ولسمشره ! دامنیت دټېنګښت لپاره دا ځواکونه له دندو ګوښه کړه.


 په هېوادکې  دتل پاتې سولې ،ثبات او ډاډ من امنیت ټېنګښت دټولو هېوادوالو یواخینۍ هیله ده ،افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي هم دلوړېپه مراسمو کې  ژمنه وکړه چې  په هېواد کې به دتل پاتې سولې ،ثبات او ډاډمن امن دتېنګښت لپاره  هلې ځلې به دده دکارونو په لومړیتوبونوکې ځایولري، د ولسمشر غني دژمني دادی تر څلورو میاشتو  تېریږي ، نه خو لا تر دېدمه په ټول هېوادکېډاډمن امنیت ټېنګ شو  او نه هم تر دې دمه دسولې پهبرخه کې  کوم دپام وړ  پرمختګ ترسترګو شو.
 که افغان ولسمشر غني غواړي چې  دهېواد والو دا لویه هېله  پوره  کړي اوپه هېوادکې دجګړو  روانې لړۍ ته دپای ټکی کیږدي نو لومړی دې تش په نومټول هغه سر تېري چې دملي ځواکونو پشان امتیازات ترلاسه کوي خو  په خپلودندو حاضرنه دې له دندو لرې کړي، ویل کیږي چې اوس مهال دهېواد په ډیریولایتونو  او ولسوالیو کې  دځینو  لوړ پوړو چارواکو او  زور واکو لخوا پهیو  او بل نوم  خپل خپلوان دملي ځواکونو  په لیکو کې ثبت او امتیازاتترلاسه کوي ، خو له بده بخته دوی په دندو حاضر نه دي او ددې پرځای چېخپله مقدسه دنده  پرمخ یو سي په خپلو شخصي ورځینو  چارو مصروف دی.
دامنیتي ځواکونو  په لیکو کې دلوړو پوړو دولتي چارواکو  او  یو شمېر زورواکو قوماندانانو  پراخې لاس وهنې په افغان امنیتي ځواکون  دخلکو باور تهسخت زیان رسولی دی، دې کړنې په  ډیریولایتونو ،ولسوالیو او لرې پرتوسیموکې دولتي حاکمیت  له سختو ننګونو سره مخ کړی او  دښمن ته يې ددېزمینه برابره کړي چې  دخپل نفوذ دپراخوالي لپاره  عامه ذهنیت راخپل اوخلک ددولت پر وړاندې  مبارزې ته وهڅوي.
په لرې پرتو ولسوالیو ،کلیو اوبانډو کې ددولت نه حضور او خراب امنیتيحالت خلک اړ  کړي چې  دخپلو حقوقو ،مال او عزت څخه په خپله د ټوپک په زورساتنه وکړي، دغلو ،قاتلینو اونورو  غیر قانوني کړنو ترسره کوونکي چې زیانيې عام ولس ته رسیږي مخه ونیسي ، چې ښه بېلګه يې څو ورځې وړاندې  دفراهپه ولایت دملکي خلکو لخوا دهغه درې تنه غلو چې دخلکو ارام ژوند يې نارامه
کړی وو وژل او په دار کول دي، چې دا کړنه دملي وحدت حکومت لپاره یوهدکمزورۍ خبره ده او نړۍ ته ښايي چې اوسنۍ حکومت نه شي کولی دخپلو خلکودمال او عزت څخه ساتنه وکړي،نو ځکه خو خلک دخپل مال ،عزت او ناموس دساتنېلپاره ټوپک پورته کوي او  مجرمین  به صحرايي محکومو کې په دار ځړوي.
ولسونه دملي وحدت حکومت له مشرتابه هیله کوي چې  په اداري سیستم  کې لهوزارت  نیولې د ولسوالۍ تر کوچنۍ مدیریت پورې پراخ  اصلاحات راولي،ټول هغهلاسونه چې دخپلو  شخصي ګټو په موخه دملي ګټو پر وړاندې غځول شوي لنډ اوهیچاته اجازه ورنکړل شي چې دملي ګټو پر وړاندې خنډ جوړ کړي، په دولتيادارو کې لاس وهنې وکړي اوهغه ځواکونه چې دخلکو هیلې ور پورې تړلې ديدخپل ځان  او خپلو شتمنیو په ساتنه مصروف کړي،ددې ترڅنګ دې ټول هغه کساناو تش په نومامنیتیان چې د همدې لوړوپوړو چارواکو او قوماندانانو  ملاتړله ځان سره لري او دملي ځواکونو پشان امتیازات ترلاسه کوي دامنیت دښهوالي او ولسي باور خپلو لپاره له دندو ګوښه کړل شي.
اجمل جان