
د ولسي ګټو اجماع چې له ایجاده یې ایله څو میاشتې تیریږي ، دخپل فعالیت په دا لنډه تنګه موده کې یې د یوه فعال مدني بنسټ په توګه د ولس د پوهاوي، بیدارۍ، انسجام او ګټو لپاره د پام وړ کارونه تر سره کړي دي .
د ولسي ګټو اجماع د خوست ولایت له پاکو ، رښتینو او با احساسه دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، روښنفکرانو، سوداګرو، ښوونکو، استادانو او د ټولنې دبیلا بیلو قشرونو له استازو سره د دوامداره اړیکو، لیدنو کتنو او سلا مشورو په رڼا کې د خوست د سیمه ایزو او ملي ستونزو او اهمو مسایلو په تړاو لویې او وړې غونډې، مطبوعاتي ناستې او نورې ډیرې منډې ترړې کړې دي، که د بیلګې په توګه یې یاد کړو ، د خوست ـ غلام لارې د رسمي ترانزیټ په اړه لویه خو باکیفیته راټولیدنه، خوست ته د وارداتي بریښنا د راغځولو په تړاو مطبوعاتي مبارزه او د خوست ولس د غږ اوچتول او د ولسي جرګې دهغه سلیقوي او پر شخصي ، سیاسي او له غرضه ډکه پریکړه اعتراضیه غونډه ، چې وړ ، مسلکي ، باتجربه او پر ځانونو متکي نوماند وزیرانو ته یې د باور رایې ورنکړې ، د ولسي ګټو اجماع له مهمو فغالیتونه څخه دي .
د ولسي ګټو اجماع مصممه ده چې د خوست دخلکو په ملاتړ ، دخوست ولس د ګټو او دوی ته د قانون په چوکاټ کې ، د ښو خدماتو دعرضه کولو او د دوی د ستونزو د اواري لپاره ،د ټولو هغو دولتي او نا دولتي ارګانونو او ادارو سره لیدنې کتنې وکړي او له کارونو یې ځان خبر کړي چې په خوست ولایت کې د کار او خدمت مسوولیت لري .
د ولسي ګټو اجماع به د خوست له خلکو سره د دوامداره تماسونو او نورو اغیزمنو فعالیتونو له لارې په اقتصادي ، ټولنیزو ، سیاسي ، امنیتي ، فرهنګي او د ژوند په نور برخو کې د خوست د خلکو ستونزې ، غوښتنې ، نیوکې ، ګیلې ، اندیښنې او شکایتونه راټول کړي ، د خوست بنسټیز لو مړیتوبونه په نښه او د تر ترتیب ، ارزونې او ځیړنې وروسته به یې د عملي اجرااتو په نیت د خوست دسیمه ایزې ادارې او مرکزي حکومت له مشرتابه سره شریک کړي .
په درنښت
د ولسي ګټو اجماع رهبري شورا