
د پښتنو ترمنځ شخصي بدۍ رټۍ ، ته وا په خټه کې یې اخښل شوې ،له ډیرو پخوا زمانو راهسې روانې دي .
د غچ او بدل اخیستل د پښتنو یو داسې دود دی چې د فطرت برخه یې ګرځیدلې ده ، عمدي یا د نرخ په اصطلاح د رڼا ورځې مړی خو هیڅکله هم نه بخښي . ننواتې ، جرګې مرکې ، غذرونه ، قسمونه ، په قبر کې څملاستل ، پیسې ، جایداد او ... یو هم نشي کولی د مقتول د کورنۍ په زړونو کې د انتقام د اور لمبې کرارې کړي ، خو هغه یواځنی ارزښت چې د پښتنو د غچ اخستنې تاوده احساسات سړوي ، له خپل فطرت او پر دوی له مسلط دود و دستور سره یې ډغرې ته اړ باسي ، هغه د ښځې پړونی یا ټیکری دی .
که د قاتل لوري ښځې د مقتول کورنۍ د ښځو د ټیکریو پیڅکې ګنډه ( غوټه ) کړي ، په درناوي یې د مقتول کورنۍ ، قاتل بخښي او دیوې سترې دودیزې قومي جرګې پر وړاندې له قاتل څخه دغچ نه اخیستنې غږ کوي او جرګه د دواړو کورنیو ترمنځ د د دایمي سولې او روغې جوړې تیږه ږدي .
انګیزه شینواري هم یوه ښځه وه او تل به یې ټیکری پر سر و .
زاهدشاه انګار