
د ونډو په بازارونو کې سوداګري او د پانګو مدیریت هم یوه له هغو برخو ده چې ډېر خلک یې شتمن کړي دي.
یو له دغو کسانو اسرایل انګلنډر دی. نوموړی په ۱۹۴۸ زېږدیز کال د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په بروکلین سیمه کې زېږېدلی دی. د ده کورنۍ له پولنډ څخه امریکا ته کډواله شوې ده. د پلار د کورنۍ ټول غړي یې چې یهودان وو، په هلوکاسټ کې وژل شوي دي. دی هم په یوه یهودي مذهبي کورنۍ کې را لوی شو او د یهودانو دیني مدرسه یې ولوسته.
اسرایل لا په لېسه کې وه چې د ونډو سوداګري یې پیل کړه. په کالج کې د زده کړو پر مهال یې د پانګونې له یوه بنسټ سره چې اوس پر بانګ بدل شوی کار پیل کړ. په دغه بانک د ده اوښي کار کاوه او وروسته یې مشر هم شو.
دی په ۱۹۷۰ کال کې د نیویارک پوهنتون له مالي برخې فارغ شو. له پوهتنون تر فراغت وروسته یې د لومړي ځل لپاره فول ټایم دنده په والسټریټ کې د «Kaufmann, Alsberg & Co. » په نوم له کمپنۍ سره پیل کړه. په دې کمپنۍ کې له کار سره همهاله یې ماسټري پیل کړه، خو د بوختیاوو له کبله یې هېڅکله بشپړه نه کړه.
په کاوفمن کمپنۍ کې د کار تمرکز یې پر ارزښت لرونکو پاڼو و. له همدې تجربې پر ګټې اخیستو یې د «I.A. Englander & Co» په نوم یو بروکرېج هوس«هغه بنسټ چې د ارزښت لرونکو پاڼو د اخیستونکو او پلورونکو ترمنځ د زمینې برابرولو دنده پر مخ وړي» رامنځته کړ. دی اوس هم په دغه بنسټ کې یوه اندازه ونډه لري.
په ۱۹۸۵زېږدیز کال کې یې له یوه بل پانګوال سره په ګډه د پانګونې یو بنسټ رامنځته کړ. دغه بنسټ وروسته له دې منحل شو چې شریک یې په غیرې قانوني کړنو کې پر لاس لرلو تورن شو.
په ۱۹۸۹ کال یې یو ځل بیا په شراکت د میلونیم په نوم د پانګونې او تامینولو یو بنسټ رامنځته کړ. یو کال وروسته یې شریک ورسره شراکت پرېښوود او کاروبار ده ته یوازې پاتې شو.
دغه بنسټ اوس هم د اسرایل د پانګې برخه ده چې څه باندې ۱۵۰۰ کارکونکي او په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۲ دفترونه لري.
د میلیونیم په نوم دغه بنسټ اوسمهال تر ۲۳ میلیارده ډالره ډېره پانګه مدیریت کوي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د اسرایل انګلنډر پانګه اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیواله نوملړ کې ۴۴۰ ام او په امریکا کې ۱۶۶ ام ځای لري.
ده واده کړی او دری اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.