شپاړسمه کیسه :
کله چې الله (ج) لمونځ فرض کړ ، نو شیطان یوه زوروره چیغه کړه ، چې غږ یې ټول لښکر واورېد ، شاوخوا یې راټول شول ، شیطان په ډېرې خواشینۍ هغوی ته د لمانځه د فرضیت یادونه وکړه او وې ویل : هر څومره ، چې کولای شئ د مومنانو د لمانځه مخه ونیسئ او د لمانځه په وخت کې هغوی په یوه کار بوخت کړئ ، ترڅو چې د لمانځه د اداکولو موقع پیدا نه کړي .
شیطانانو وویل : که چېرې دا کار ونه شو کړای ؟ شیطان وویل : ښه تاسو یو کار وکړئ ، کله چې هغوی لمونځ ادا کوي ، نو څلور شیطانان به د هغوی څلورو خواوو ته ولاړ وي ، یو یې ښي اړخ ته ، بل یې چپ اړخ ته ، یو یې سر پورې او بل یې هم پښو ته ، له ښي لوري پرې غږ کړئ ، چې زما خواته وګوره ، له چپ لوري پرې غږ کړئ ، چې زما لور ته را وګوره ، د آسمان له لوري ورته ووایئ ، زما خواته وګوره ، د ځمکې له خوا پرې غږ کړئ ، چې زما خوا ته را وګوره او په زړه کې یې وسوسه واچوئ ، چې لمونځ په بېړه ادا کړي ، که چېرې زموږ له دې کوښښونو او هڅو سره ـــ سره هم هغوی لمونځ په ښه توګه ادا کړي ، نو موږ تباه کېږو او هغوی ته الله (ج) بښنه کوي .
اولسمه کیسه :
یوه ورځ حضرت نبي کریم (ص) ، حضرت ابوهریره (رض) د فطر صدقې د ساتلو په خاطر وټاکه او وې فرمایل : حضرت ابوهریره (رض) ټوله شپه له دې مالونو څخه ساتنه کوله . یوه شپه هغه ولیدل ، چې یو کس راغی او له دې مالونو څخه یې غلا وکړه . حضرت ابوهریره (رض) پاڅېد هغه غل یې ونیوه او وې ویل : زه به تا نبي کریم (ص) ته ورولم ، مګر غله په ډېر عذر او زارۍ سره وویل : د خدای (ج) له پاره ما خوشې کړه ، زه اولاونه لرم او ډېر اړ یم ، پر ما رحم وکړه ؛ د حضرت ابوهریره (رض) زړه پرې وخوږېد او هغه یې خوشې کړ .
سبا چې کله حضرت ابوهریره (رض) ، د حضرت نبي کریم (ص) په وړاندې حاضر شو ، نو هغه (ص) په خندا وفرمایل : ای ابوهریره ! د تېرې شپې بندي دې څه شو ؟ حضرت ابوهریره (رض) عرض وکړ : یا رسول الله (ص) ! هغه وویل ، چې اولادونه مې ډېر او زیات اړ یم ، نو زړه مې پرې وخوږېده او خوشې مې کړ .
رسول الله (ص) وفرمایل : هغه چې تاته څه ویلي ، نو درواغ ویلي ، باخبره اوسه ، چې نن شپه بیا راځي . حضرت ابو هریره (رض) بله شپه د غله د راتګ لارې څارلې ، نو وې لیدل ، چې غل بیا راغی او له یاد مال څخه یې بیا غلا پیل کړه ؛ حضرت ابوهریره (رض) لاړ او بیا یې هغه ونیوه ، غله یو ځل بیا عذر او زارۍ پیل کړې ، د خپلې ډېرې عیالدارۍ او اړتیا خبره یې رامنځته کړه ، د حضرت ابوهریره (رض) زړه بیا پرې وخوږېد او غل یې خوشې کړ ، سبا بیا چې کله د حضرت نبي کریم (ص) په وړاندې حاضر شو ، نو رسول الله (ص) ورته وویل : ابوهریره (رض) ! د تېرې شپي له بندي سره دې څه وکړل ؟ بیا حضرت ابوهریره (رض) عرض وکړ : یا رسول الله (ص) ! هغه یو ځل بیا د خپلې ډېرې اړتیا کیسه راته وکړه ، نو زړه مې پرې وخوږېد او هغه مې خوشې کړ . نبي کریم (ص) وفرمایل : څه یې چې درته ویلي ، ټول درواغ دي . نن شپه بیا راځي . حضرت ابوهریره (رض) درېیمه شپه ښه ځان بیدار کړ ، ګوري چې غل بیا راغی ، هغه یې ونیوه او ورته وې ویل : بد مرغه نن دې نه خوشې کووم ، تا به ضرور حضرت نبي کریم (ص) ته ورولم . غله وویل : ای ابوهریره (رض) ! زه څو کلمې در ښیم ، چې تاته به ډېره ګټه در ورسوي ، واوره ! کله چې ویده کېدې ، نو آیت الکرسي تلاوت کړه او بیا ویده شه ، نو خدای (ج) به تا ساتي او شیطان به نه در نږدې کېږي . حضرت ابوهریره (رض) د دې کلمو په اورېدو سره ډېر زیات خوښ شو او د یادو کلمو په خاطر یې غل یو ځل بیا خوشې کړ . کله چې سبا بیا حضرت ابوهریره (رض) د رسول الله (ص) په چوپړ کې حاضر شو ، نو د تېرې شپې ټوله کیسه یې نبي کریم (ص) ته وکړه . رسول الله (ص) وفرمایل : ای ابوهریره (رض) له ویده کېدو مخکې د آیت الکرسي د لوستلو په اړه یې درته رښتیا ویلي ، مګر خپله درواغجن دی . آیا ته پوهېږې ، هغه کس چې درې شپې پرله پسې تاته راغی څوک وو ؟ ابوهریره (رض) وویل : یا رسول الله (ص) زه نه پوهېږم .نبي کریم (ص) وفرمایل : هغه کس شیطان وو .
نور بیا .....
وروستي