
سیاست وال د عرف له مخې تل هغه لارې چارې لټوي چې په واسطه یې خپلې موخې ته ورسیږي ، په تیره بیا د افغانستان سیاسيون، چې تل د خلکو او ولسونو له رایې او اعتماد څخه په ګټې اخیستو د واک پرګډۍ خیټې اچولي دي او له همدې ممکنه طریقې څخه دوی خپلې موخې تر لاسه کړي دي، متعددې مولفي دي چې سیاسیون یې په کارولو سره د یوهیواد پر ولس ځان تپي ...
ترټولو مهمې کړنلارې ، ( درواغ ) ، (فریب او دوکه) ، ( هوايي او له حقیقت څخه لرې وعدې ) او په همدې ډول سلګونه نور شعارونه او د ژړا ترکچې موارد دي چې د قدرت مینه وال یې د ټاکنیزو دورانونو پرمهال عملي کوي،
بله تشه په ولسونو کې ناپوهي او د سواد کمښت دۍ، ترخوایې جګړه او بد امني هم خپلې اغیزې لري، خو د سیاسي شعور کمښت او اقتصادي فقر بیا تر ټولو ستره ستونزه ده چې افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان دۍ ، چې ولسمشرۍ یا ملي شورا نوماندانو ته مهمه لاره او اغیزمنه وسله ده او د ځان په ګټه یې کاروي،
افغانستان په تیرو شلو کلونو کې سختې شپې ورځې او ترخه کالونه چې ویر او ماتم ، درد او غم څخه ډک وو ترشا پرېښول، لنډه داچې د امریکا په مشري د اسلامي تحریک له نسکورولو وروسته ، د څو پړاویز حکومتي نوي نظام په راتګ سره بلاخره افغانستان په نصبي ډول د مرکزي نظام او حاکمیت تجربې ته کوربه شو.
حامد کرزی د افغانستان له شل کلن ناورین وروسته نوي څېره، د سیاسي نظامونو، په څو حکومتونو کې پاتې شوی او لوبیدلې څېره، حامد کرزی د اسلامي تحریک له نسکوریدو وروسته د امریکې په مشري د نړیوالې ټولنې کلیدي او د باور وړ شخصیت په ګوته شو ، چې د افغانستان له موجوده حالاتو او سیاسي فضا څخه د پوره مطالعې ، درک او فهم څخه وروسته واک ته ورسېد.
د ښاغلي کرزي د حکومت له چارو څخه مهمه اساسي او بنیادي کارونه د حیاتي زیرمو رغونه او تر ډېره حده نوي کول ، سیاسي چاپیریال ته لاره خلاصول او په لسګونه نور داسې چارې وې چې تنظیمي شخړو او وحشتونویې ټول ابعاد له منځه وړي وو، افغانستان بیا ځلې د نړۍ په کتار کې د یو هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو ، ملي حاکمیت تر یو حده تعریف شو ، اساسي قانون جوړ ، د ملي شورا لپاره ټاکنې وشوې ، رسنۍ د اساسي قانون پر اساس دآزادۍ لوړې درجې ته ورسېدل او په لسګونه تلویزیونونه ، راډیو ګانې او په سلګونه ورځپاڼې او انترتي خپرنیزو شبکو ته د آزاد فعالیت حق ورکړل شو،
د یو واحد او خپلواک هېواد لپاره هڅې وشوي او د دې ټولو په سر کې حامدکرزي د جمهور رییس په توګه نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړل، ښاغلي کرزي فکر کولو چې لویدیځ به له د سره مل او ملګری پاتې کیږي خو له بده مرغه د ښاغلي کرزي دا ډول فکر او تصور یوازې د ده په مغزو کې پاتې او لویدیځوالو یې له عملي کولو انکار وکړ.
