
نن ورځ یوه ځوان راسره دزړه خواله کوله ، خبره د فېسبوک پر کاریدنې راغله، له حده زیاته نا رضایتي یې وښوده، ما ورته ووې چې ولې له فېسبوکه زړه توری یې ؟
ویې ویل له فېسبوکه مې زړه نه دی تور، بلکې د فېسبوک له ډیرو پښتنو کاروونکو مې زړه موړ او ترې سخت ګیله من یم.
ما بیا ترې وپوښتل هغه څنګه ؟ ځواب یې داسې و:
په فېسبوک کې هغه پوست ، کمینټ او خبره چې په اسنادو ، حقایقو ، منطق ، دلیل ، تعقل ، فکر ، تحلیل ، مشاهده ، مطالعه او تجربه ولاړ وي ډیر لږ کسان یې بدرګه کوي ، خو که پوسټ ، کمینټ او خبره د دې ټولو پر خلاف په ځان ښودنه ، کاذب شهرت ، ملنډو ، دروغو او تشو احساساتو ولاړه وي ډیره زیاته بدرګه کیږي او پسې زیاته یې کړه ، تر هرڅه زیات دې ته ځوریږم چې دا ډول حالت زموږ دپښتنو ټو لنیز ، سیاسي ، ملي او معنوي شعور ته، نه جبیره کیدونکی زیان اړوي .
د یاد ځوان ګیله او اندیښنه راته پر ځای وبریښیده ، ځکه یې له تاسو سره هم شریکوم .
مننه
زاهدشاه انګار