د تېلو بادشاهان (۵۲ برخه)

 
موږ هغه ته وویل چې موږ به د سرتېرو د عملیاتو ملاتړ وکړو
 
د مې میاشتې په ۱۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۹ او ۴۵  دقیقو، ولسمشر فورډ او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر په سپینه ماڼۍ کې د رضا شاه پهلوي  رارسېدو ته په تمه وو. دغه دواړه امریکايي مشران د تېرې شپې د پېښې له کبله په فزیکي او دماغي ډول ډېر نا ارامه وو. په سوېلي اسیا کې د امریکايي پوځ خطرناکه ښکېلتیا همدا څو ساعته مخکې بلاخره پای ته ورسېده، خو په پای لوبه کې یو خونړی ټکان هغه مهال رامنځ ته شو چې د امریکايي سمندري ځواکونو څخه یوامریکايي سوداګر د کمبوډیا په سواحلو کې د مایګوویز له بېړۍ څخه د خمیروج د جنګیالیو لخوا نیول شوی وو. په کمبوډیا، لاووس او سوېلي وېتنام کې لا دمخه کمونست نظام اعلان شوی و. ولسمشر فورډ په نړۍ کې د امریکا د دریځ د بېرته راژوندي کولو په موخه د لومړي ګام د پورته کولو لپاره د مایکوویز د بېړۍ د عملې د ازادولو لپاره له هوا، ځمکې او سمندر له لارې د برید کولو لارښوونه وکړه. په حقیقت کې دغو عملیاتو د امریکا د زور محدودیت پیاوړی او په ډاګه کړ. پایله یې دا شوه چې د ژغورنې په دغو عملیاتو کې ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یوه ډېر دردوونکې افتضاح رامنځ ته شوه. د مایکوویز پېښه  لا اوس هم د یوې ډېرې ترخې پېښې په توګه یادېږي، خو دغه ډول خطر یو ځل بیا په ۱۹۸۰ م کال کې په تهران کې هغه مهال رامنځ ته شو چې امریکايي ډیپلوماتان په تهران کې یرغمل شول او د هغو د ازادولو لپاره ناکامه هڅې د هغوی د وژنې لامل شوې او له کبله یې تر اوسه د امریکا او ایران اړیکې په صفر کې څرخېږي.
په داسې حال کې چې امریکايي مشران په سپینه ماڼۍ کې د ایران د شاه د رارسېد لپاره په تمه وو، کیسنجر داسې اشارې ورکړې چې د هغه اندېښنې یې په ډاګه کړې. هغه له ولسمشر فورډ څخه وغوښتل چې د ایران باچا تر اغېز لاندې راولي او هغه اړ شي چې په هغه لاره له تاسو سره خبرې وکړي چې نیکسون کاروله. هغه پر ولسمشر ټینګار وکړ چې «هغه ته ووایاست چې تاسو تر اندازې یا اړتیا ډېر ځواک کاروئ، شاه ډېر سخت زړی، بې احساسه یا خونسرده او وړ انسان دی، هغه جیوسیاسي یا جیوپولیتیک نظر لري.»
هغه ولسمشر فورډ ته وریاده کړه چې « د تېلو په معامله کې به هغه یو څه ترسره کړي، خو که موږ دا کار یا معامله په پټه ورسره ترسره کړو؟ موږ دا نه ده سنجولې چې دا کار په څه ډول ترسره کړو؟ یوه لار شته چې کېدای شي غوره شي او یا د عملي کېدو وړ وي. هغه کېدای شي دا وي چې په پټه له شاه سره د تېلو په اړه خبرې وشي او امریکا باید دغه معامله پټه وساتي. هغه یانې شاه کېدای شي دې ته ترجیح ورکړي چې د تېلو په بدل کې پوځي وسایل ترلاسه یانې وسلې په تېلو بدلې کړي او د لوړې بیې پر تېلو د لوړې بیې وسلې ترلاسه کړي. خو موږ باید دغه لار نقشه هم له نظره لرې نه کړو» نو په داسې حال کې چې د تېلو بیې اوس د امریکا او ایران د اړیکو مهمه مسئله وه :« زه به د انرژۍ په مسله ورسره وغږېږم، هغه به له دې مسئلې بلې خوا هڅه وکړې او یا به ستاسو د راضي کولو په لټه کې شي، دا به لا نوره هم ښه شي.»
