
د احمدنګر كلا
د ۱۹۴۳ كال د جون ۱۵
ګرانه دوسته!
عرب فيلسوف ابوالعلى معرى زمانه درې ورځې بللى ده پرون چې تير شو نن چې تيريږي او سبا چې راځي:
ثلاثة ايام هــــــــــــــــى الدهر كله
وماهو الا الامس واليـــــوم و الغد
ولاالقمر الاواحـــــــــــــــــد غيرانه
يغيب وياتى بالاضيا المـــــــــجدد ([1])
خو په درى زمانو باندې په ويش كې دا نقص دى چې كوم مهال ته مونږ (حال) وايو نو هغه په حقيقت كې چيرته دى ؟
په دې ځاى كې چې دوخت احساس ميسر دى هغه يا تير مهال دى او يا راتلونكى مهال او دا دواړه زمانې اضافي تسلسل لري كوم مهال ته چې مونږ (حال) وايو دارښتيا ده چې دماضي او مستقبل نه علاوه د مهال يو دريم نوع زمونږ مخې ته راځي ، ځي چې مونږ يې نه شونيو لاى . او ژر تيريږي او نوعيت يې بدليږي، نو اوس مونږ دوه مهاله لرو يو هغه مهال دى چې تير شوى او بل هغه دى چې لانه دى راغلى خو حال ورك دى مونږ د حال لټه كوو چې ګورو هغه تير مهال وي، ښايي چې همدا وجه به وي چې ابوطالب (كليم) ته د ژوند ټوله موده دوه ورځې په نظر ورغلې ده:
بدنامې حيات دو روزې نبود بـــــــــــــيش
و آن هم كليم باتوچه گويم چسان گذشت
يك روز صرف بســتن دل شد به اين و آن
روزى ديگر بكندن دل زين و آن گذشــت
يو عرب شاعر همدا مطلب په پوره ايجاز او بلاغت سره ادا كړى دى :
متى يسا عدنا الوصال و دهرنا
يومان ،يوم نوى ويوم صـــــــــــــــدود ([2])
او كه د حال حقيقت نور هم نږدې شي او ورته وګوري نو واقعه داده چې د انسان ژوند له يو ګهيځ او ماښام څخه كوم زيات بل څيز نه دى . ګهيځ سترګې پرانيزي، غرمه په ډار او ويره تيره شي، شپه شي او بيا سترګې ټې شي:
شورى شد واز خواب عدم چشم كشوديم
ديديم كه باقيست شــــــــــــب فتنه غنوديم
خو بيا غور وكړي چې ددغه يو ګهيځ او ماښام له پاره څومره كړاوونه زغمل كيږي او څومره بيديا وې تر پښو لاندې كيږي ، ترڅومره سمندرونو تيريدل واقع كيږي ، او ترڅومره لوړو څوكو تيريدل د سړي په غاړه كيږي بيا هم د اور او پنبې افسانه ده او د برېښنا او درمند قصه ده:
درين چمن كه هوا داغ شبنم آرائى است
تســــــــليمى به هزار اضطراب مى بافند
ابوالكلام
[1]- ټوله زمانه درې ورځْې ده چې پرون نن او سبا دى او سپوږمې يوه ده چې الونيا كيږي او بيانوي رڼا راوړي.
[2]- كله به مو وصال په برخه شي او حال دادى چې زما نه دوه ورځْ ده يوه د نوا ورځ ده او بله د صدو د ورځ ده.