
محمد انور(آڅړ) نیټه: ۲۹/۱۱/۱۳۹۳، ه،ش
دولتي ترهګري(تروريزم)
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ د ډیودنډ تړون په اړه د امیر ویاړ؛حقوقي اړخونه؛ د لرو پښتنو غبرګون:
(۱)ــ د ډیورنډ تړون یوازې له یوه تن امیرعبدالرحمن خان سره د انګریزانو د نړیوال ترهګر دولت لخوا د پوځي زور پر بنسټ لاس لیک شو:
کله چې انګریز پلاوی د ډیورنډ تر مشرۍ لاندې کابل ته راورسید او تر څلوېښتو ورځو پورې په کابل کې ؤ، په داسې حال کې چې د انګریزانو یوه فرقه عسکر د کرښې آ خوا د تیارسئ په حالت کې اوسیدل، نو انګریزانو یوازې یوه غوښتنه وه داسې چې:«د انګریزانو لخوا دې په ترتیب شوي تړون او نقشه باندې لاس لیک وشي، کنه نو د دواړو دولتونو ترمنځ به مناسبات غوڅ شي» په دې مانا چې جګړه به پېل کړي، بل شرط په منځ کې نه ؤ،... له بلې خوا د افغانستان خلک ډاډه وو او فکر یې کولو چې امیر له خپل ټینګ دریځ څخه نه تیریږي، ځکه چې امیر د (زمري) په شان، یو اوسپنیز سړی دی نو هغه څه چې امیر له انګریز ډیورنډ سره ترسره کړل او د هیواد خلک یې خبر نه کړل (له ملت سره یې مشوره ونه کړه) چې له امله یې یو ځل بیا لوی تاریخي مسؤلیت پر غاړه واخیست.
امیر د تل په شان بې له دې چې د خپلو خلکو څخه رایه واخلي، یا د خلکو له استازو سره خپل نظر شریک کړې او یا هم د خپلو درباریانو څخه مشوره واخلي په یوازې سر یې تړون یې لاس لیک کړ، ده کومه ځانګړي او یا کومه عمومي جرګه جوړه نه کړه چې د خلکو له رایو څخه یې استازیتوب کړی وای او خپله هغه خبره یې ثابته کړه چې ویلي یې وو «... له هغې ورځې راپه دیخوا، تر نن ورځې پورې مې هېڅ کله له مشاورینو څخه صلاح[مشوره] نه ده اخیستي ... او کوم مشاور او دوست نه لرم ...»
(۲)ــ د ډیودنډ تړون په اړه د امیر ویاړ او ستاینه:
که له یوې خوا انګریزانو پر امیر باندې زور اچولی ؤ نو له بلې خوا امیر د خپل قدرت د سا تلو لپاره تړون لاس لیک کړ او وروسته د تړون له لاس لیک څخه یې یوه لویه غونډه راوبلله او خلک یې د ترسره شوي عمل سره مخ کړل، انګریز ډیورنډ د دا ډول غونډې په رابللو او په هیواد کې د تړون د خپرولو په اړه ډېر ټینګار کولو ترڅو دغې له زهرو ډکې معاهدې ته قانوني بڼه ورکړي.
امیر په دغه غونډه کې د انګریزانو پلاوي پر وړندې اوږده وینا وکړه نوموړي وویل:« ... هر ملت د خپلو دښمنانو پر وړاندې دوستان لري، مګر نن ورځ افغانستان هم یو لایق دوست او شریک وموندلو، البته د ګټې او زیان په وخت کې(!) موږ لازمه وبلله چې پخپل منځ کې پوله وټاکو او کوچني اختلافات له منځه یوسو، ما د انګریزانو له دولت سره خبرې وکړې او ستاسو د هیواد شمالي پولې مې له روسانو سره د دوی په واسطه وټاکلې، دا شان ستاسو د هیواد غربي پولې یې هم له ایران سره وټاکلې... .
امیرعبدالرحمن خان په دغه غونډه کې خلکو ته د هیواد د خاورې د خرڅولو په هکله ښه په نره داسې وویل:«... تړون چې د پولو د ټاکلو په تړاؤ لیکل شوی ؤ زما لخوا او د سفارت لخوا مهُر او لاسلیک شو او په تړون کې دا هم ذکر شوي دي چې د افغانستان دولت د خپلې دوستۍ له امله د ځینو ولایتونو له ادعا څخه چې وړاندې یې یادونه شوي وه تېر شو، نو د دغې همغږي په بدل کې هغه نغدي مرسته چې په کال کې دولس لکه روپۍ د هندوستان دولت لخوا ورکول کیدله وروسته له دې به په کال کې اتلس لکه روپۍ ورکول کیږي. (په دې مانا چې د هیواد خاوره یې په۱۸۸۰،ز کال کې د دولسو لکو روپیو او په دوهم ځل یې د شپږو لکو روپیو په بدل کې خرڅه کړه)
امیر ته چې دا ډول ناوړه او خاینانه عمل له پامه ښه ورغلی ؤ، وروسته د تړون له لاس لیک څخه یې د خدای شکر پر ځای کړ:«... د خدای شکر مې پر ځای کړ چې د دغو دؤ دولتونو تر منځ چې د دوستۍ کوم اړیکي موجود وو، لاپسې ټینګ او زیات شول او دواړو غاړو موافقه وکړه او هم له سرمارتیمرډیورنډ او د هغه د سفارت له غړو څخه مننه کوم چې خبرې آترې یې په عاقلانه توګه پای ته ورسولې.
په پای کې امیر انګریزي پلاوي ته د دغه تړون له امله د ستاینې نښانونه ورکړل او له دوی څخه یې مننه وکړه... امیر د تل لپاره د تړون د پایښت دوعا کوي او وایي:« له خدای څخه غواړم چې دا امنیت او دا تړون تر ابده پورې پاتې شي(*).
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- (*) د امیر لخوا د انګریزانو ستایل او د هغوی تقدیرول د هغې مشهورې کېسې په شان ده چې وایې: له یوه بې غېرته سړي څخه بل سړي ښځه تښتولي وه نو څه وخت وروسته د هغې ښځې، له دوهم غېرې مشروع میړه څخه یو زوی پیدا شو، نو کله چې د ښځې پخوانی میړه خبر شو چې تللي ښځې یې زوی زیږولی دی نو په ډېرې خوشاله سره یې غوړه ډوډۍ (ټیکالۍ) او پاخه چرګان یاني خوانی، په خپل سر باندې کیښود او کور ته یې وروړ!! .
اخځ لیکونه:
میرغلام محمد (غبار): افغانستان در مسیر تاریخ.
امیرعبدالرحمن خان: تاج التواریخ.
پاتې برخه بیا خپریږي