د پارلمان د وکیلآنو په لمن لمونځ کیږي

 
د ملګرو په مجلس کې دپارلمان د وکیلانو خبره یاده شوه،چابه ویل دوی غاصبین دي،ځمکې غصبوي،قاچاقبران دي،غله دې،په خپل سرو وسلوالوډلو يې امنیتي وضعیت خراب کړي،دتروریستانو سره خواخوږي لري،ان یو خو ویل چې پخواني د ملي امنیت رئیس امر الله صالح یوه ورځ د وخت جمهور رئیس جلالتماب حامدکرزي ته داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي وه چې دپارلمان د وکیلانو له موټرو ځانمرګي ښکته کیږي،ددوی په موټرو کې قاچاق کیږي... ، نه پوهیږم، چې ولي ښاغلي حامدکرزي صالح ته ددغو وکیلانو دنیولو امر ورنکړ.
دا یو روڼ حقیقت دی چې زموږ قانون جوړونکي غیر قانوني وکیلان له دې بدبختیو خالي نه دي،ولې له دې ور اخوا ټول وینو چې دوی په مرکز کې لوی قرار دادونه ترلاسه کوي، وزیران ددي لپآره استضاح کوي چې په هغوی فشار واچوي ترڅو ورته یو څومرداري ورکړي،په مرکز او ولایاتوکې خو لوړ ټول بستونه ددوی نه څوک نه شي نیولی،په هره اداره کې چې مهم پوسټونه وي هغه به د وکیلا خپل خپلوانو نیولی وي،عایداتي سرچنې هم همداسې،دګمرک،مستوفیت،ولسوالیو ،ریاستونو، او ان دلېسو تر مدیریتونو ټول دهمدوی خلک دی،ډیری هغه ځوانان مو چې دماسترا تر کچې لوړې زده کړې لري دهمدې خپلوان پاللو له امله پرځای پاتې دي او مهمو پوسټونوکې دکلونو،کلونو راپدیخوا داسې نا اهله کسان ناست  دی چې ددولت  او ولس ترمنځ يې واټن زیات  کړی، د مراجعینو سره ددوی ناسم چلن ډیر اړ باسلي چې دمخالفینو لیکو ته ورشي او وسلواله مبارزه پيل کړي.
په تحصیلي ادارو  کې هم دوی ښکیل دي، دخارجي  تعلیمي بورسونو سره هم ورته عمل ترسره کوي، په ولایاتوکې هغه کسان لیږي چې دوی ورسره د خپلوئ او یا نورې اړیکې لري،متاسفانه چې دا ډول لیږل شویو ځوانانو  چندان ښه نتېجه نه ده ورکړې،اکثره يې هلته ناکام  او د فحشاؤ ښکار شوي دي چې دهېواد نوم يې بدنام کړی دی.
امنیتي ارګانونو کې خو ددې لپاره لاس وهنې کوي او په مهمو پوسټونوکې خپل خپلوان  او ملګري مقرروي چې دوی  خو سلګونو شخصي ګاردانو،تیلو ،وسلو او خیالي عسکرو ته اړتیا لري ،ترڅو  په ولایاتوکې همدې غیر قانوني کړنې ته دلاس رسي په موخه په امنیتي ادارو کې خپل کسان ولري او په دې سره  دملي دفاعي او امنیتي ځواکونو  د وسلو،تیلو،موټرو ،امکاناتو او تجهیزاتو نه دځان په ګټه ګټه پورته  کړي.
ستړي کوم مو نه، دهمدې بنډار په لړ کې یو ملګري راټوپ کړل او وې ویل پریږده دپارلمان وکیلان ښه خلک دی،که پورته ذکر شوې او نورې هغه  کړنې چې یادې کړې مو نه دي ترې لرې شي نو په لمن يې لمونځ کیږي.
ټول رښتیا ووایاست د کله نه چې تاسو کوم وکیل ته رایه ورکړې له هغې وروسته يې ستاسو سره سلام هم کړی؟ ستاسو کومې کوچنۍ ستونزې ته يې لاس رسي کړی؟.......... ډاډه یم چې ځواب به (نه) وي.
پام چې دبیا ځل لپاره  په ټاکنه کې کومه تېروتنه ونکړئ او په خپله دخپل ځان او هېواد برخلیک دداسې خلکو په لاس کې ورنکړئ چې هغوی ته یوازې خپل جیب او خپل ځان مهم وي.