ملي دفاع وزارت

یو راپور مې واورید چې دفاع وزارت له خپل پخواني قراردادي ( غضنفرګروپ ) نه د یوې میاشتې لګښت تیل غوښتي دي.
په تړاو یې زما نظر دا دی چې که د ملي دفاع وزارت لږ تر لږه د یوه کال لپاره د روغنیاتو ذخیره ونلري ، دا په دې مانا ده چې د ملي اردو ټول محاربوي فعالیتونه او جګړه ایز چمتو والی د یوه قراردادي په لاس او واک کې دي .
له دې سره سره چې نوې ملي اردو له تیرې یوې لسیزې په جګړه بوخته ده او همیشه په لوړه درجه محاربوي احضاراتو کې ده ، څنګه او د کومو عسکري رسوماتو ، اصولو ، منطقو او تکتیک له مخې کیدی شي او جواز لري چې د تیلو ذخیرې دې په ستر درستیز ، قول اردوګانو او لواوو کې ونلري ؟
زه فکر کوم کچیرې په رښتیا هم دفاع وزارت د تیلو ذخیرې نلري نو د دفاع وزارت رهبري باید د وظیفوي غفلت یا په عمدي توګه په وظیفه کې دسهل انګارۍ په تور څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي چې توقیف یې کړي او دعسکري جرایمو د قانون تر مخې ترې تحقیق وشي او محاکمه شي .
که چیرې خبره داسې نه وي ، د تیلو ذخیرې موجودې وي او دوی ددې لپاره چې دتیلو قراردادونو د درولو یا فسخ کولو په اړه د جمهور ریس پریکړې چلنج کړي ، او د همدې لپاره ډنډورې غږوي چې ګویا ملي اردو تیل نلري او په دندو کې سکتګي رامنځ ته کیږي ، دا نو بیا تر پاس ذکر شوي جرم هم لوی جرم دی .
ولس دواړو حالتونو ته په اندیښنه کې دئ .
زاهدشاه انګار