د تېلو بادشاهان (۵۱برخه)

 
د مارچ پروګرامونه
 
د ۱۹۷۵ کال په مارچ کې له لیزبون څخه تر سایګون پورې، د امریکا زور او ځواک له ماتې او شاتګ سره مخامخ وو. په منځني ختیځ کې د کیسنجر د سولې لړزېدلي پلان د یوې بلې وسله والې شخړې او د تېلو د بندیزسپرغۍ را وټوکولې، په اروپا کې پرتګال د کورنۍ جګړې پر پوله ولاړ و ځکه چې د چپ اړخي حکومت مخالفين د کودتا لپاره را پورته شول، په کمبودیا، سویلي وېتنام او لاووس کې کمونست پلوه ګوریلايي جنګیالیو د امریکا پلوي واکمن رژیم پر ضد پراخ یرغلونه پیل کړل. د میاشتې په وروستیو کې د نړۍ پام یو ځل بیا سعودي عربستان ته ورواوښت. د مارچ د ۲۵مې په سهار د سعودي باچا ملک فیصل او د هغه هېواد د تېلو وزیر ذکي یمني سعودي ته د کوېټي چارواکو د رسمي لیدنې لپاره هرکلی وکړ. د سعودي د تلویزیون یوه کار کونکي د دغه هرکلي د نور جریان فلم اخیسته. باچا په دودیز ډول د خپل مېلمه هرکلی کاوه. د هغه وراره فیصل ابن عبدالعزیز چې په امریکا کې یې لوړې زده کړې کړې وې په بیړه  ورمخې ته شو او تمانچې ته یې لاس کړ او ۳  ډزې یې وکړې، درېواړه مرمۍ په اویا کلن باچا کې ونښتې. یوې مرمۍ د باچا د غاړې رګونه پرې کړل باچا مرګونی ټپي شو او په ماڼۍ کې راوغورځېد او په ودانۍ کې یې د وینو ډنډ جوړ کړ. پرهمدې مهال د ماڼۍ ساتونکو پر بریدکونکي سترګې خښې کړې او د هغوی سترګې پر شېخ یمني ولګېدې. ساتونکو د دغه ځوان له لاسه په زور تمانچه واخیسته. ډېر ژر ولیعهد شهزاده خالد له خپل ورور شهزاده فهد سره په ګډه د باچا فیصل ځای ناستي شول او د هغه ټول واکونه یې عملاً ترلاسه کړل. دغه چټک لېږد چې د سعودي دغو ۲ وروڼو په کې رول ولوباوه یو ځل بیا واشنګټن ډاډمن کړ او داسې یې وښوله چې دا د تاوتریخوالي یوه ناڅاپي پېښه وه. نه دا چې یوه راډیکاله کودتا وبلل شي. د سعودي چارواکو وویل، له دې سره چې ځوان شهزاده فیصل خطرناکه دوره تېره کړې وه، خو هغه له ذهني کبله دومره هم ناروغ نه و چې یو خطرناک قاتل دې وي. په داسې حال کې چې په کلیفورنیا او کولراډو کې یې په  ډېر نفرت کې ژوند کاوه او یو ځل د هغې دسیسې په تور ونیول شو چې په ناقانونه کارو بار کې یې لاس درلود او له هغو چپ اړخو رادیکاله ډلو سره یې اړیکه درلوده چې د صیهونستانو پر ضد یې فعالیت کاوه. دغه مهال شهزاده فیصل د خپل مشر ورور خالد په مرسته ازادې مزې کولې. هغه لا دمخه ده ته دنده سپارلې وه چې د هغو بنسټپالو اسلامپالو مشري وکړي چې په ریاض کې د تلویزیون د لېږدوونکو په یوې دستګاه یې برید وکړ. کله چې هغه سعودي عربستان ته راوګرځېد شهزاده فیصل له محافظه کاره اسلامپالو سره ملګری شو او له شاهي کورنۍ سره یې له اړیکو ټینګولو ډډه وکړه او په ډېر ویاړ یې د هغه وړاندیز له منلو هم سر وغړاوه چې د سعودي د شاهي کورنۍ ټولو نارینه غړو ته د مناسبې دندې د ورکړې لپاره کېږي. د هغه دا تصمیم چې باچا ووژني له هغه سره د کینې او له هغه د غچ اخیستو یو عمل و او د شهادت په هیله یې دا کار ترسره کړ. د هغه  دا هیله پوره شوه. ځوان شهزاده په عام محضر کې د قتل په جرم اعدام شو او سر یې پرې شو. د هغه سر د ریاض په یوه څلور لارې کې د خلکو له ګڼې ګوڼې مخکې په یوه ستنه کې وځړول شو. 
