
اور د محبت خو بې لوگيه وي
ځکه چې بې گازه بې لرگيه وي
ښکلي چې پرېمان زموږ په چم کې دي
خلک به همداسې بې زړگيه وي
ستړى به د حضر(ع) په شان گرځي بيا(۱)
ژوند که تر قيامته بې مرگيه وي
سولو ته يې بيا خلک په تبرو وهي
ونې چې بې سيوري بې پورگيه وي
مينه يې ساده درسره وگڼه
شات يې که درکړې له منگيه وي.
٢٧/٠٩/١٣٨٥
حيدرآباد
(۱) : وايي چې حضر(ع) يوچاته دخپل اوږده ژوند په اړه د ستړيا خبره کړې وه، په پورته بيت کېهمدې خبرې ته اشاره شوې ده.