
موږ کېدای شي له بل خطرناک حالت سره مخ شو
د تهران په شمال کې یو موټر چلونکي په خپل موټر کې د هوايي ځواکونو دوه ډګروالان له خپلو کورونو پورته کول او د دندې پر لور یې بېول. د ۱۹۷۵ کال د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه ډګروال پاول شیفر خپلې مېرمنې او ۲ ماشومانو ته په دروازه کې خدای په اماني وویله او ده ته په تمه موټر ته ور وخوت. د هغه بل همکار ډګروال جک ټورنر چې مېرمن یې خپل دری ماشومان ښوونځي ته د تلو لپاره چمتو کړي وو. ۴۵ کلن ډګروال شیفر د اوهایو ایالت د ډیټون د سیمې اوسېدونکی و. ټوکر هم ۴۵ کلن و او هغه د الینوویس ایالت د کاربونډالي سیمې و، دواړو په ایران کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي ماموریت لپاره کار کاوه. امنیت د هغو امریکایانو لپاره چې په ایران کې اوسېدل، د هغو امریکايي ډیپلوماتانو او پوځي افسرانو په څېر خطرناک شوی و چې د هغوی لپاره جلا جلا چلوونکي او ساتونکي ګمارل شوي وو.ان ټیټ پوړي کارکوونکي هم له کار څخه په ګولۍ ضد موټرو کې چې ان هندارې یې هم ګولۍ ضد وې لېږدول کېدل،
د حکومت پر ضد په وروستیو نا ارامیو کې چې د مسلمانو تندلارو او د پهلوي دولت پرضد د چپ اړخو لخوا سمبال شوي وو د مړو شمېر تر ۲۰۰ واوښت. په وروستیو څو اونیو کې دوه حکومتي چارواکي په پلازمېنه تهران کې ووژل شول او ۹ ځوان بندیان د ایوین په زندان کې پر ډزو ووژل شول. د مې میاشتې په درېیمه، چهارشنبې تهران له واشنګټن څخه د شاه د راستنېدو لپاره له سره وینځل کېده او پاکېده. د ډګروالانو موټر چلوونکو تصمیم ونیو چې له عمومي لارې یوه فرعي سړک ته په تاوېدو سره له ګڼې ګوڼې ځان بچ کړي، کله چې دوی یوې خواته شول نو دلته ۳ کسان راغلل چې ډېر په غوصه وو «یوه موټر د دوی د موټر مخه بنده کړه او بل د دوی موټر د شاه لخوا وواهه» د سفارت په یوه رپوټ کې راغلي چې «۳ وسله وال په موټر را نازل شول او په ایراني موټر چلوونکي یې چیغې کړې چې پر ځمکه څملي او ناببره یې پرې ډزې پیل کړې. وروسته دوی په درېیم موټر کې سپاره شول او ولاړل. دوی د ۲ امریکايي وژل شویو افسرانو له وینو لړلو جسدونو سره یوه تبلیغاتي پاڼه پرېښوده چې په کې د دوی د وژنې په اړه خبرې لیکل شوې وې». په دغو وژنو پسې په مشهد کې د امریکا په کلتوري مرکز کې بمي چاودنې هم وشوې.
ددغو ۲ امریکايي افسرانو وژنه د هغو ۹ ځوانانو د وژنې په غچ کې وشوه چې په وروستیو کې په ایوین زندان کې پر ډزو ووژل شول. دا ټولې چارې د دې لامل شوې چې شاه له خپل پلان دمخه بېرته ایران ته راستون شي او دا شاه ته د یوه خبرداري په معنا وه چې ګنې د هرې ورځې په تېرېدو په ایران کې د امریکایانو پرضد احساسات ورځ تر بلې په ډېرېدو وو. د امریکا سفیر هلمز په پلازمېنه تهران کې د ټولو اوسېدونکو امریکايانو د امنیت د خوندیتوب د مسلې پراخه ارزونه پیل کړه. سفیر هلمز وویل: «هلته زما لخوا ډېره اندېښنه وه، ما داسې احساس کړه چې په تهران کې د امریکایانو حضور مخ پر ډېرېدو دی. داسې ویل کېدل چې کله زه ایران ته ولاړم نو هلته ۱۰ زره امریکايان اوسېدل. زه فکر کوم یو مهال دغه شمېره له ۴۰ زرو واوښته. ما داسې حس کړه چې دا غلط او غیر اړین حضور و. ما هڅه وکړه چې د امریکایانو دغه حضور کم کړم.»