د ټایمز مجلې رپوټ ورکړ چې « تېره اونۍ نړۍ فوق العاده ټکان وخوړ. د مارچ ۷ تاریخي ورځې چې زړې هیلې یې کمې او نوي خطرونه یې زیات کړل» دا یوه داسې میاشت وه چې د هنري کیسنجر روحاني پالیسۍ ته په کې نه جبرانېدونکی زیان ورسېد. د هغه د شخصیت افسانې یا کیسې نوره هېڅ ګټه نه درلوده. هغه په خپله هم په دې پوهېده «زموږ د منځني ختیځ پالیسۍ ړنګه بنګه شوه» کیسنجر په ترخه لهجه د امریکايي یهودانو د ټولنې مخکښ مشر مکس فیشر او په امریکا کې د اسراییلو وتلي ملاتړي لابي کونکي ته په دې اړه خپله غوصه او غم ښکاره کړ. کیسنجر په اسراییلو او امریکا کې په یهودي ټولنو تور ولګاوه چې د منځني ختیځ په اړه یې د ده د سولې پلان پر ضد هڅې کوي او غواړي چې ناکامه او سبوتاژ یې کړي. په ډېر اسانۍ سره مو دا هېره کړه چې د ایران باچا کردیان په میدان خوشي او اسراییلیان یې د هغوی د تېلو د ورکړې او امنیت په ژمنو بې باوره کړل، «زه باید د یوه ملګري په توګه تاسو ته وایم، د دغو خبرو اترو ناکامېدل به د یوم کیپور (د اکتوبر له جګړې) وروسته تر ټولو ګواښوونکی بحران وي. د دې لپاره نه چې موږ به څه ترسره کوو، بلکې د دې لپاره چې څه به راپېښ شي» هغه ښاغلي فیشر ته وویل «موږ خپل کنټرول له لاسه ورکړ.»
د کریسشن ساینس مانیټور په ورځپانه کې د جوزسف هاسچ په نوم یو لیکوال لخوا یوه تحلیلي لیکنه خپره شوه چې په کې راغلي وو « د امریکا بهرنۍ پالیسي د سړې جګړې له همغو لومړیو ورځو راهیسې دومره ډېر خطرناک وضیعت  ته نه و رسېدلی. د بایلودو دومره ډېر ګواښ کله هم نه و ورته مخ شوی. ډېرې ناحل شوې او کړکېچنې ستونزې ورته مخامخ وې او د دغو ستونزو په اړه د ډېر تشویش لاملونه ورته مخ وو. د ولسمشر او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر لپاره د دغه مارچ پېښې ډېرې خوندورې نه وې. د دې لپاره چې حالات د ځان په ګټه  ولوبو او هر څه زموږ تر کنټرول لاندې وي دا باید په یاد ولرو، پرته له دې چې په پرتګال کې سیاسي حالات خراب شول، دغه خطر د امریکا په نورو حاشیوي ګټو او اغېزو سیوری وغوړاوه، خو مرکزي رول یې نه لاره. دوی د ۳ اونیو په لنډه موده کې ډېر کړکېچونه ولیدل» هارسچ د ولسمشر نیکسون پر سیاسي دوکتورین تور ولګاوه چې  له کبله یې په پرلپسې او سیستماتیک ډول سره په نړیواله کچه د امریکا د زور او ځواک د ماتېدو لامل شو او د امریکا دریځ ته یې پراخه ضربه ورسوله.
