د شیطان کیسې / شلمه او یوویشتمه کیسه

 
شلمه کیسه:
   یوه ورځ شاه عبدالقادر (رح) ولیدل ، چې یو نور په دې کچه رڼا یي کوي ، چې رڼا یې تر آسمانه رسېږي ، نو له دې نور څخه یو جسم را ښکاره شو او له هغه څخه یو غږ واورېدل شو ، چې ویل یې : ای عبدالقادر ! زه ستا خدای یم او زه له تا څخه ډېر خوښ یم . له دې وروسته مې ټول حرام څیزونه پر تا حلال وګرځول ، حضرت عبدالقادر (رح) د دې خبرې په اورېدو سره وویل : اعوذ باالله من الشیطان الرجیم ، د دې کلمې له ویلو وروسته نور په یوې دوړې بدل شو ، نو له یادې دوړې څخه پر ده باندې غږ وشو ، عبدالقادر ! زه شیطان یم ، ته زما له دې چل او دوکې څخه وژغورل شوې ، کنه نو ما په دې سره اویا کسان له سمې لارې ایستلي دي .
یوویشتمه کیسه:
   یوه شپه حضرت ابو سعید خراز (رح) خوب ولید ، چې یو لرګی یې را اخیستی او د شیطان د وهلو په موخه هغه پسې منډې وهي ، چې شیطان ورته وایي : ای ابوسعیده ! زه ستا له دې لرګي څخه نه وېرېږم ، زه یوازې له هغه کس څخه وېرېږم ، چې په زړه کې د الله (ج) د مینې رڼا خپره وي ، په الله (ج) مې دې قسم وي ، چې له هغې رڼا څخه وېرېږم.
نور بیا .....