ټام لو؛ په زده کړو کې  له ناکامۍ په سوداګرۍ کې تر بریالیتوبه

په تقریبا هره ټولنه کې غالب ګومان دا دی چې د ژوند په هر ډګر کې بریالیتوب په زده کړو پورې تړلی دی. دا سمه خبره ده، خو دا هم واقعیت دی چې یوازې پر زده کړو ښه ژوند نه شي جوړېدلی. د فیسبوک د بنسټګر مارک زوګربرګ په څېر به تاسې هم یو شمېر داسې کسان پېژنی چې له تخصصي زده کړو پرته یې ښه ژوند جوړ کړی او ډېرې پیسې یې ګټلې دي.
که یو کس د زده کړو پر مهال له ناکامۍ سره مخ کېږي، هېڅکله د دې څرګندونه نه کوي، چې دغه کس د ژوند په ټولو برخو کې ناکام دی. امریکایی ټام لو چې بشپړ نوم یې «Thomas E. Love» دی، یو له هغو کسانو دی چې د زده کړو پر مهال له ناکامیو سره مخ شوی، خو د سوداګرۍ په ډګر کې یې ګڼ بریالیتوبونه ترلاسه کړي او نن میلیاردر دی.
نوموړی د ۱۹۳۷ زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کې د امریکا د متحده ایالتو په اوکلاهوما ایالت کې زېږېدلی دی. پلار یې وکیل و چې وروسته د یوې کمپنۍ مشر هم شو. ټام د ۱۳ کلونو و چې خپل کور یې د زده کړو په موخه پرېښوود او په یوه لیلیه ښوونځي کې یې زده کړې پیل کړې. تر ښوونځي وروسته یې په «St. John s University» پوهنتون کې زده کړې پیل کړې، خو د یوه سمستر تر بشپړولو وړاندې لا له پوهنتون څخه اخراج شو.
له دې ناکامۍ وروسته نوموړي د امریکا په سمندري ځواکونو کې دنده واخیسته او دری کال یې کار وکړ. کله چې یې له پوځ سره کار پرېښوود بیا یې د زده کړو پر لور مخه کړه، خو یو ځل بیا د اوکلاهوما په پوهنتون کې ناکام او اخراج شو.
دویمې ماتې له زده کړو د نوموړي زړه تور کړ او د سوداګرۍ فکر ورسره پیدا شو. ده له هوټلدارۍ سره مینه درلوده، خو د ګازو د سټېشنونو په برخه کې فرصت ورته برابر شو.
ده او مېرمنې یې په اوکلاهوما کې یو متروک د ګاز سټېشن په پنځه زره ډالره اجاره کړ او په دې توګه یې سوداګري پیل کړه.
کاروبار یې ورځ تر بلې پراختیا موندله او د ګاز د سټېشنونو ترڅنګ یې د پلورنځیو برخې ته مخه کړه.
د ټام او مېرمنې کاروبار یې اوس په امریکا کې د ګاز د سټېشنونو او پلورنځیو پر یوه امپراتورۍ بدل شوی چې د متحده ایالتو په ۳۹ ایالتونو کې ۳۰۰ څانګې لري.
ټام اوس هم د «Love s Travel Stops & Country Stores» په نوم کمپنۍ مشر دی او ټولې ونډې یې د هغه له کورنۍ سره دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ټام او مېرمن یې اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۳۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۴۳ ام ځای لري.
دوی دواړه څلور اولادونه لري چې دری یې له کمپنۍ سره کار کوي.
 
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.