اصلاً د نیکسون دوکتورین د اسیا په لویه وچه کې د امریکا قدرت په بشپړه توګه له شاتګ سره مخ کړ او هره خوا امریکا په سمندري او هوايي ځواک او قدرت باندې تکیه وکړه، خو دغو ځواکونو اوس د پرمختګ پرځای پر ملي دفاعي تګلارې تکیه کړې وه  او دا ډېره ستونزمنه وه چې خپل مورال اوچت وساتي. د امریکا لپاره په هره څنډه کې پرېشاني او خفګان ډېر و. د یوه ملګري او مشتري له لاسه ورکول نور ټول پرېشانه کوي. هاخوا په سرحدونو کې هېڅوک باوري نه وو چې دغه ناسم حالت به پای ته ورسیږي. که واشنګټن کمبوډیا خوشې کړه نو نور کوم هېوادونه او دوستان کېدای شي خوشې کړي؟
 
دا داسې پوښتنه وه چې د رضا شاه پهلوي لپاره یې د ښکاره بدشګون مفهوم درلود. د امریکا بهرنۍ پالیسي په سخت بحراني حالت کې وه او د کیسنجر واقعبینانه تګلاره د ښي اړخو سناتورانو لکه هنري جکسن او د هغه د بې شرمه ځوان مرستیال ریچارډ ایلیوټ ابرامس او پاول ولفویتس لخوا تر کلکو بریدونو او نیوکو لاندې راغله. نویو محافظه کارانو پر دې بحث کاوه چې د ایران د باچا دا تصمیم چې د کردیانو له ملاتړه یې لاس واخیست، کېدای شي د اسراییلو امنیت ته چاودېدونکی خطر پېښ کړي. جاکسون د مارچ په ۲۲مه د بهرنیو چارو له وزیر کیسنجر څخه وغوښتل چې دولت دې یو ځل بیا پر ایران د اټومي بټیو یا ریکټورونو د پلور معامله رامخې ته کړي او دغه کار یې د دې لپاره کاوه چې شاه وهڅوي له امریکا سره له ملګرتیا په شا نه شي. جکسن وویل، «د شاه بهرنۍ پالیسي داسې ښکارېده چې دوام او باور نه لري» د همدغه دلیل لپاره ایران له ښي اړخ څخه د یوه مهم او مطلق ګواښ په توګه را دبره شو چې د امریکا په مرسته ارزېده. دغه ډول معامله چې ایران ته دې په لویه کچه د اټومي توکو او انرژۍ د تولید د وړتیا ورکول چې پلوتونیم هم په فرعي ډول تولید کړای شي اړتیا ده چې ښه وارزول شي، ځکه چې داسې اندېښمنوونکي شواهد رابرسېره شوي چې ایران په عجلې سره د پالیسۍ د بدلولو وړتیا لري او خیالي سرحدونه را منځ ته کولی شي.
 
کړکیچ د اسراییلو او ایران د مشرانو د بویینو او خرابو اړیکو پر اساس رامنځ ته شو. کله چې جاکوب جاویټس کیسنجر ته تلیفون وکړ او ترې ویې پوښتل چې ایا واشنګټن ته د شاه د راتلونکي سفر پرمهال د کیسنجر لخوا د شاه د درناوي په موخه د یوې سهارنۍ مېلمستیا لپاره د اسراییلو د سفیر له رابللو سره خوبه کومه ستونزه نه لري؟ د بهرنیو چارو وزیر ډېر روښانه منفي ځواب ورکړ « فکر نکوم» اسراییلیان له هغوی سره دښمني کوي او د کردیانو د نه ملاتړ په تړاو یې پرې تورونه لګولي دي»
د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې هم په غیر مستقیم ډول کور ته په ایران کې د امریکا د سفیر هلمس د قانوني ستنېدو یانې د کار د پای ته رسېدو له کبله اغېزمنې شوې وې.
