
امریکايي او افغان چارواکي وايي : امریکايي سرتیري په افغان جګړه کې مخامخ ونډه لري او یو شمېر عملیات هم په خپله رهبري کوي او دنده یې یوازې افغان اردو ته مشوره ورکول نه دي .
کله،چې دتېر کال په اکتوبر کې دالقاعدې مهم غړی ابو براء الکویتي دامریکايي ځانګړو ځواکونو او افغان استخباراتو پر مټ په یخه شپه کې دګډو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو دا عملیات دامریکایانو لپاره همدومره مهم و لکه په ایبټ اباد کې دبن لادن هغه ځکه دعملیاتو پرمهال امریکايي ځانګړو ځواکونو هغه کمپیوټر تر لاسه کړ،چې له ابو براء الکویتي سره وو په دې کمپیوټر کې دالقاعدې دعملیاتو په اړه پوره مالومات وو،چې دکرښې دواړو لوریو ته یې وار له مخه پلان کړي وو.
امریکايي نظامي چارواکي وايي : دامریکايي ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي مالومات دبن لادن دهغو په کچه له ارزښته ډک دي ، دالکویتي له وژنې وروسته او له دده له کمپیوټر څخه تر لاسه شوي مالومات دهغو شپنیو عملیاتو د ډېرښت لامل شوي دي، چې ځانګړي امریکايي ځواکونه او افغان کومانډو یې په پراخه کچه ترسره کوي .
څارونکي وايي : په دومره پراخه کچه دشپنیو او پټو عملیاتو ترسره کېدل د ټولو هغو څرګندونو او سیاسي خبرتیاوو پر ضد دي، چې وخت ناوخت یې له واشنګټن څخه اوریدل کیږي ، خپله ولسمشر اوباما هم ویلي وو: دامریکا رول مخ پر بشپړیدو دی ، خو په دوامداره توګه دشپنیو عملیاتو ترسره کېدل دافغانستان رښتیني انځور وړاندې کوي ځکه تېر کال هم دسرتیرو ، پولیسو او ملکي وګړو لپاره هم خونړی بلل شوې دی .
امريكايي او افغان چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دخپل نوم نه ښودو په شرط ویلي دي : امریکايي ځواکونه اوس هم په مخامخ جګړه کې پوره ونډه لري او لکه څرنګه، چې ویل کیږي رول یې یوازې دمشورې تر بریده نه دی .
امریکايي نظامي چارواکی وايي : ددې شپنیو او پټو عملیاتو اغیز دومره بېساری دی،چې په تېر کې یې هیڅ بیلګه نه ده لیدل شوې ، دې چارواکي دشپنیو عملیاتو دشمېر په اړه څه ونه ویل ځکه دا مالومات دسري / محرم مالوماتو په چوکاټ کې وار له مخه ځای پر ځای شوي دي او ددې تر څنګ امریکايي او افغان حکومتونه تر خپله بریده هڅه کوي، چې دا عملیات همداسې پټ وساتل شي تر څو په دواړو هېوادو کې سیاسي غوغا راپورته نه کړي .
یو پخوانی افغان امنیتي چارواکی وايي : دا هر څه په پټه ترسره کیږي، نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي : دامریکایانو رسمي جګړه دهغې جګړې برخه ده، چې موږ یې ګورو او دا پای ته رسیدلی دی ، خو پټه جګړه تر اوسه هم روانه ده او دا ډېره سخته ده.
امریکايي او افغان چارواکو څرګنده کړې ده، چې دابو براء الکویتي له کمپیوټر څخه تر لاسه شوي مالومات دپټو عملیاتو د ډېروالي لامل نه دی ، امریکايي استخبارات له کمپیوټر څخه د تر لاسه شوو مالوماتو پر ارزونه او څېړنه بوخت وو،چې ولسمشر اشرف غني له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړ ، دې چارې هغه بندیزونه یو څه رانرم کړل،چې پخواني ولسمشر حامد کرزي دشپنیو عملیاتو په برخه کې رامنځته کړي وو .
امریکايي جنرالانو داشرف غني له دې نوښت څخه هر کلی کړی دی ځکه اوس د دوی لاس یو څه ازاد شوې دی .