عدالت او انصاف


د هرات مدني ټولنه د ستایلو ده !
پرون یې د هراتیانو یو پراخ لاریون سازماندهي کړی و ، تردې مخکې یې له بیلا بیلو روا او قانوني لارو د هرات پر ولایتي اداره او مرکزي حکومت فشار راوړی او په هرات کې یې سمون راوستو ته اړ ویستلي دي .
په پروني لاریون کې یې د افغانستان بریښنا شرکت د هغې پریکړې په غبرګون کې ستره مظاهره وکړه چې د «یوه کیلو واټ ساعت » بریښنا لګښت بیه یې پنځه نیمو ( ۵،۵ ) افغانیو ته لوړه کړې ده.
خوستوال له څو کلونو راهیسې د «یوه کیلو واټ ساعت » بریښنا لګښت په مقابل کې څلویښت ( ۴۰ ) افغانۍ پرې کوي خو تر اوسه زموږ په شمول هیچا هم غږ نه دی پورته کړی ، په داسې حال کې چې خوست لږ تر لږه ۷۶ رسمي ثبت شوې مدني بنسټونه لري او تر ۲۵ پورې نا راجستر شوي نهادونه هم موجود دي .
لکه چې د خوست برښنا ریاست قطعآ د افغانستان برښنا ریاست پورې اړوند نه دی !؟
دبیلګې په توګه : 
د ټولو مخابراتي شبکو کریدت کارتونه په مرکز کابل ، د بدخشان په واخان د کونړونو په دانګام ، دبلخ په چاربولک ، دنورستان په واګل ، د هرات په غوریانو ، د هلمند په سنګین، د خوست په ځاځي میدان، د بامیانو په یکاولنګ او د افغانستان په نورو سیمو ، کلیو او بانډو کې په یوه بیه ورکول کیږي.
موږ د بریښنا لګښت بیه هم د هیواد په هره سیمه کې برابره غواړو !
عدالت او انصاف 
مننه
انګار