د امریکا د متحدو ایالتونو کانګریس د ۱۹۷۰یمو کلونو په اوږدو کې په چیلي هېواد کې د ډیموکراسې د دړې وړې کولو په هڅو کې د سي. ای. اې د رول لرلو د تورونو د سپیناوي په اړه پراخې پلټنې پیل کړې. پلټوونکو شک وښود چې په تهران کې د امریکا سفیر، د ۱۹۷۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د سفیر په توګه د هغه د تایید‎ۍ په استماعیه غونډه کې سناتورانو ته هغه مهال دا دروغ وویل او دا یې رد کړه چې ګنې دی په چیلي کې د کودتا او د نظام د را نسکورېدو په هڅه کې د سي. ای. اې پر رول خبر و. سفیر هلمس د ۱۸ میاشتو په لړ کې  ۱۳ ځله له تهران څخه  په دې او ځینو نورو مسئلو د پوښتنو لپاره واشنګتن ته راوبلل شو او په سلګونو ساعته یې د سنا یا مشرانو جرګې او ولسي جرګې د پلټونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هلمس وویل:« په هغو ورځو کې که د هوا او الوتنو ترمنځ اړیکه ښه وای، له تهران څخه تر واشنګټن پورې داسې سفر چې په لندن کې دې الوتکې هم بدلې کړای شي چې په متوسطه کچه له ۱۷ تر ۱۸ پورې څوکۍ لري او د ساعتونو ساعتونو لپاره په هوا کې وي، د سفیر قانوني ستونزې او له سفرونو ډک جدول هغه ته د دې ډېر چانس نه ورکاوه چې په تهران کې پر خپل کار ډېر تمرکز وکړي.»
په اپریل میاشت کې هغه د مرستیال ولسمشر راکفیلر د دفتر په مخکې د منتظرو خبریالانو د ګڼې ګوڼې په مخکې را وغورځېد، په دغو خبریالانو کې ډانییل سکور هم و چې په لومړي ځل یې د سي. ای. اې د دسیسې په اړه رپوټ ورکړ. هلمز د یو شمېر تماشاچیانو په مخکې نارې کړي: «تاسو قاتل، تاسو وژونکی، وژونکی، تاسو ته خلک باید دغه نوم واخلي»
کله چې د ۱۹۷۵ کال په می میاشت کې پهلوي باچا له واشنګټن څخه رسمي لیدنه کوله ولسمشر فورډ ته د هغه د بهرنیو چارو د وزیر لخوا د معلوماتو یوه پاڼه ورکړل شوه چې په کې د ایران او امریکا د اړیکو په تاریخ رڼا اچول شوې وه (فورډ د ایران او د شاه په اړه ډېر معلومات نه درلودل) دا په دې مانا وه چې کیسنجر د ایران د داخلي وضعیت په اړه پوره او هر اړخیز معلومات درلودل او د شاه د پلان او قصد په اړه ښه پوهېده او غوښتل یې چې د هېواد مشر یې په دې برخه کې داسې څه ونه وايي چې د تهران او واشنګټن اړیکې پرې خرابې شي.
په دغه یادښت پاڼه کې د ایران په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د وسلو پلورنې د پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل شوي وو خو په دغه یاد داښت کې په یوه ډول اخطار هم راغلی و چې درې کاله مخکې د دې پالیسۍ د منلو په لومړیو کې دا ډول څه په کې نه وو. وروسته له هغه چې د ۱۹۷۲کال په مې میاشت کې ولسمشر نیکسون له تهران څخه رسمي لیدنه وکړه کیسنجر ولیکل « موږ هغه پالیسي ومنله چې تیاره شوې وه، په حقیقت کې له ځینې پېچلو او پرمختللو وسلو لکه اټومي وسلو او ټکنالوژۍ پرته موږ د ایران د شاه هغو ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ چې د وسلو د اخیستو په اړه یې له موږ څخه کړې وې.» ولسمشر فورډ ته لارښوونه وشوه، سره له دې چې شاه په کور دننه  د شرکتونو په کنټرول کې دی « د زده کوونکو او روڼ اندو نا ارامي او راپیدا شوي ترهګر خوځښتونه د سختې اندېښنې وړ مسئلې وې.»
د واکمن رژیم یو کمزوری ټکی د ایران د اقتصاد روان وضعیت و «ایران د لوړ انفلاسیون، د ماهر او مسلکي بشري ځواک او د اړیکو له پراخو ستونزو سره لاس اوګرېوان و.» 
