د شیطان کیسې / اتلسمه او نولسمه کیسه

 
اتلسمه کیسه:
   د عرش په کتاب راغلي ، چې یوه ورځ یو کس د زاړه دېوال لاندې ویده و ، چې دېوال په نړېدو شو ، یو بل کس راغی او ژر یې د زاړه دېوال لاندې ویده کس را ویښ او د ځان لور ته یې را کش کړ ؛ له کش کېدو وروسته دېوال را وغورځېد ، ویده کس له ژغورونکي څخه مننه وکړه او د نوم پوښتنه یې ترې وکړه ، هغه په ځواب کې وویل : زه شیطان یم .    هغه کس په ډېرې حیرانتیا وویل : شیطان او نېکي ډېره عجیبه خبره ده ؟ شیطان په ځواب کې وویل : زه په دې پوهېدم که چېرې د حضرت نبي کریم (ص) د امتیانو څخه کوم امتي تر دېوال لاندې او مړ شي ، نو الله (ج) د شهادت درجه ورکوي ، نو ما له دې کبله ته وژغورلې ، ترڅو د شهادت درجه دې په برخه نه شي .
نولسمه کیسه:  
   حضرت ابن مسعود (رض) وفرمایل : یوه ورځ شیطان د یوې ډلې له څنګه تېرېده ، چې هغوی د الله (ج) په عبادت بوخت ول ، شیطان چې هر څومره کوښښ وکړ ، چې د هغوی ترمنځ اختلاف را منځته کړي ، خو بریالی نه شو ، له دې وروسته شیطان هغو خلکو ته ورغی ، چې  په خپل منځ کې یې د دنیا خبرې کولې ، هغوی یې وهڅول ؛ د شیطان د هڅونې له امله له یو بل سره په جګړه اخته شول ، تر څو چې یو بل یې سره ووژل ، هغه ډله ، چې د الله (ج) په عبادت بوخت ول ، د جنګ د خلاصولو له پاره راغلل ، جنګ یې خلاص کړ . دوی خپله په جنجال ککړ شول او ترمنځه یې اختلاف پیدا شو .

نور بیا .....