څېړنه : ګلپي سرطاني حجرې له منځه وړي

 
 ګلپي یو له هغو سبزیو څخه دی، چې دانسان  روغتیا ته ګټور دی ، خو ډېر خلک یې له روغتیايي ګټو څخه ناخبره دي.
ګلپي  A,C,K ویټامینونه لري او پردې سربېره وسپنه ، کلسیوم  لري او ددې تر څنګ  ګلپي  داکسید ضد وړتیا هم لري .اوس خبره داده، چې له ګلپي باید څرنګه ګټه پورته شي ، ټوله خبره دګلپي دپخولو ده ډیری مېرمنې  دا غوره بولي،چې ګلپي په غوړو کې پوخ کړي، چې په دې سره ګلپي خپل اغیز له  لاسه ورکوي .
ګلپي  دسرطان په مخنیوي کې مرسته کوي او سرطاني حجرې ودې ته نه پریږدي ، دهډوکو دپیاوړي کولو لامل ګرځي او تر ټولو مهمه داده، چې ګلپي  دوزن په کمولو کې هم خپله ونډه لري، خو په دې شرط، چې جوش شي .