کیسنجر دارنګه د شاه له رارسېدو څو دقیقې دمخه ولسمشر فورډ ته په خلیج کې د ایران او امریکا د ګډ راتلونکي پلان په اړه هم په لنډو یو لړ معلومات وړاندې کړل، په خلیج کې د ممکنه پلان په اړه د کیسنجر په معلومات ورکوونکې پاڼه کې څه نه وو ویل شوي، ځکه چې دا یو پټ شفاهي تړون و او هغه هم وغوښتل چې په شفاهي ډول یې ولسمشر فورډ ته په ډاګه کړي. اوس نو کیسنجر ښه وبلله چې په دې اړه فورډ ته اړین ټکي ورپه ګوته کړي، خو فورډ دومره وخت نه درلود هغه څه یې چې له کیسنجر څخه واورېدل په اړه یې له هغه څخه پوښتنې وکړي، خو کیسنجر ولسمشر ته وویل :« له شاه څخه د منځني ختیځ په اړه پوښتنه وکړه. هغه د سعودي عربستان په اړه وېره لري. موږ هغه ته ویلي چې موږ به یې له سعودي سره د جګړې په بحران کې د سرتېرو د عملیاتو له لارې ملاتړ وکړو. تاسو هغه ته داسې وښایاست چې تاسو د دغه احتمالي او بیړني پلان په اړه خبر یاست.»
بلاخره د ده مېلمه، پهلوي شاه راورسېد. د انتظار شېبې او له کیسنجر سره د زړه خواله او د هغه ډېرې ځیرکې لارښوونې پای ته ورسېدې او فورډ د سپینې ماڼۍ په سوېلي حویلي کې د هغه هرکلی د توپ په ۲۱ ډزو او د تشریفاتو د قطعې په وړاندې کولو سره وکړ. بلخوا د لافا په پارک کې په سلګونو پوز تړلي او مخ پټي اعتراض کوونکي راغونډ شوي وو او په زوره زوره شعارونه یې ورکول او نارې یې وهلې چې (شاه ګوډاکی دی، شاه قاتل دی). کله چې د امریکا د ولسمشر مېرمنې بیټي فورډ د ایران له ملکې فرح سره چای څښه د دواړو هېوادونو مشران د سپینې ماڼۍ د اوول افیس په لوري ولاړل چې هلته یې  د ۹۵ دقیقو لپاره خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په دغه مهال یو ځل بیا هنري کیسنجر هغه پروتوکول ته اشاره وکړه چې له کبله یې په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي ته هم په کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه او د هغه مخه ونیول شوه چې په دې ناسته کې برخه ولري. سفیر زاهدي اړ شو چې د وزیرانو په خونه کې له نورو دولتي چارواکو سره کېني.
 ولسمشر فورډ، باچا رضا شاه او وزیر کیسنجر خبرې اترې د مایکوویز د بېړۍ له پېښې او د منځني ختیځ له روانو حالاتو پیل کړې. د ولسمشر د خبرو لیکونکي برنټ سکوکرافټ په سپینې ماڼۍ کې د دې ناستې د خبرو یادښتونه لیکل. شاه دوی ته له خپل دود سره سم د سیمې په اړه له خپل ستراتیژيک او جیوپولټیک انداز سره سم مسایل روښانه کړل. خو دا ځل د منځني ختیځ د سیاست او روان وضعیت په اړه د هغه نظر د سیمې له واقعیتونو سره اړخ نه لګاوه او واقعیتونو توپیر درلود. هغه پر اسراییلو تور ولګاوه چې د منځني ختیځ په اړه د کیسنجر د سولې پلان یې ناکام کړ. هغه ادعا وکړه چې «د سوریې مشران له عراق سره زموږ دوستي نه غواړي » هغه د کردیانو د ملاتړ د خوشې کولو له موضوع هم دفاع وکړه: «زه باید د کردیانو د موضوع په اړه په بیړه یو تړون ترسره کړم. زه باید دا د ټولو رسنیو په مخ کې ووایم چې ما نور له دوی لاس اخیستی دی. دوی زموږ لپاره نه جنګېدل او موږ د دوی ملاتړ نه کوو.» هغه دا هم په ډاګه کړه چې دا کار یې د مصري، اردني او الجزایر د مشرانو په سپارښتنو کړی دی او لامل یې دا دی چې دغو مشرانو او ما غوښتل چې په یو ډول په بغداد کې د شوروي اغېز راکم شي. بل دلیل دا و چې هغه پر دې قانع شوی و چې دغه معامله به د کوېټ امنیت او خوندیتوب پیاوړی کړي او صدام حسین به اوس تر ډېره لېوال وي چې د خلیج د ټیکاو لپاره ګډ دفاعي تړون ته رامخې ته شي.