کیسنجر د ایران د کورني وضعیت په اړه ډېر لږ اندېښمن و، خو برعکس هغه د شاه د بهرنۍ پالیسۍ د تیت پرکوالي، ثبات نه لرلو، شخړو زېږوونکو تګلارو او د شاه د دې باور د ډېرېدو په اړه ډیر اندېښمن و او هغه فکر کاوه چې نور د امریکا زور په ویلې کېدو او کمېدو دی او د واشنګټن  دا ډاډ چې د ایران په څېر د خپلو کلکو متحدینو ملاتړ به کوي اوس تر ډېر شک لاندې ورته ښکارېده.  کیسجر وویل:« شاه په نړیواله کچه زموږ د پیاوړي او قوي رول د ترسره کولو د وړتیا په اړه اندېښنه درلوده او له دې اندېښمن و چې ایا امریکا به وکولای شي په منځني ختیځ  او د هند په سمندر کې د شوروي اتحاد پر وړاندې خپل مخکښ او پیاوړی دریځ وساتلای شي او ایا وبه کولای شي له ایران سره په سیاسي، پوځي او اقتصادي ډګرونو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؟»
 امریکا په تایوان، کمبوډیا، وېتنام او ترکیه کې د خپل زور او غرور همکاري پرې اېښې وه ــــ شاه وېره درلوده چې کېدای شي داځل د ایران د منزوي کېدو اوخوشي کېدو وار وي او د امریکا کانګرس او حکومت کېدای شي نور هم منزوي شي.
 کیسنجر ولسمشر فورډ ته وویل، «شاه ډېر سخت انسان دی، خو د دوی ډېر مهم متحد دی. هغه کېدای شي یو شمېر ډېرې مهمې نظریې ولري او ځینې خلک هغه ته د یو ډېر متکبر شخص په سترګه ګوري خو هغه داسې ده چې شاه یوازې له پوځي او اقتصادي اړخه د ځان او خپل هېواد پیاوړتیا غواړي او له همدې کبله یې داسې مخالف تصورات رامنځ ته کړي چې ګنې هغه څه او څه ډول شخص دی. په څو لنډو کلونو کې  به د ایران شاه‌، که د سیمې کنټرول نه وي لږ تر لږه د فارس خلیج د قدرتونو په منځ کې ډېر مهم رول ترسره او په سیمه کې به د ټیکاو د رامنځ ته کولو دنده ترسره کړي.»
فورډ ته د معلوماتو د ورکړې په پاڼه کې د تېلو د پالیسیو او د وسلو د پلورلو په اړه د دوه اړخیز کړکېچ په اړه توضیحات ورکړل شوي وو او دا هم ورته روښانه شوې وه چې د واشنګټن دغه متحد څه خیالات لري.  کور ته نژدې، د ایران پر باچا د کانګرس او د تېلو د بیو د پالیسیو په اړه د عامو امریکايانو له خوا سختې نیوکې کېدې او هغه یې خواشینی کړی وو. هغه وویل:« ایران ته زموږ د وسلو د پلورلو په تګلارو په پراخه کچه د امریکا په متحدو ایالتونو کې نیوکې روانې وې، خو اوس هغه زموږ د وسلو یو ستر اخیستونکی و او له شخصي امریکايي شرکتونو سره د یو شمېر سترو معاملو په بشپړېدو یا ترسره کېدو هم په لویه کچه نیوکې روانې وې.» ولسمشر فورډ ته وویل شو چې « ما له شاه سره ستاسو په هڅو کې داسې کم ټکي ولیدل چې تاسو دې له هغه سره په دې بحث کړی وي چې د تېلو بیې په ډېره بیړه او لوړې کچې لوړې شوې او تر هغه ځایه چې ښکاري هغه باید په دې قانع کړي چې څه یې کړي هغه باید بېرته سم کړي.»
 دا ډېره د پام وړ لارښوونه وه چې ولسمشر ته ورکړل شوه چې سیاسي بخت یې د تېلو د لانجې او بحران له کبله تر ډبرو لاندې شوی و. تر هرڅه ډېر د کیسنجر لارښوونې دا تایید کړه چې جیرالډ فورډ د ۱۹۷۵ کال په پسرلي کې سیاسي او اقتصادي فشار ته څومره کم ټینګ شو. 
نور بيا ....