د ښاغلي کرزي په څو پړاویز حکومت کې داسې کسان ، داسې څیرې او نومونو ته د شهرت او پرمختګ لاره خلاصه شوه چې تر هغه وړاندې یې خوب هم ورته ګران وو، حامد کرزي غوښتل په نظام کې ټولوته د حق او عدالت پر اصل ولاړه برخه ورکړل شي او په دې توګه ملي وحدت عملي انځور نندارې ته وړاندې شي، چې تر یو حده په دې وتوانید ، مګر نا اهله او کم ظرفه کسانو ته په نظام کې د داخلیدو زمینه هغه وخت برابره شوه چې بهرني مرسته کونکي هیوادونو د خپلو مرستو په بدل کې د خپلو استازیو او استخباراتي افرادو ټاکل او په دولت کې دهغوی شتون د شرط په توګه حتمي وبلل ،
سره له دې چې افغانستان د هغوی مرستو ته اړتیا لرله ، بله لاره نه وه چې ولسمشر عملي کړي وای، له دې ګام سره سم په نظام کې د نفاق لاره هم هواره شوه ، حال دا چې بهرني او استخباراتي دخالتونه هم پراخه کیدل، تازه افغانستان آرامه سا ایستله چې پاکستان مجدد شیطانت پیل شو او د طالب په نوم د افغانستان دولت ته پوځي مخالفین د امریکې او انګریزانو د برنامو پر اساس سمبال او پوځي مخالفت ته یې تجهیز کړ، چې له نیکه مرغه د حامد کرزي د روښانه او باثباته فکري سیاسي پلانونو په نتیجه کې د لوی دهشت او وحشت څخه د مهار کولو چارې پیل شوې .
جګړه پیل شوه نا امني او مخالفتونو زور واخیست ، خو مهار کول یې هم ساده کار نه په ګوته کیدلو ، سره له دې چې د ښمن خپلو بریدونو او حملوته مخامخ دریځ درلود، خو حامد کرزي د دښمن پر تفکیک لاس پورې کړ او پر دوه شاخویې منقسم کړل، افغاني طالبان یعني سیاسي مخالفین ، پاکستاني دهشت ګر یعنې ترهګر ، چې د یو رغنده سیاسي فکر په پایله کې د ترهګرۍ ځاله مشخصه او مالي سرچینې یې هم په ګوته شوې، د غه حالت دوام وکړ او بلاخره د کرزي موقف په نړېواله کچه منونکي پیداکړل چې افغان طالبان سیاسي مخالفين دي او دوی خپل هیواد نه ورانوي، د افغانستان د ورانونکیو ځاله په پاکستان کې ده، پاکستان یې ملاتړ کوي البته موخه مو د پاکستان له کارونې جاسوسه بد نامه استخباراتي ( آی اس آی) اداره ده، چې ترهګر یې د امریکې پر پیسو په خپل غیږ کې روزل او افغانستان ته یې را استول.
دکرزي بهرني پالیسي لوی موقف در لود او په دې توانیدلی وا چې بهرني مرستې او ملاتړ د افغانستان دولت په لور جذب کړي، دغه راز ګاوندي هیوادونه لکه پاکستان او ایران د مختلفو سیاسي او ترهګریزو هڅو په کولو سره خپلو مخوته ونه رسیدل ، له چین او هند سره دافغاني لوري ټینګه ملګرتیا دومره کلکه اغیزه د امریکې پر ستراتیژۍ واچوله چې د کابل او سپینې مانۍ د اړیکو پر ترینګل تیا تمامه شوه ،
دې ورته په بهرني اړیکو کې ښاغلي کرزي غوره لاسته رواړنې لرې او په دې چارو کې دافغانستان موقف تازه بڼه غوره کړه.
په کور دننه حکومتي چارې له ستونزو خالي نه وې او د نا اهله کسانو حرامې او باطلې مفکورې وې چې د کرزي پر هڅو سېره غورځوله ، کرزي د سولې سخت مینه وال او طرفدارپه توګه د جګړې ختمول یې یوازنی موخه وه، له امریکې سره د پوځي یا دافغانستان د خاورې خرڅونه هغه مورد دۍ چې د کرزي له خوا ورته ګوته ونیول شوه او له لاسلیک یې انکار وکړ، چې د شمالي ډلې او ټپلې له خوا د ښاغلي کرزي دغه اقدام له کلک غبرګون سره مخ او په حکومتي چاروکې د پرمختګ د ځند او خنډ لامل و ګرځيد خو حامد کرزي خپلې هڅې او موخې ته دوام ورکړ.
