غزل

 
چې پرون مې دى لېدلى نن مې هېر دى!
نو ارمان مې د لېدلو ولې ډېر دى؟

ستا د حسن اندازه ده ډېره گرانه
نه په ناف دى نه په تول او نه په شمېر دى

د  ارمان پوره کولو چل يې هم زده
خير دی خير دی که د زړه په وړلو شېر دى

څوک افتاب شي څوک مهتاب او څوک شهاب شي
دغه من دى دغه پاو دى هغه سېر دى

ستا په نام دى له خپل کوره راوتلی
ستا په مينه کې ساده له هر څه تېر دى.

 
١٠/١٠/١٣٨٥
حيدرآباد