د زېږيدنې د کليزې په پلمه

 
هو، نن مې د زېږدنې کليزه ده! څو لسيزې وړاندې مې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. ښايي ډيرو به زيري اخيستي وي، ځکه په کورنۍ کې هلک پيدا شوی و. خو خير دا خو زموږ د ټولنې يو دود دی، له دې سره زما کار نشته!
زه هم چې دې نړۍ ته راغلم، د نورو په شان په ژړا به راغلی وم، خو زما ياد نه دي. وايي د ماشومانو دغه ژړا له ويرې وې. رښتيا هم له يوه کوچني ماحول نه يوې لويې نړۍ ته راتګ به له ويرې سره مل وي؛ دلته هر څه بل ډول دي، نړۍ لويه او ستونزې يې هم لويې. هر څوک له موره شهزادګان، شيخان او جنتیان نه دي زيږيدلي، لږ خلک نيکمرغه او زیاتره يې بدمرغه. خو په دې هکله به هم ډيرې خبرې نه کوم!
خو نن زما د زيږدنې کليزه ده، چا ته به ياده وي او چا ته به نه وي. خو که زما پلار سواد نه درلودی، نو ما ته به هم مالومه نه وای. خو اوس چې مالومه ده، ځينې به وايي ولې يې نه لمانځې او ځينې به وايي، دا غير اسلامي کار دی. که څه هم د خوشالۍ لپاره د پلمې موندل خو راته بد نه ښکاري، خو زه يې دا ده په بل ډول لمانځم، يو څو کرښې ورباندې ليکم او له نورو خبرو به يې تير شم!
هو، زما د زيږدنې کليزه ده! دا ارمان به ما هم کړی وای، چې اوسني عقل مې لومړی وای. خو دا ناممکنه غوښتنه ده، زه به بيا ماشوم نه وای، له دې خونده به محروم وای. خو د پرون ډير ناممکن نن ممکن دي، ښايي د نن ناممکن به هم سبا ممکن وي. د مطلق حکم کول نو زما حق ندی!
خو نن دا ده، زما د زېږيدو ورځ ده او زه خپل تير عمر ته ځغلنده نظر کوم؛ څومره ډير کارونه وو، چې ما بايد کړي وای خو نه دي مې کړي، څومره ډيرې تيروتنې مې کړي، چې بايد نه وای مې کړې. خو د نن ورځې تيورۍ بيا بل ډول دي او وايي، چې له تيروتنو نه زده کړه کيږي! خو زما دا خبره خوښه ده، چې وايي: هر څوک تيروتنې کوي، خو هوښيار هغه دی، چې لږې تيروتنې وکړي. خو په دې فلسفي بحثونو به هم چا ته څه په زبات ونشم رسولی. ترې تيريږم!
دا سمه ده، چې زما د زېږيدو ورځ ده، خو زه يوازنی نه يم، چې په دې ورځ نړۍ ته راغلی يم؛ ډير خلک دنيا ته راغلي او هر يو يې د زيږيدو ورځ لري او دا داسې څه نه دي،چې يوازې زه يې لرم.  دا وګړي دومره زيات شوي، چې دنيا ترې ډکه شوې. هر څه مخ په کميدو دي، ځنګلونه له منځه ځي، د څښاک اوبو کموالی رامنځته کيږي، د استوګنې، د طبيعي زيرمو او ... . خو پر دې به هم ډير نه غږيږم، بيا به ځينې نيوکه راباندې وکړي، چې روزي رسوونکی خدای (ج) دی، ستا يې څه کار دی؟! خو نه يوازې روزي رسوونکی، بلکې عقل ورکوونکي هم دی! په دې هکله خو بايد پټه خوله پاتې شم، ځانته به جنجال نه ګورم!
خو نن په هر صورت زما د زېريدو ورځ ده او زما د زيږيدو ورځې سره مې د پلار يوه خبره راياده شوه، چي ويل يې: يوه سړي باندې چا زيری وکړ، چې زوی دې پيدا شو. دغه سړي يو عجیبه ځواب ورکړ: « مبارکي ما ته مه راکوئ! اول يې خدای ته ورکړئ، چې يو بنده يې زيات شو! بيا يې پيغمبر ته ورکړئ، چې يو امت زيات شو! بيا يې بادشاه ته ورکړئ، چې يو رعيت يې زيات شو! او بيا يې انګريز ته ورکړئ، چې يو ايجنټ يې زيات شو!»
هو نن مې د زېږيدو ورځ ده سبا به د تلو ورځ وي؛ خو نيمکرغه به هغه وي، چې په دواړو نيټو کې د خلکو په ياد وي او په ښه سره ياد شي. ميړني دي چي ياديږي ...
خلکو تاسې په کې څه وايئ؟؟؟
په درنښت                 
د ۱۳۹۳ کال د سلواغې ۲۸ مه