د باچا فیصل له وژنې وروسته رضا شاه سعودي عربستان ته ولاړ چې د سعودي له نويو مشرانو سره وګوري او له هغوی سره پر حالاتو سر خلاص کړي. خو په دې لیدنه کې ولسمشر فورډ د پټ احتمالي یا بیړني پلان موضوع رامنځ ته کړه:« هنري ماته هغه څه وویل چې تاسو ته یې ویلي چې که په سعودي کې کوم نوی قذافي رامنځ ته کېږي نو موږ او تاسو باید یوڅه وکړو، زه دا تاییدوم»
د ایران باچا ډېر خوشحاله شو، هغه خپلو کوربنو ته وویل چې مصر ته هم باید پر سعودي عربستان د یرغل په سناریو کې محدوده ونډه ورکړل شي یا را ګډ کړی شي. هغه داسې اټکل کاوه چې که پر دې ځمکنۍ جګړه ټول غیر عربان برخه ولري نو په سیمه کې به خطرناک حالت رامنځ ته شي. اوس نو ظاهراً د کیسنجر وخت و چې باید حیران شوی وای. د ایران شاه پر سعودي عربستان د یرغل او نیولو لپاره له مصر سره د ګډ پلان جدي وړاندیز وکړ. یوازې دا وړاندیز نه وو،هغه ظاهراً لا دمخه دا نظر ورکړ چې په دې برخه کې دې یوه ستره معامله رامنځ ته شي. شاه له خپل ملګري انورسادات څخه وغوښتل د نیوواک په ویش کې ورسره شریک شي. د احتمالي بیړني پلان جوړول په ډېرې چټکۍ سره داسې نوي اړخونه ونیول چې تمه یې نه کېده او اصلاً د نیکسون او کیسنجر له پلان او هیلو ډېر پراخ وو. ایران ته د نیکسون له پلان سره سم د بلوسویټر په نوم د ځانګړو امریکايي هوايي او سمندري متخصیصینو او کارپوهانو د استولو او د احتمالي بیړني پلان د جوړولو تر شا یوه انګېزه په همغو لومړیو کې دا وه چې په سیمه کې د مصر له رادبره کېدونکي ځواک سره انډول برابر شي. احتیاط کاره کیسنجر وویل :«زه په سعودي عربستان کې د مصري پوځ په اړه اندېښمن وم. سیاسي ملاتړ ښه دی او کېدای شي یو کم شمېر ځواکونه هم بد نه وي خو د ډېرو ځواکونو په اړه اندېښمن یم»
پر دې شپه ولسمشر فورډ د پهلوي شاه لپاره د وایټ ټای په نوم د خورا مجللې دولتي ماښامنۍ مېلمستیا کوربه و.
د امریکا لومړۍ مېرمنې (د ولسمشرښځې) په بیا بیا ، له هنرمندانو او فلمي هنري ستورو، ان مارګریټ، کارنل نالج او لیټلي ټومي څخه وغوښتل چې له ماښامنۍ ډوډۍ وروسته د تفریح او ساعتېري پروګرام له سندرو او نڅاوو سره یو ځای  ترسره کړي چې د لاس ویګاس له نندارې یې کشوپش پورته وي.(کومه امریکايي تر سره شوې ننداره) لومړۍ مېرمنې خبریالانو ته وویل :« موږ ستورې مېرمن ان مارګریټ د دې لپاره غوره کړه چې ډېره ښکلې او یو څه بربنډه وه او د ایران د شاه ښکلې ښځې ډېرې خوښېدې، زما د مېړه هم ورته هیله ډېره وه چې د هغې زلفې وویني.»
