يو څو کيسه ګۍ/ ۷

 
ګرانښت:
د دروازې له ټک ټک وروسته ور ننوتم، ما فکر کاوه چې لا به هم غوسه وي، له ستړي مشي وروسته مې ورته وویل چې څه حال دې دی، ویل یې ښه یم، خو په تا پسې خپه وم. ما ویل ورک کړه هره ورځ به مو جنګ وو. ویل یې: چې لاړې په قدر دې پوه شوم...
 
احساسات:
نصیحت یې کاوه خو نه یې وړاندې څه وویل نه وروسته په غریو نیولي غږ یې یواځې دومره وویل: تر سترګو پورې د اوښکو د را رسیدو او ستوني د پړسیدو د درد درک کول او حس کول څه آسانه خبره نه ده، پس د دغه وخت له احساساتو سره ډیر احتیاط کوئ که مو خپل وي که د بل...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ شلمه، نویډا، ډهلي – هندوستان
 
غاړه ایښودل:
وايي یو چا غوښتل دخپلې سیمې د غره لوړه څوکه یواځې په خپله فتح کړي، د غره لور ته روان شو او څوکې ته یې ځان نږدې کړی وو خو تیاره شوې وه، ناڅاپه یې پښه وښوېده او ښکته وغورځېده. په کوم پړي کې چې ځان یې پرې تړلی وو ښکته ځوړند شو.
تیارې او یخې هوا په چیغو راوست او خدای ج ته یې په خطاب کې وویل:
خدایه! مرسته راسره وکړه
وايي چې غږ پرې وشو
سمه ده؛ خو چې څه درته وايم عمل پرې وکړه
هغه وویل: سمه ده
خوکله چې یې ورته وویل پړی پرې کړه، هغه پرې عمل ونه کړ او ځان یې په پړي پورې ونښلاوه
بالاخره یخنۍ وواژه…
کله چې خلک سیمې ته ورغلل، سړی په داسې حال کې مړ شوی وو چې په تناب کې ځوړند وو او له ځمکې سره یې یو متر واټن درلود.
ژباړه
 
تن فروشي:
اې!
نجلۍ را وکتل، خو څومره لویه شوې وه؟!
-         اوس قوطي نه خرڅوې؟
ویې موسل، رانږدې شوه، غومبوري او اننګي یې سره وو، نور هم سره شول، چې ښه رانږدې شوه په یو بېل انداز يې وویل:
-         نن غواړم ستا په قوطیو ټول ښار ته اور ورواچوم!
په غږ کې یې شهوت نغښتی وو، ټول بدن مې ولړزیده... حیران مې ورته وکتل، هغې دوام ورکړ: قوطي مې چا نه اخیستل... اوس کلونه کېږي ځان مې پلورم... اخلې يې!!!؟؟؟
ژباړه
 
د دنیا موټر:
شنه یخ یې غوږونه سره اړولي وو، لاس یې ریږدېدل په سترګو کې مې خیره وو او په نرمه لهجه یې راته وویل: یوه خبره درته وکړم؟. ما ویل دوه خو وکړه. ویل يې دا دنیا لکه زوړ کړپن موټر دی، ګوره سړی خو به نه ګنهګاریږي چې ووايي: نور مې نه خوښيږي چې د دنیا په دې مصرفي موټر کې په دې کنډ او کپر لاره وړاندې لاړ شم، زړه مې غواړي په موټروان یې غږ وکړم چې ویې دروه! زه ښکته کیږم!...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ دوه ویشتمه، ډهلي – هندوستان
 
د ښځې  یاد:
په کوټه کې مخامخ آینې ته ناسته وه، اوږده تور ویښتان یې ږمنځول، یواځې یې هیندارې ته کتل. ډیره شېبه په سوچ کې ورته ناست وم، د کور د دروازې زنګ ووهل شو ور ووتلم، لور مې له مکتب نه راغلې وه، زه په خپل ځای کېناستم او آیینې ته خیره شوم، لور مې لاړه جامې یې بدلې کړې، بیرته راغله مخامخ راته ودریده، سوړ اسویلی یې وکړ او ویې ویل: تا ډوډۍ خوړلې؟ ما ویل نه. لاړه او یوه ګړۍ وروسته یې ډوډۍ راوړه، د ډوډۍ له ایښودو سره یې مخامخ هینداره په دستمال پټه کړه او ویې ویل: راځه نن به هدیرې ته ورشو، زما هم نن ټوله ورځ زړګی پسې وځورېده!...
 
 
مور:
ساه یې لنډه لنډه کېده، د روغتون په دې ګوښه کوټه کې په چپرکټ غځېدلې ښځې ته یې ځان ور ورساوه، د نرسې له لاسه یې د جوسو قوطی واخیست او په خپله یې د ښځې په نښتې خوله کې قطره قطره ور وڅڅول. نرسې لاس په سینه غوټه کړل او په غوسه ناکه لهجه یې وپوښتل: نو ولې؟ خو زه یې هم ورکولای شم. سړي ځواب ورکړ. هغې د بل چا له لاسه نه خوړل. نرسې ځواب ورکړ: اوس خو نه پوهیږي ته څوک يې... سړي سر وخوځاوه او ویې ویل: که هغه نه پوهیږي چې زه څوک یم، زه خو پوهیږم چې هغه څوک ده!...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ درویشتمه ، ډهلي – هندوستان