ایران په انسانانو او موادو ډک هېواد و چې د اسیا په سوېل کې د پای ته رسېدلې جګړې او پر ترکیه د امریکايي وسلو د بندیز د اغېزو د ښکارېدو له کبله یې د یوه تیاتر یا نندارتون بڼه غوره کړې وه. هلمز وویل «لکه چې هر څه په ترکیه کې پای ته رسېدلي وو. نو دلته په ایران باندې دا فشار و چې له دغو مختلفو وسایلو فزیکي ګټه پورته کړي او کارونه یې پیل کړي. په ځانګړي ډول دوه کاله وروسته چې کله زه په تهران کې وم ما هڅه وکړه چې له دې مسلې سره مبارزه وکړم ما داسې فکر وکړ چې په ایران کې له پوځي او نورو اړخونو ډېره پانګونه یوه تېروتنه وه. دلته په ایران کې وسایل بېخي ډېر وو او د امریکا ښکېلتیا هم بېخي پراخه شوې وه.» سفیر هلمز هڅه کوله چې په ایران کې د امریکایانو نښې او شته والی کم کړي، ځکه چې د ده په باور دغه پراخ شتون ډېره ګټه نه درلوده. هغه ټینګار وکړ چې « ما د سولې له هیأت سره په لاره تلل پیل کړل» د سولې پلاوی د امریکا د حکومت هغه اداره وه چې د ایرانیانو په منځ کې ېې ښه باور او احترام ترلاسه کړی و. په دې اداره کې یو کم شمېر امریکایانو او شاوخوا ۱۴۲ تنه رضاکارانو د مختلفو ژبو د زده کړې په پروګرامونو کې کار کاوه.
د اصفهان ښار د ګرومن او بیل چورلکو د کارکوونکو د اوسېدو تم ځای او دارنګه د هغو ایرانیانو مرکز و چې د امریکا د حضور پرضد و. ایرانیان په ځانګړي ډول د هغې پېښې له کبله سربداله شول چې امریکايي وګړو د شیعه مسلمانانو یو جومات ته سپکاوی وکړ. په ۱۹۷۵ کال کې یوه ورځ «دری امریکايي مېرمنو چې له زنګانه پورته لنډ پرتوګونه یا شورټس او نیم لوڅې جامې یې اغوستې وې د جمعې د لمانځه یوه پخواني جومات ته ور دننه شوې. دوی په زوره زوره خندل، ناسمې تاوېدې را تاوېدې او په زوره زوره په خپلو کې غږېدې، دوی ډېرو سپېڅلو ځایونو ته په خپل سر ور دننه کېدې او چکر یې په کې واهه» د بیل د چورلکو کار کوونکو به د خپلې بېکارۍ پرمهال «خپل وخت د شرابو په څښلو، جګړو او ان دغه جومات ته په ور دننه کیدو او په کې د موټر سایکلونو پر ځغلولو تېراوه» د جومات په خواکې به د عبادت کولو له یوې بلې خونې امریکايي تنکیو ځوانانو د موټرسایکلونو د ځغاستې لوبه ننداره کوله دا ډېره نادره چاره وه. داسې تصور کړی چې که د اوکلاهوما په ښار کې د سان انتونیو او یا بیپتیس په کاتولیکې کلیسا کې ورته چاره ترسره شوې وای نو څه به پېښ شوي وو؟ یو شمېر ښځو چې ټکري یا حجابونه یې پر سر وو د سړک پر سر د امریکايي نارینه وو لخوا درول شوې وې او تبلیغ ورته کېده. یوه امریکايي ډیپلوماټ وویل: « د امریکا دفاعي قراردادیان په دې وروستیو کې له سایګون( د سوېلي ویتنام له پلازمېنې ) څخه راغلي او دلته بیا پر دنده ګمارل شوي وو. دوی دلته د ژوند کولو خپل ډول درلود. ځینو یې د خپلو بارونو ښځینه ملګرې او جوړې د فحاشۍ تجارت ته راویستلې وې او دا منحوس کار یې پرې ترسره کاوه.» یو ایرانی موټر چلوونکی د یو امریکايي لخوا د کرایې له امله پر سر په ګولۍ وویشتل شو. ایرانیانو ته په خپل کور کې د پردیو امریکایانو لخوا سپکاوی کېده او ظلم پرې کېده. مذهبي عالمانو د تهران په بازار کې دا اوازه خپره کړه چې «امریکایانو د دوی جوماتونو ته سپکاوی کړی او د ایراني مېرمنو توهین یې کړی دی»