بلخوا د سفیر هلمس مېرمنې سناتیا هلمس په یاد راوړي چې «د سپینې ماڼۍ په دننه کې ډېره په زړه پورې او ښکلې غلې فضا حاکمه وه. د هوايي ځواکونو مېلمه پالان د مېزونو په منځ کې تاوېدل راتاوېدل اوپه ډېر رومانتیک انداز کې یې له اصلي خوړو وروسته د شېریني یا خوږو د وېش او مېلمه پالنې په رسولو او خدمت بوخت وو» په سپینې ماڼۍ کې د نوې مېلمستیا ګڼې ګوڼې، د شاهي جوړې پر وړاندې د ډېرې خفیه تعظیم او ژور احترام له کبله د سمندري څپو فضا خپره وه او هڅه کېده چې د شاه د مېرمنې شاهبانو فرح  پام را جلب کړي چې په واشنګټن کې ورته په خورا درنه سترګه کتل کېدل ، ډېر درناوی ورته کېده او هڅه کېده چې شاهي امریکايي دربار ورته وښول شي.
د شاه د ښه راغلاست لپاره  په برابره شوې مېلمستیا کې د واشنګټن ادارې هڅه کړې وه چې دغې ماښامنۍ ته د امریکايي صنعتي ادارو مشران، پخواني ولسمشران، سفیران، د هالیوډ سینمايي ستوري، مهم حکومتي مشران ــــ کیسنجر، راکفیلر، رامزفیلډ، په ډیټریوټ کې د فورډ د کورنۍ غړي او د بلومینګ ډالاس پاپ سندرغاړي راوغواړي. پردې سربېره په دې مېلمستیا کې د ملکې د خوښې وړ یو شمېر نور سینمايي او د موسیقۍ ستوري لکه فریډ استایر، پیرل بایلې او انډي وارهول او نور ډېر رابلل شوي وو، خو په دې ناسته کې بیل او کارول سایمون نه وو غوښتل شوي او یا نه وو راغلي. 
 شاه د مېلمستیا پر دې بلې ورځ  د جمعې ورځې په ۵ نیمو بجو د مازدیګر د دویمې ناستې لپاره یو ځل بیا د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې د بهرنیو چارو له وزیر هنري کیسنجر سره و، خو کیسنجر د دې ناستې لپاره سپینې ماڼۍ ته یو څه نا وخته راورسېد. کله چې هغه له خونې بهر شو، ولسمشر فورډ په ‌ډېر احتیاط له شاه سره د تېلو د بیې مسله راپورته کړه له سیاسي اړخه هغه ډېر کم غوراوی درلود، یو امریکايي ولسمشر نه شو کولای چې د تېلو موضوع د تېلو له یوه باچا سره  په سپینه ماڼۍ کې راپورته نه کړي. دوی ډېر لېوال وو چې په داسې یو مهم وخت کې دغه مهمه مسله په هر فرصت کې تر بحث لاندې ونیسي. شاه هېڅ ترخه او ځوروونکې خبره ورته ونه کړه. فورډ خپل مېلمه ته وویل: «زه پوهېږم تاسو د دې ځای د حال په اړه ډېر ښه پوهېږئ او دارنګه تاسو د نړۍ تصویر ته وګورئ، موږ باید د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو حقونه وپېژنو او دوی باید زموږ ستونزې درک او وویني. که کوم وړاندیز لرې موږ به یې درناوی او ستاینه وکړو»
شاه ځواب ورکړ: «ښاغلی ولسمشره؛ دا ډېره مهمه موضوع ده، د ازادې نړۍ د قهرمان په توګه د امریکا متحد ایالتونه دا حق نه لري چې ځان ته اجازه ورکړي چې په  بهر پورې ځان وتړي. پر دې مسئله مې له ډاکتر کیسنجر سره داسې خبرې وکړې چې د تبادلې د معاملې بڼه یې درلوده او که  نورو خبرو ته هم اړتیا وه پرې ترسره به یې کړو»
ولسمشر فورډ وویل: « له خبرو دې داسې راښکاري چې په دغه مهمه مسئله یو په زړه پورې جوړجاړی شوی»
