
له ډیرې مودې راهیسې رنګارنګ ګلونه ټولوم او د داسي ورځې د راتلو په طمعه یم چې ته راشي او زه د ا ټول ګلونه چې تر اوسه مي راټول کړي دي د هر چانه پټ درباندې وشیندم او درته ووایمه چې جانانه زه خو ټوله ستا یمه او درسره مینه کومه ,خو ګرانه جانانه ته به کله راشي ؟،نور خو ستا په انتظار کې ستومانه شوي یمه
تا لیکلی وو تر څو چې پيسي ونه ګټی نه راځي،نو زه غواړم وپوهیږمه چې تر څو به د پیسو د ګټلو په وجه زموږ د سترګو څخه په غرونو ځنګلونو او سمندرونو پنا ژوند تیروي
آیا موږ نه درته یادیږو؟
آیا زموږ سره مینه نه کوي؟
آیا ګران وطن درته نه یادیږې؟
له هغې ورځي وروسته چې خبر رارسیدلی دی چي ته نه راځي د ژړا په اوښکو ټول کړل شوي ګلونه درته تازه ساتم او په پنځه وخته لمونځ کې دغه سوال کوم چې که په سترګو د نه شم لیدای نو خدای د راته په خوب کې راوله چې درته د خپل غمجن زړه حال څرګند کړم او هم په خپلو اوښکو لمبیدلي ګلان درباندې وشیندم . خو زما جانانه له ډیر انتظار وروسته مي مهربان خدای سوال قبول کړ هغه داسي چې ما خوب ولید ،او په خوب کې مي یو زوراور توپان د ګلونو د پنډوکې سره يو ځای په هوا کړي ، او د ډیر ځنډ څخه وروسته مي یوه دنګه ونه د توپان د ورستیو څپو څخه راونیسي ، چې کله په حال راشم بل وطن وي او د ونې لاندې تا په خپلو سترګو ووینم چې په کار کولو باندې لګیا وي ، او بیا زه په خوشالۍ سره د پنډوکې څخه ګلونه راوباسم،او ورو ورو یې درباندې
وشیندم او درته ووایمه چې جانانه زه خو ټوله ستا یمه او درسره مینه کومه ،خو چې کله ته راوګورې له ډیره شرمه پنډوکی رانه په هوا شې او زه دې په داسي حالت کې غیږې ته ولویږمه چې د پاسه راباندې د ګلونه باران شي ، او بیا مي ته په دواړو سترګو ښکول کړي او راته ووایې چې ای لیونی ما تاته کله ویلي دي چي درسره مینه نه کوم او یا ته زما نه یې خو هسې پښتانه خلک یو هر څه به په زړونو کې ساتو چې څوګ خبر نه شي.دا چې ستا له میني،دوستانو او وطن څخه لیرې ژوند تیروم وجه یې داده چې دمزدوری په واسطه غواړم دومره پیسي وګټم چې ستا د ولور او زموږ د واده آرمان پوره شي
په درناوي داود لټون