د پخواني ولسمشر دافکارو مخالفین یا د شمالي ټلوالې ډله تل په دې لټه کې وه چې له کومې او څنګه پر کرزي فشار وارد کړي چې یا له واکه لرې شي او یا دا چې د خپلو افکار پر موقف بیا کتنه وکړي، حال داچې ښاغلی کرزي شمالي ډلو او تپلو ته په نظام کې دافغانستان له نورو قومونو سره په ښکاره مخالفت کې غوره او کلیدي موقفونه ورکړي وو، یعنې کرزي د یوه غوره سیاست له مخې په دې پوه وو چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دۍ که مخالفین دي او که موافقین ، البته د ترهګرو او ملي خیانت ګرو شناخت او معرفت ته یې هم لاره بیله کړې وه.
په ټولیزه توګه تېر۱۳ کلن کاري ماموریت او د حامد کرزي ستومانه هڅې له ګڼ کورني او باندني ستونزو سره سره په داسې یو پړاو کې پایته ورسیدې چې د بل نظام لپاره هیڅ ډول سر خوږی او منډوته لاره نه وه پاتې ، په ځینو برخو کې د تخنیکي یا تشکیلاتي چارو نیمګړتیا ساده او عادي خبره ده، مهم او اړینه خبره بنیادي او تل پاتې هڅې دي چې نتیجه ورکړي او داکار د ښاغلي کرزي په هڅو کې شامل وا.
ښاغلی کرزی دافغانستان ولس لپاره په داسې شرایطو کې مشري ته قدم پورته کړ چې نور نو نه د ځغاستې او نه ده خپوړو وس په چاکې وو، چور چپالو ، شکونې او قتلونه ، بې ناموسي او ډاکو ایزم نارې آسماته ختلې وې ، ټوپک والو او مرګ سالارانو ښې شکونې او غلاوې وکړې ( چور په رسمي توګه اعلان شوی وا) ، سخت دریځي ډلې هم غلي پاټې نه وو، هر څوک دخپل کلي او کوڅې خاني کوله او نارواوې به یې پرخلکو تپل.
خو د ښاغلي کرزي ستومانه تقدیر او ستړې کیدونکي هڅې وې چې وحدت او اتحاد یې په ټولو چارو حاکم کړ، د سختو ورځو مهار کول سخته وه او د هر شوده کار نه وو ، کرزي قربانۍ ورکړې او رنګ بدۍ هم پرې ولورول شوې ، کرزي او د هغه ټینګه او عظیمه ارداه دپرښې په شان مقاوم او کلکه پاتې شوه ، کرزي د دې خاورې لپاره بنیادي کارونه وکړل .
کرزي ۱۳ کاله وړاندې د تیرو ۲۰ کلنو تنظیمي جګړو وران شوي تاریخي آثارونه نوي کړل او دافغانستان لپاره یې یوه مرمرینه ډبره د پوخ بنسټ په توګه خښه کړه ، څوک به ښه ورته واي او څوکه به داسې پوچ او ناسزا ورته ډالۍ کوي چې دهغه له خوا په خندا منل کیږي او شرم یې بیرته وینا والو ته ور ګرځي، کرزی د ۲۱مې پیړې مفخر او مدبر سیاسي شخصیت دی ، افغانستان یې که نن قدر نه کوي سبایې آرمان ته په ویر او د غم په ټغرونو کې اوښکې څڅوي.
افغانستان د حامد کرزي د هڅو مدیون پاتې کیږي ، حال داچې دوی د یو افغان په توګه خپل مسؤلیت ترسره کړی.
عبدالغفار کامیاب