پام چې و يې نه لولئ!

 
دا لیکنه زه خو وایم مه يې لولئ، خو تاسې نه ودریږي ادامه ورکوئ:
راځه ! څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د اوسنیو بدبختیو ترشا چې د ولس او نظام لپاره يې ستر سرخوږی جوړ کړی ،په سیستم کې ځیني کړۍ، مافیاوي ډلې، زور واکي، پخواني ټوپکسالاران او تر ټولو بد د پارلمان ځیني غړي دي چې کړنو يې پر ولس د ژوند حلقه راتنګه کړې ده.
دملت او قانون جوړونې په کور کې اکثر هغه خلک  چې دوژنو،غلاؤ،غصب اوقاچاق خورا بدې سابقي تر شاه لري راټول شوي او دنظام لپاره يې تر وسلوال دښمن زیات سرخوږی جوړ کړی دی،دوی همیش هڅه کړي چې دخپلو شومو ګټو لپاره  له زندانونوڅخه قاچاقبر،غله او تروریستان  خوشي کړي،دخپلوګټو لپاره په وزارتونو فشارونه اچوي،لوی  او واړه قرار دادونه ترلاسه کوي،ان دکابېنې له وزیرصاحبانو سره شراکتونه لري،خو که  کوم وطنپال غزیب وزیر يې فرمایشونو ته  غوږ ونه نیسي نو بیا په دې ګواښل کیږي چې د استضاح لپاره به يې پارلمان ته وغواړي او د صلاحیت رایه  به ترې واخلي،چې دې دې ګواښونو په ډیرو برخوکې د وزارت خانو دمسؤلینو لاسونه تړلي او نه پریږدي چې په ازاده بڼه خپلې چارې پرمخ یوسي.
حکومت ته خو تر ټولو ستر سرخوږي همدوی جوړه کړی ،په قضایا قوه  کې لاس وهنې،په ملکي اونظامي برخوکې په مهمو پوستونو باندې دخپل خپلوانو او لاسپوڅو مقررول او ان دولایتي شورا ګانو غړي په لاس کې اخیستل ترڅو په راتلونکي کې یوځل بیا دهمدې وکیلانو  په مټ دشخصي ګټو د ترلاسه کولو اوخوندیتوب لپاره د وکالت  واګی دبیاځل لپاره ترلاسه کړي.
که دهېواد وروستي ترینګلي حساس امنیتي وضعیت ته متوجه شو،هره ورځ مو دویر،غم او وژنې کوربه وي،په سرحدونو مو ګاونډیان لکه وږي لیوان له هر لوري حملي کوي،د وینو سېلاب مو دهر کور خوښۍ تروړلي،ځوانان مو دهمدې ناخوالو له امله له هېواده دتېښتې لار نیسي او دهغه نابرخلیک سفر پرلور نورې نړۍ ته زړه ښه کوي چې ډیرو خو يې د ارمانونو ډک زړونه دسمندر په غیږکې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او دماهیانو خوراک شول.
دوی ددې ټولوسره،سره چې ولس د ویر په ټغر ناست دی،خپلې مزې چړچې کوي،عیاشی اوفحاشي کوي،دشراب خوریو مجلسونه جوړوي،دنړۍ نورو ملکونو ته تفریحي سفرونه کوي،دوطن،خاورې،ولس او سرحدونو په هېڅ کېسه کې نه دي،ددې خوبه لاخبر هم نه وې چې دطالب ترڅنګ دداعش تورمخې بلا دنس مړولو لپاره زموږ دولس په وینو زبېخلو ګزاره روانه کړې ده.
هسې په کور اوټولنه کې خو  مشران دنورو په فکر کې وي،خودا تر قانون مشران وکیلان يې په دې نه دي،دوی خو ځانته دومره لوړ صلاحیت ورکړی دی چې قانون يې بچی هم نه دی،ان ددوی چرسیانو،لوپرانو  او غلو ګاردانو خو دښار په واټونو  کې دملي پولیسو په وهلو هم صرفه نه ده کړې،خوچې په رسنیو کې کېنې داسې بې بندوباره  او بې فکره څرګندونې به کوي چې  ته به وايي په لمن يې لمونځ کیږي،خو اصلاً دوی دي چې ولس او نظام ته ددښمن ترخنجر زیات مضر دي.
ډیر مو نه ستړي کوم،ددوی ددې کړنو په اړه یوکتاب خبرې هم کمې دي، دملي دفاع اوکورنیوچارو له وزارتونو او دافغانستان دملي امنیت اداري ته په کار ده چې ددې ښکرورو له منګولو امنیتي ځواکونه را وباسي  اود امنیتي ځواکونو  دفرد،فرد چې ددوی لخوا وهل ډبول شوی کلکې پوښتنې وشي.
د یو ځوان په صفت دقلم له خاوندانو او مدني ټولنو  هم په کلکه غوښتنه کوم چې په ډیر جرائت سره ددې خلکو پر وړاندې چې دولس په مرۍ يې دستم چاړه اېښې ودریږي او نور پرینږدي چې دوی دخپلو ګټو لپاره دټولو ژوند نارامه ،تریخ  او ملي ګټې قربان کړي.
په درناوي