په تهران کې یوه پخواني امریکايي سفیرارمین مییر وویل: «دا هغه څه وو چې د دوی مشرانو نیکسون او کیسنجر تېروتنه کړې وه.» مییر یو له هغو زړو امریکایانو څخه و چې د ۱۹۷۰ یمو کلونو په نیمايي کې له ایران څخه د لیدنې پر مهال د یوې پېښې د لیدو له کبله ډېر وېرېدلی و. مییر وویل: « دوی په زرګونو امریکایانو ته اجازه ورکړه چې ایران ته راشي. اصفهان د امریکایانو د عیش او نوش مرکز وو. د دغو ټولو چورلکو مامورین یا کار کوونکي په دغه ښار کې را اورېدلي وو. ځینو یې له ځانه سره خپلې ویتنامۍ فاحشې هم راوستلې وې «زما تحلیل دا و چې دغه کلتوري مسئله په ایران کې د کړکېچ له رامنځ ته کېدو سره ډېره مرسته وکړه». په پنتاګون کې ددفاع وزیر جیمز سچلیزنجرته ورته خطرناک خبرداری راورسېد. هغه وايي « په ایران کې د امریکایانو چلند ډېر خطرناک اوغم پېښوونکې کچې ته رسېدلی وو. دغه امریکایان چې په ایران کې په پوځي مرکزونو کې میشت دي داسې چلند کوي لکه چې په خپله کومه مستعمره کې ژوند کوي خو دوی په دغه هېواد کې داسې ګرځي لکه چې په امریکا کې وي، مېرمنې په یوه نیکر او سینه بند کې اخوا دېخوا ځغلي.خو تاسو ښه پوهېږئ چې هغه ایران دی او هغه هم په ځانګړې توګه له تهران څخه بهر نورې سیمې، چې خلک یې تر اندازې ډېر محافظه کاران دي او د امریکایانو دغه ډول چلند د هغوی حساسیت زموږ پر وړاندې ډېروي».
هغه امریکايي وګړي چې په ایران کې ژوند کوي دوی په دغه هېواد کې خپلې ستونزې ښې درک او تجربه کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه تېلفوني کرښه له هغو امریکایانو سره د مرستې لپاره فعاله کړه چې له ټولنیزو او یا له رواني ستونزو اغېزمن شويدي او یا له هغو تنکیو امریکايي ځوانانو سره چې په نشه یي توکو روږدي دي مرسته وکړي. ځینو کورنیو شکایت وکړ چې دوی ایران ته د استول کېدو لپاره یوازې ۷ ورځې وخت ورکړل شو او نور ایران ته راوړل شول نو همدا دی چې دوی دلته له پراخو کلتوري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د ایران د کلتور او خلکو په اړه پوره معلومات نه لري. په ۱۹۷۶ کال کې د ګرومن د چورلکو شرکت خپلو کار کوونکو ته د فارسي ژبې د ټولګیو وړاندیز وکړ چې ژبه زده کړي. یو شمېر نورو شرکتونو خپلو کار کوونکو ته د لارښوونې لپاره کورسونه تنظیم کړل چې کلتوري ستونزې راکمې کړای شي. دوی د نویو راتلونکو امریکایانو لپاره د پېژندګلوﺉ پروګرامونه برابر کړل، خو دا پروګرامونه د ډېرو کمو خلکو لپاره ډېر ناوخته جوړېدل. په لاس انجلس کې د ایران د منابعو د مرکز مشرې بیټي چپمن وویل « کمپنیو ایران ته په ډېره او پراخ ډول د کار کوونکو استول پیل کړل» مېرمن بیټي وویل دوی هڅه کوله چې ایران ته له تلونکو کار کوونکو سره مرسته وکړي چې د ایران په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو دوی ته هېچا روزنه ورنه کړه. د چورلکو هغه پیلوټان چې د بېل د کمپنۍ لخوا ګمارل شوي وو په دې باور وو چې دوی سره په غیر منصفانه ډول له ډېر بد حالت سره مخ کړی شوي وو. دوی پر بیل کمپنۍ تور ولګاوه چې ایران ته په درواغجنو ژمنو راوستل او ورته وې ویل چې ښه کورونه به ورته برابروي. د دوی د ماشومانو لپاره به ښوونځي موجود وي او روغتیايی بیمه به ولري، خو د دوی په خبره چې په دې برخه کې لوی درواغ ورته ویل شوي وو او دا ډول خدمات دوی ته نه دي برابر شوي.
