دملا عبدالروف خادم لنډه پيژندګلوي :

 
ملا عبدالرووف خادم د عبدالقیوم زوی، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د اذان کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی او په قوم علیزی و، چې په یوه پښه معیوب و او د جهاد په وخت کې یې د استاد سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم غړیتوب درلود او فعالیت یې کاوه؛ وروسته د طالبانو له ډلې سره یو ځای شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د هرات قول اردو د قوماندان په توګه دنده درلوده او د طالبانو واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته ونېول شو او د بګرام په زندان کې زنداني و. نوموړي تر خوشې کېدو وروسته د کوېټې شورا غړېتوب ترلاسه کړ او دغه راز د څه وخت لپاره د طالبانو لخوا د اروزګان ولایت لپاره نومول شوی والي و، د استخباراتو کمېسیون غړېتوب او د ملا عمر د ځانګړي سلاکار په توګه یې هم فعالیت درلود.
په وروستیو کې د طالبانو له ډلې سره د نوموړي اړیکې ترینګلې شوې او د کوېټې شورا له غړېتوب څخه ګوښه کړی شو؛ ترلاسه شوي معلومات ښيي چې وروسته عبدالرووف خادم د روان کال د لړم په میاشت کې د پاکستان له کوېټې څخه د جعفریه مذهب پیروانو تر پوښښ لاندې په جعلي پاسپورټ او ویزه د مذهبي مراسمو د ترسره کولو او د کربلا د لېدلو په پلمه لومړی ایران او له هغه ځایه عراق ته ولاړ او د داعش له مشرانو سره یې ولېدل او د هغوی د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته کوېټې ته راستون شو؛ وروسته یې د طالبانو ډلې څخه د خپلو اړوندو قوماندانانو او ۱۰۰ کسانو په جلب و جذب سره د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ د بهرامچه لارې څخه په ګټه اخېستو ځان خپل د زېږېدو ځای (د کجکي ولسوالۍ د اذان سیمه) ته ورساوه او ترهګریز فعالیتونه یې د هماغې ډلې په پلوۍ په هلمند، فراه او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پیل کړل او د جبهو د جوړولو زړه یې هم وکړ. په دغه برخه کې توانېدلی و چې د ځینو قومونو او په ځانګړې توګه د علیزیو قوم ملاتړ هم ترلاسه کړي، هغه په وروستیو کې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د سلفیانو له ډلې سره هم اړیکې جوړې کړې او د هغوی ملاتړ یې ترلاسه کړ او د سوېل لویدیځې حوزې لپاره د داعش د مسوول په توګه یې فعالیت پیل کړ، چې یو ځل د طالبانو له مخالفت سره هم مخ شو، خو د دواړو اړخونو ترمنځ له نښتې وروسته د دوی اختلافونه ژر هوار شول.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی توانېدلی و په کجکي کې د طالبانو ډېر شمېر قوماندانان، د ګروپونو هر قوماندان ته د پنځوس زره کلدارو او د ګروپونو غړو ته د دېرش زره کلدارو په ورکولو سره دوی خپل ځان او د داعش ډلې ته را خپل کړي.