خوستوال ، خوست ته هم بریښنا غواړي


خوستوالو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې تل د خوست د بنسټیزو ستونزو او لومړیتوبونو یادونه کړې خو د حامد کرزي له لوري « خدای مو راوله ، دخوست شمله ورو ، باتورو او میړنیو ، د خوست ګردیز لویه لاره در جوړوم ، دخوست غلام خان لاره در ترانزیټ کوم ، بریښنا در غځوم او ... خدای مو راوله او خدای مو راوله » خبرو او تشو وعدو تیر ایستل شوي دي ، نه یې په خپله دیارلس کلنه دولتدارۍ کې د خوست - ګردیز لویه لاره پخه کړه ، نه یې د خوست - غلام خان لارې درسمي ترانزیټ درک ولګید او نه یې دبرښنا روښنایي ور ولوریده او داسې نور ....
نوي ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني څه ناڅه درې میاشتې مخکې خوستوالو ته د ویدیویي کنفرانس له لارې د نورو ژمنو ترڅنګ ، خوست ته د اتلسو میاشتو په موده کې د وارداتي بریښنا د راغځولو پخه او نغده ژمنه وکړه چې خوستوال هره ورځ ورته ګوتې شماري او په دې تمه دي چې په ټاکلې موده کې به خوست ته برښنا راځي او له برکته به یې خوستوال د اقتصادي ، ټولنیزې ، سیاسي او 
فرهنګي ودې ، پراختیا او پرمختیا له نعمته برخمن کیږي .
له دې سره سره چې خوستوال پر ولسمشر غني او د دوی پر کړیو ژمنو باور لري خو له ازادي راډیو سره دافغان برښنا شرکت د مسوولینو هغو څرګندونو په اندیښنه کې اچولي ، چې ویلي یې دي « غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو ته د بریښنا د لیږد ابتدایي کارونه پیل شوي او تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به د دې ولایتونو اوسیدونکي د بریښنا څخه ګټه واخلي. » خو د خوست ولایت یادونه پکې نه ده شوې .
متل دی چې « شیدو سوی، مستې پو کوي » خوستوال دا ویره لري ، هسې نه چې د ولسمسر غني پر وړاندې ډیرې نورې ستونزې ، له خوستوالو سره د دوی پر کړیو ژمنو سیوری خور کړي او خدای مه کړه د دوی او خوستوالو تر منځ د باور فضا ګردمنه شي .
د خوستوالو په زړونو او باورونو کې دا ویره او اندیښنه ځکه را زرغونه شوې ده چې له یوې خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي شیدو سوي دي او له بله پلوه ورته د افغانستان برښنا شرکت وروستیو څرګندونو هم شکونه پیدا کړي دي .
خوستوال د افغانستان برښنا شرکت او اړوند وزارت له مسوولینو په کلکه غوښتنه کوي چې د خوستوالو لومړنیو ، بسټیزو اړتیاو او غوښتنو ته په پام ، د هیواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني لارښوونې نه یواځې دا چې ور په زړه وي بلکې د پلې کولو لپاره یې د مسوولو اجرایوي ارګانونو په توګه عملي ګامونه واخلي .
خوستوال د ډاکټر محمد اشرف غني پر خوا وشا را تاوو یارانو او هغوی ته چې له ډاکټر غني سره د لیدو کتو فرصت لري هم ور یادوي چې ، ولسمشر غني ته د برښنا په شمول ټولې هغه ژمنې وخت پر وخت ور په زړه کړي چې له خوستوالو 
سره یې کړې دي .
ادب او درناوی
زاهد شاه انګار