شاه وویل: « هو، خو د امریکې متحد ایالتونه باید خپلواک واوسي، دارنګه د تېلو بیې باید د انرژۍ د نورو ډولونو سره برابر وي. پر همدې مهال کېدای شي د تبادلې معامله په دې برخه کې کار ورکړي او د تېلو معامله پرې ترسره شي دا کار به دارنګه د پیترو ډالر یانې د تېلو پر مټ ډالر هم ایران ته په لاس ورنه کړي چې امریکايي چارواکي یې په اړه اندېښنه لري»
 شاه د امریکا ولسمشر ته وویل چې هغه اوس مهال ډېر څه په دې اړه نه شي ورته ویلی او که له واشنګټن سره جوړ راغلو نو کېدای شي متحدو ایالتونو ته په ورځ کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ زرو بیرلو پورې تېل په ټیټه بیه ورکړي. شاه تېل د ډېرو نورو وسلو د ترلاسه کولو لپاره بدلول. د دې خبرو اترو پرمهال کیسنجر راورسېد او ولسمشر هغه ته بیا وریاده کړه چې د ده او شاه ترمنځ همدا اوس په څه بحثونه وشول.
شاه دغه پوره ورځ د انډریوو د هوايي ځواکونو په اډه کې تېره کړه او د الوتکو په کتنه بوخت و چې د کنټرول سیستم له اړخه یې له وړاندې خبرداری ورکړل شوی و. د ۷۰۷ ډوله هرې بویینګ الوتکې بیه ۱۱۰ میلیون ډالر وه او شاه غوښتل چې لږ تر لږه د دغو الوتکو ۴ او یا ۵ واخلي.
 هغه دارنګه تصمیم ونیو چې د ایران هوايي ځواکونه وړوکې (اې لس) بمب غورځوونکو الوتکو او دارنګه ډېرو(اف ۱۴ جټ جنګي الوتکو )ته اړتیا لري. له دې اډې څخه هغه په چورلکه کې مخامخ پنټاګون ته یووړل شو چې هلته د دفاع له وزیر جیمز سچلیزنجر سره خبرې اترې وکړي. فورډ  کیسنجر ته وویل چې هغه د پنتاګون له چارواکو سره د  زېرمتونونو او د (سي ۵ ) الوتکو د لوړې بیې په اړه خبرې اترې وکړې.
کیسنجر شاه ته وریاده کړه چې « موږ باید په یو ډول دغه توکي په لوړه بیه وپلورو او تاسو کولای شئ چې اضافي پیسې یې د درېیمې خوا پر مټ راولیږئ او موږ به یې بېرته درته جبران کړو.»
شاه ورسره موافقه وکړه چې « په ډګر کې زما تخنیکي مامورین ډېر پوه کسان دي خو ستاسو خلک باید د دوی خوله ور پټه کړي» ترکیه  ډېر کم شمېر سپیرپارټ تولیدوي یا کاروي چې دوی پرې مانورې یا دستورې نه شي کولی.  ستاسو له خلکو غواړو چې د سپیر پارټ(پرزو) په برخه کې دوی له هغوی سره معامله ترسره نه کړي»
 
دویمه ناسته بلاخره د شاه وروستۍ ناسته وه او د ده سفر په دې ډول سره پای ته رسېده. دواړو مشرانو په خپلو کې یوه او بل ته د ښو هیلو څرګندونه وکړه او له دې ناستې یې خوښي څرګنده کړه. محمد رضا شاه وویل: « ستاسو له بلنې مننه چې زه مو واشنګټن ته راوبللم زه ډېره مننه کوم چې موږاو تاسو دغه شخصي اړیکه سره جوړه کړه. موږ تاسو ته هغومره اړتیا لرو لکه چې نوره نړۍ تاسو ته اړتیا لري. کېدای شي موږ هم  له تاسو سره یو لړ مرسته وشو کولای.» ولسمشر فورډ بالمقابل له شاه څخه مننه پیل کړه او د شاه له هغې ډالۍ څخه یې مننه وکړه چې د ده او لومړۍ مېرمنې  لپاره یې راوړې وه. فورډ وویل: «هنري ماته وویل چې که زه له چا سره خبرې کوم چې هغه د نړۍ لپاره خورا په زړه پورې نظر او مفکوره لري نو هغه تاسو یاست. ما هم دا خبره اوس تایید کړه»
