واکسین به ټول وګړي د دغه ناروغۍ نه وساتي.
کارپوهانو په ډاګه کړې ده، چې دغه نوی واکسین به له خیره د ۲۰۱۵ ز کال په وروستیو کې ټولو هغه روغتونونو ته ورکړل شي، چې د ایډز ناروغانو سره مرسته کوي.