
اراده:
ویل يې له دا یوه کال راهیسې مې ورځني یادښتونه نیول، اوس چې کله د تیر کال د کتابچې یادښتونه لولم له ځان سره قسم خورم چې دا ځل به هغه ډول چانسونه له لاسه نه باسم. ما یې سترګو ته وکتل او پوښتنه مې ترې وکړه چې د نن ورځې لیکنه دې چمتو کړې، تندي ته يې ټک ورکړ ویل يې نه، خو لا هم وخت شته لږ صبر راته وکړه...
خیر:
ماشوم خپل پلار د کور په دروازه له ننوتلو سره سم ودراوه، پلار هم خپل د کار بکس خوا ته کیښود او ځوی یې په غیږ کې واخیست. ځوی پوښتنه وکړه: پلاره ستا یو ساعت تنخوا څو کیږي؟ پلار بیرته ځوی په ځمکه خوشی کړ او ویې ویل: ولې بیا دې څه شي ته زړه شوی؟ زوی بیا پوښتنه وکړه: څو کیږي؟. پلار ځواب ورکړ: سل افغانۍ. ځوی یې په سوچ کې شو او د لاس په کوچنیو ګوتو یې حساب وکړ او پلار ته یې وکتل او ویې ویل: سبا یو ساعت ناوخته راشه زه به د صابر نیکه ته لس تودې ډوډۍ واخلم...
ستونزې:
نن مې غوښتل په خپله پخلی وکړم، ملګری مې راغی راته ودریده او سوړ اسوېلی یې وایست او ویې ویل: یاره نور نو له دغه ژونده ستړی یم، له کار، پوهنتون او ملګرو ټولو نه... ما ویل کیک دې خوښيږي؟ ویل: هو. ما ویل دا غوړي دې خوښيږي چې ويې څښې؟ ویل نه، ما ویل دا هګۍ دې خوښيږي چې ويې څښې؟ ویل: نه، ما ویل دا اوړه څرنګه؟ ویل: نه... له دې سره یې وخندل او ویې ویل غواړې ووایې چې زما ستونزې هم په تنها تنها بد خونده دي خو که په لاره برابرې شي کیک به شي؟ زه یې نه منم...
حرص:
د یوه لویدیځوال لیکوال داستان مې لوست، یو ځای له یوه کرکټر نه پوښتل شوي چې یوه هیله وکړه چې درته پوره یې کړم، هغه هیله کړې چې دوه نورې هیلې یې ومنل شي، بیا یې په دې دریو هیلو درې نورې هیلې کړې...
تنهايي:
ویل یې ټوله ورځ په کور کې یواځې وم او په دې لیرې ملک کې مې په خپله مساپرۍ او سخت ژوند فکر کاوه او وطن مې په سترګو کې ګرځیده، خو چې د ښونځي د رخصت کېدو وخت شو زړه مې ښه شو، پورته شوم خوندور وطني خواړه مې جوړ کړل، خو لږ وړاندې له ښونځي راغلي وو، اوس ټول ويده دي وايي ته یې یواځې وخوره...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ څلور ویشتمه ، ډهلي – هندوستان