شاه چې د اوول افیس( د سپینې ماڼۍ د مشرانو د لیدنې رسمي دفتر) څخه تلو، نو په ځواک کې یې ورته وویل: « زه هیله لرم چې تاسو ټاکنې وګټۍ»
شاه د دغه سفر د خدای په امانۍ خبري کنفرانس په واشنګټن کې د ایران په سفارت کې د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ماسپښین دایر کړ چې چای او نور خواږه په کې خبریالانو ته ورکړل شو. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالې شالي کوین داسې درک کړه چې د ایران شاه ډېر خوشحاله برېښېده هغې وویل: «هغه د تصویر اخیستو لپاره خپل یخنقاق، نکټايي او لستوڼي سره برابر کړل او په خپلو بوټونو یې برس راکش کړ او پرهغه کوچ (سوفا) باندې چې ناست وو لږ څه شاته یې تکیه وکړه او کله کله به یې سګریټ هم ورسره کشاوه. هغه سختې سختې پوښتنې له خپله اړخه په پوښتنې سره دفع کولې.»
دا ډېر ښایسته او په زړه پورې کنفرانس و. شاه د ۳۰۰ میلیون ډالرو د یوې معاملې د خبرو په لومړي پړاو کې و. د دې معاملې له مخې به ایران د پان امریکن هوايی شرکت ته د ۲۴۵ میلیون ډالرو پور ورکاوه او په دې ډول یې غوښتل چې د شرکت د نړیوالو هوټلونو په کړۍ کې  په پانګونې سره یوه ونډه خپله کړي، پان امریکن شرکت د امریکا د متحدو ایالتونو په دفاعي بنسټونو او ادارو کې یو ځانګړی ځای خپل کړی و. دا د متحدو ایالتونو یو ملي شرکت وو چې د دغه هېواد ملي بیرغ یې هرې خوا ته د ملکي الوتنو په ترڅ کې لېږداوه او د بېړنیو حالاتو د رابرسېره کېدو پرمهال د امریکا د دفاعي ځواکونو لپاره یو ملاتړی شرکت و او ډېر نږدې ملکي همکاري یې ورسره درلودې.
 تردې وروسته شاه خپل بمونه وغورځول او اعلان یې وکړ چې د تېلو بیې به په سپتمبر میاشت کې تر هغه وروسته نورې هم لوړې شي چې د اوپیک غړي هېوادونه په خپلو کې سره وویني. شاه شکایت وکړ چې «موږ په نړۍ کې د انفلاسیون د راتلو له کبله له ۳۰ تر ۳۵ په سلو کې د تېلو پلوراو عواید له لاسه ورکړي دي» خو شاه دا خبره ونه کړه چې د تېلو نوې بیې به څو په سلو کې یا څومره لوړې شي، خو دغه سلنه پوره یوه اونۍ وروسته په ډاګه شوه او د ایران د مرکزي بانک مشر محمد یګانه اعلان وکړ چې شاه به د اوپیک په دې سرمشریزه کې له ۳۰ تر ۳۵ په سلو کې د تېلو د نویو بیو د پورته کېدو هڅې وکړي چې نېغ په نېغه د ایران هغه زیان جبران کړي چې د پلورونکو د له لاسه ورکولو له درکه یې ګاللې دي. خو هغه په بشپړه توګه په دې پوهېده چې لا هم د نړۍ اقتصاد په بشپړه توګه دې ته نه و چمتو شوی چې د تېلو د ۱۹۷۳ کال د لوړو شویو بیو اغېزې وزغمي نو پر دې اساس به د تېلو نوې ډېرې لوړې بیې نه یوازې دا چې تر اندازې زیاتې اغېزمنوونکې بلکې ښکاره خطرناکې وې، د ایران د شاه دا خبرداری د امریکا ولسمشر ته یو داسې ګواښ و چې د یوې خورا درنې او تودې مېلمستیا په پای کې یې په خپل دسترخوان کې ورته ګوت څنډنه وکړه دا د امریکايي مشرانو لپاره خورا سرخوږونکې مسله وه.