خطر هغه مهال پېښ شو چې دغو پیلوټانو ګواښ وکړ چې یوه ټولنه یا اتحادیه به جوړوي. د ایران د استخباراتو د ادارې راپور ورکونکي یا جاسوسان د دوی په غونډو کې ځای پرځای شول. سفیر هلمز دا رد کړه چې له پیلوټانو سره خبرې اترې وکړي او دا یې هغو ته روښانه کړه چې هغه له ایرانیانو سره د زړه له تله خواخوږي لري. د بیل کمپنۍ یوه مشر چارواکي د یوه پیلوټ مېرمنې ته وویل د ده کمپنۍ د ده د خاوند په څېر کسانو ته تر ډېره د کډوالو کار کوونکو په نظر ګوري.
په تهران کې د امریکا د سفارت له خوا په دغه هېواد کې د امریکايي وګړو د امنیت خوندیتوب د ارزونې رپوټ د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر او د وزارت لوړپوړو چارواکو ته د ۱۹۷۵ کال د جولای په ۷مه نېټه د سهار په ۸ بجو وړاندې شو. تر دې دمخه اونۍ کې ناپیژاندو وسله والو د امریکا د سفارت یو موټرچلوونکی د تهران ښار په لاندینۍ برخه کې پر دې ګمان چې ګنې د سي. ای. اې جاسوس دی پر ډزو وواژه. د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړپوړي چارواکي روی اترټون وویل: «پر بیروت سربېره تهران هم په ډېرېدونکي ډول د امریکايي وګړو د امنیت لپاره خطرناک شو او دغه ګواښ پر ډېرېدو دی.»
ده وویل: «موږ داسې رپوټونه درلودل چې د سفارت ۶۵ ممکنه کار کوونکي په دغه روان ماموریت کې د وژنې او قتل کولو له ګواښ سره مخ وو، چې لویه برخه یې افسران وو. داسې برېښېدل چې دغه کسان د هغو خلکو لخوا څارل کېږي چې له ګوریلايي ډلو سره اړیکې لري. دوی په دې وروستیو کې دوه روغتیايي افسران ووژل او دا په لویه کې غیر ممکن وضعیت وو چې معامله ورسره شوې وای ځکه چې په ایران کې ډېر امریکايان اوسېدل او دوی د ښار په هره خواکې خپاره واره وو. په حقیقت کې دوی باید د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې کارونو او خپلو دفترونو ته تللي او راغلي وای. د همدې لپاره د دفاع وزارت تهران ته خپل کسان، ډېر وسایل، ذره یا ګولۍ ضد موټرونه راواستول.» ایرانیانو له دوی سره مرسته کوله خو هغه ډېره محدوده وه. دوی نشو کولای چې پرهرامریکايي ساتونکی ودروي. تقریبا داسې ښکارېده چې کېدای شي موږ په ایران کې بل خطرناک حالت سره مخامخ شو.»
کیسنجر د ښاغلي اترټون دغو سپارښتنو او رپوټ ته په پټه خوله غوږ نیولی و چې د څو هندي کلیمو په ویلو سره یې پای ته ورساوه. د بهرنیو چارو وزیر هنري د دغه رپوټ د پای ته رسېدو په اړه خپل نظر ډېر خلاصه او په یوه کلیمه کې ورکړ چې هغه وویل (همداسې ده؟).