په هېواد کې دصحرایي محکموبیا تکرار

 
په لرې پرتو  ولسوالیو ،کلیو او بانډو کې ددولت کمزوری حضور اود قانون ماتونکو پر وړاندې سست چلند ددې لامل شوی چې   وسلې والې ډلې،غله او ددولت مخالفین زړه ور کړي او دپخوا په شان یو ځل بیا دعام ولس په مرۍ دستم چاړه کیږدي او دخلکو ارام ژوند تریخ او نارامه کړي، دې ناوړه کړنو عام ولس اړباسلی چې دخپل مال او عزت ساتنې په موخه وسلې ته لاس کړي او ددوی پر وړاندې  په وسله واله مبارزه لاس پورې کړي، چې ښه بېلګه څه موده وړاندې په نیمروز ولایت کې دغلو هغه ډله د ملکې خلکو  لخوا وژل او په دار کول دي چې دلویو لارو پرسر به يې موټر ودرول او له سپرو  کسانو به يې پېسې او قیمتي توکي لوټل او وخت  ناوخت به يې دپېسو لپاره خلک برمته کول، همدا راز ورته پېښه  تېره ورځ دننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ په هاشم خېلو سیمه  کې د وسلوالو مخالفینو له لوري یو کس چې ګواکې پخوا يې دملې پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړي په عامه محضر کې دهمدې صحرايي محکمې  دپریکړې سره سم  په دار کول دي چې  موږ يې دبېلګې په ډول يې یادولی شو .
 هغه  سیمې چې دولتي حاکمیت پکې ضعیف  او  وسلوالې ډلې پلکې فعالې دي،همدې خپلسرو وسلوالو ډلو  عام ولس دومره ویرولی او تر خپل اثر لاندې  را وستۍ چې دهیڅ راز مسایلو  او شخړو دحل لپاره دولتي محاکمو او ادارو ته مراجعه نه کوي او خپلې ټولې ستونزې او شخړي  ددولت د وسلوالو  مخالفینو  همدې  صحرايي محاکمو ته وړاندې کوي، دافغان دولت په شتون کې دهېواد په لرې پرتو سیمو،کلیو  او بانډو کې دصحرايي محاکمو بیا تکرار  نړۍ ته دامنیت په ټېنګښت کې دافغان دولت د ناکامۍ پیغام ورکوي.
دچارو کارپوهان دصحرا يې محاکمو بیاتکرار  ددولتي محاکمو دناسمو چارو زیږنده بولې او وايي چې په دولتي ادارو او محاکموکې پراخ فساد او بې سارې بډې اخیستنې خلک اړ باسلي چې ددولتي محکمو  پرځای ددولت د وسلوالو مخالفینو همدې صحرايي محاکمو ته  مخه کړي،
د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ دملي وحدت حکومت ته په کار ده چې دشته ننګونو دلمنځه وړلو په موخه   په هېوادکې  دشته بې عدالتیو ،بې نظمیو او ښکرور فساد  مخه ونیسي،په ښارونو او ولسوالیو کې دقضا او څارنوالۍ په سیستم کې  جدي اصلاحات راولي، وړ کسان چې له هر ډول تبغیض او سمت پرستې پاک وي په دندو وګماري او په مسلسل ډول دې دهر ارګان له کړنو څار  اونظارت ترسره شي، چې دا کړنه به ددولت او  ولس ترمنځ دشته واټن په راکمولو کې ګټوره تمامه سي .
ددې ترڅنګ  په کار ده چې په هېوادکې دصحرا يې محکمو دبیا تکرار دمخنیوي او قانون ماتونکو ډلو دځپلو لپاره په ټولو لرو پرتو سیموکې ددولت حضور پياوړی او د قانون ماتونکو ډلو ،غلو او  وسلوالو مخالفینو پر وړاندې چې دخلکو ژوند يې له سختوستونزو  اوننګونو سره مخ کړی پراخ پوځي عملیات ترسره شي.