دغه رسمي مېلمستیا د ورځپاڼه لیکونکي جوزف کرافټ لپاره چې د شاه او کیسنجر نژدې دوست او د هغوی ډېر مخلص و. دغه خبریال په یوه لیکنه کې ولیکل چې «د شاه سفر امریکا خړه پړه کړه» ډېرو د بهرنیو چارو پر وزیر کیسنجر نیوکې کولې چې له واشنګټن څخه یې د شاه د لیدنې پرمهال له هغه سره د تېلو پر بیې بحثونه ونه کړل او ان د دغو بحثونو مخنیوی یې وکړ هغه (خبریال کرافټ) په دې ټینګار وکړ چې د فورډ د ادارې لپاره د دې وخت و چې خپلې پښې په دغه برخه کې شاته کړي. کرافټ ولیکل «شاه له دې سره سم له اقتصادي او پوځي اړخه د یو لړ داسې  پروګرامونو په عملي کولو او پراخولو پیل وکړ چې په ژوره توګه د امریکا د متحدو ایالتونو په تولیداتو، امریکايي کارپوهانو او د امریکا په پیسو تکیه درلوده. هغه تمه درلوده په نژدې راتلونکي کې یې د پور په ډول ترلاسه کړي»  خو خبریال کرافت د کیسنجر د وسلو پلورلو په هغه پټه معامله نه و خبر چې په پټه توګه یې له شاه سره درلوده «خو تاسو به کله هم وانه ورﺉ چې تېره اونۍ دلته څه پېښ شول. شاه په ډېرې بېحیایۍ ډول سره د ولسمشر فورډ، د مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر لخوا خوشحاله کړی شو. کرافټ وویل چې هغه په خپله په شخصي ډول له شاه څخه په واشنګټن کې وپوښتل چې ایا ولسمشر فورډ ورسره د تېلو د بیو مسئله راپورته کړه؟
شاه په ځواب کې ورته وویل: « یو ځل په غیر اتفاقي ډول رایاده شوه»
 کرافټ له شاه څخه وپوښتل: « ایا هغه باور لري چې د فورډ اداره به د تېلو له اوسنیو بیو سره خپل روزګار مخته یوړلی شي؟»
شاه یې په ځواب کې وویل: « هغه ته نه یوازې دغه بیې ورته د منلو وړ دي بلکې تیار دی چې نورې لوړېدوونکې بیې هم ومني» هغه پیغام چې د امریکايي چارواکو لخوا شاه ته ور کول کیده ټولې نړۍ ته ورورسېد او له همدې کبله سکرافټ پر سپینې ماڼۍ کلکې نیوکې وکړې» د فورډ ادارې بهرنۍ اقتصادي پالیسي نه درلوده دغه موقف یا دریځ په سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو او د خزانې په وزارت کې د شته سیاست او دریځ له کبله نیول شوی و. دغه حالت ظاهراً د هغې پرېشانۍ په پایله کې رامنځ ته شوی و، چې ولسمشر فکر کاوه د بهرنیو چارو وزارت کولای شي اقتصادي ستونزې کنټرول کړي او په دې برخه کې یوه بهرنۍ مناسبه معامله تر سره کړي»
د خبریال کرافټ دغه بحثونه چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د بهرنیو چارو د وزیر کیسنجر په لاس کې دي او یا د ده پر مټ پر مخ بیول کيږي. د امریکا په رسنیو کې کیسنجر د یوه واقعبین ستایونکي په توګه خپل باور له لاسه ورکړی و. هغه داسې ښکارېده چې تر یوه بریده په دې پوهېده چې شاه دوی ته ګواښ وکړ چې له ۳۰ تر۳۵ په سلو کې به نور هم د تېلو بیې لوړوي او د فورډ ادارې ته معلومه شوه چې  باید له ایران سره مرسته وکړي چې د دغه هېواد په زېرمو کې خرڅلاو ته چمتو تېل په ارزانه بیه ترلاسه کړي او یا یې وپېري.