هندی مفکر اوشو ( ۱۹۳۱ ز – ۱۹۹۰ ز) د سولې په اړه وايي: “سوله ډیره ژوند بښونکې ده. سوله تر جګړې ډیره ژوند بښونکې ده- ځکه جګړه د مرګ په خدمت کې وي او سوله د ژوند په خدمت کې وي.”
خوپه افغانستان کې سوله داسې ورکه ده لکه د انځرګل چې ورک دی. سوله د ټولنې د نظم او پرمختګ لپاره په لومړنیو اړتیاو کې راځي. کله چې سوله وي، نو ټولنه کې ډاډ موجود وي او ډار تېښته کوي.کله چې سوله وي خلک چې څنګه غواړي هغسې ژوند کوای شي او هر څه چې غواړي هغه ته ځان رسوای شي. کله چې دا ((ژوند بښونکی)) حالت نه وي، نو حتمي ده چې ټولنه کې به خوندور ژوند، احترام، خوشحالي نه وي.
که ووایم، چې افغان انسان به د نړۍ تر هر بل انسانه ډیر سولې ته اړتیا لري نو غلطه خبره به نه وي. ځکه دلته له څو لسیزو راهیسې پرله پسې جګړو د سولې هیله او ارمان له خلکو سره تر هر څه ډیر کړی او خلک سولې ته ډیر زیات تږي دي.
خو افسوس ډیر خلک سوله پېژني هم نه خو وايي چې سوله به راولي. سوله داسې عادي شی نده، چې تش په خبرو راشي. سوله هغه کسان راوستلای شي چې عمومي ګټې تر شخصي ګټو لوړې وګڼي.هغه خلک چې په جګړه کې یې ګټه وي، هیڅ وخت یې د سولې لپاره هلې ځلې نتیجه ورکوای نشي. تر اوسه چې زمونږ د سولې شورا هلې ځلې لیدلي، یوازې په دودیز ډول او د شخصي اړیکو په اساس روانې دي، چې همدې کار د سولې شورا اهمیت یوې بې کفایته دودیزې جرګې او مرکې ته ورته کړی دی.
اوس خو د سولې شورا د کلي یوې شخصي شورا ته ورته دی. لکه څنګه چې د سولې شورا معاشونه لوړ دي، نو لوړپوړي چارواکي یې کوښښ کوي چې خپل خپلوان په بیلا بیلو ځایونو کې مقرر کړي.
همداشان د سولې شورا په ولایتونو کې پالیسۍ نه لري او له ولایتي ادارو سره د همغږۍ لپاره هیڅ ډول برنامې نلري. سولې شورا ځان جلا حکومت ګڼي او د حکومت نورو ادرو سره پر همغږۍ چرت هم نه وهي. که سولې شورا په دې ډول روانه وي نو په سیمه ییزو ادارو او ولس کې به د کرکې او نفرت سبب وګرځي او د سولې د راوستلو پر ځای به سوله ووژني. په ډیرو ځایو کې چې کله یو څوک د سولې له شورا سره یوځای شوي، له یو څه وخت وروسته د همدې شورا د بې کفایتۍ له وجې آړ شوي چې بېرته له وسله والو سره یوځای شي.
د سولې شورا په ولایتونو کې د وسلوالو د جذبولو لپاره هیڅ میکانیزم نلري او ددې لپاره هم کومه تګلاره نلري چې له جذبیدو وروسته وسله وال څنګه وساتي او د سولې په برخه کې ترې څنګه ګټه پورته کړي.که د سولې شورا هدف د سولې راوستل وي، خو په دې ډول سوله راتلای نشي.
دا شورا باید په افغانستان کې د سولې په برخه کې تحقیق وکړي. افغاني سوله او جګړه تعریف کړي. د سولې د نشتوالي علتونه پیدا کړي او ددې علتونو د لیرې کولو لپاره قوي او عملي تګلارې جوړې کړي.
هغه کسان چې په سولې شورا کې کار کوي، باید د صداقت، علمیت او سولې ته ژمنتیا په معیارونو وټاکل شي او په ګومارنه کې له هیڅ ډول شخصي تمایلاتو ګټه پورته نشي.
هغه وسله وال چې د سولې له شورا سره یوځای کیږي، هغوی باید په ډیر ښه ډول عادي ژوند ته رهبري کړل شي. شورا یې په منظم شکل د اړتیاو د پوره کولو لپاره کار وکړي تر څو بیا اړ نشي چې د وسلوالو لمنې ته ځان وغورځوي. (پای)
وروستي