حلاله ډوډۍ

 
 
   حلاله ډوډۍ ډېره زیاته ښه ده. زه هم له حلالې ډوډۍ سره مینه لرم. موږ باید تل د حلالې ډوډۍ په لټه کې واوسو. لکه اکرم کاکا، اکرم کاکا د مستو یو پلورنځی لري او تل هڅه کوي ، چې د اوبو د پلورنځي پیسې په خپل وخت ورکړي ، ترڅو هغه اوبه، چې په شیدو کې یې اچوي او مستې ترې جوړوي حلالې وي. اکرم کاکا وایي: سړی باید خپلې مېرمنې او اولادونو ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ ورکړي، ترڅو چې  سبا یې عمر پای ته رسېږي او له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه کوي ، نو څوک ورپسې ستغې او سپورې ونه وایي .
   زما ماما دولتي مامور دی ، هغه وایي : تر څو په دې باندې ډاډه نه شم، چې مراجعین د زړه له کومې راضي شوي، نو له هغوی څخه بډې ( رشوت ) نه اخلم. سړی تل باید د حلالې ډوډۍ په لټه کې واوسي. ماما مې وایي: زه مراجعین ته دې اړ باسم، چې قسم وخوري، چې راضي دي، نو وروسته ترې  بډې ( رشوت ) اخلم !
   مګر ما فکر وکړ ، چې زما د پلار پیسې حرامې دي، ځکه هېڅ برکت نه لري او د میاشتې تر پایه نه رسېږي. پرون شپه مې خپل پلار ته وویل: که چېرې ته هم د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ په لټه کې وې، نو پیسو به مو برکت کړی وو. تل مو پیسې لرلې؛ مګر جرات مو نه دی کړی. کاشکې زما پلار هم حلال خور وای .